گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » موسمی تخلصونه، نوي اصطــلاحات او نابــلده لــغتونه !
موسمی تخلصونه، نوي اصطــلاحات او نابــلده لــغتونه  !

موسمی تخلصونه، نوي اصطــلاحات او نابــلده لــغتونه !

 Pokhton koor

           سره بیرغونه، بې سره او بې ښکره تخلصونه نوي اصطلاحات او نابلده لغتون !!      

                                                                                                                                                                                          Qaneh Esmat

                                                                                                                                                              د هیواد دنامتو شاعراولیکوال  عصمت قانع لیکنه 

 

د دنیا پر سر افغانستان یو داسې ملک دی چې نومونه او تخلصونه هم د سیاسي هوا له تګ سره خپل مسیر او حرکت بدلوي. کله چې لا د ثور د میاشتې غوبل نه وو راغلی زه ایله د نهم صنف شاګرد وم او پر ځان مې تخلص پښتون یار ایښی وو. مشر ورور مې چې یو څه اخوانی مشربه وو زما مور ته یې د دین د وعظ په ژبه زما پر ضد له لمسونو ډک تبلیغات کول. آدې ته یې ویلي وو چې هلک د قومیت خواته ځي، قومیت هم شیطانت دی  . سبا به په دا نورو ور ګډ شوی وي. مور مې په دا نورو نه پوهېده، خو په کلي کې اوازه وه چې په مکتبو کې شاګردان کافران کېږي، زما تره محمد رحیم اکا به ورته کمونسین ویل، چې هدف یې کمونیستان وو. د ډېرو خلکو پر خولو اوښتې وه چې د نور محمد ډله کمونسین دي، خدای او رسول نه مني او خور ورور ته روا کوي. د ثور تر کودتا مخکې زیاتره تخلصونه عشقي وو او یوازې زه په کې پښتون یار وم. دا نور تخلصونه داسې وو لکه دل کباب صاحب، جګرخون صاحب، جګر پاره صاحب، دل سوخته صاحب، غیرت صاحب، همتیار صاحب. داود خان قومي او سیمه ییز تخلصونه بند کړي وو. ډېرو هلکانو چې عشقي تمایلات یې درلودل لومړی به یې په سره خودکار د زړه رسم وکیښ بیا به یې یو غشی ورڅخه تېر کړ او لاندې به یې ورته ولیکل دل کباب، دل سوخته، دلریش، دل باخته….یوه ورځ مې ښه یاد شي سهار د وخته کوم شاګرد عېنو لیسې د نجونو شاګردانو پر لاره داسې لیکونه غورځولي وو، چې تر زړه غشي په کې تېر شوي وو او دل سوخته او دل کباب تخلصونه پې لیکل شوي وو. د عیدګاه دروازې حاجي ناني کاکا دا کار زموږ وباله او ښه چاپلاخې یې پر مخ را حواله کړې. هرڅو که مې د خپل تخلص په باب ورته وویل چې دا خطونه ما ندي غورځولي زه پښتون یار تخلص کوم، خو حاجي ناني کاکا په پښتون یار نه پوهیده او دا کار یې د مکتبیانو حرامیانو باله او موږ مکتبیان په ګوتو ورغلي وو. هغه دوره د سترګو په رپ کې تیره شوه. د ثور اومه راغله او د نویو تخلصونو فصل پوخ شو، نور نو پخواني تخلصونه نه چلیدل. د بریتونو او تخلصونو رنګ بدل شو. نوي تخلصونه څه دا ډول وو: کارګر، بزګر، خوارکیښ، ولسي، ولس مل، غریبیار، بیکسیار، توده یي، ګوندي، مسکین مل، مسکین یار، خنجرمل، خنجري، بزګریار، بزګرمل حتی یوه خو پکې خپل تخلص افت کېښود بل یې بیا نهضت وو، یوازې د تبر او کلنګ تخلص رواج نشو نور، نو د جراحي ټول آلات په تخلص بدل شول. زموږ د کلي صفور چې د کامریډ په معنی نه پوهیده پر ځان یې تخلص کامریډ کېښود. یوه ورځ کوم چا پوښتنه ترې وکړه چې کامریډ صاحب تخلص دې ډېر نابلده دی که یې را معنی کړې، ویل یې: کامریډ د اکتوبر په انقلاب کې یو ډېر اوچت مبارز وو، چې اوس یې نوم ما ځان ته د تخلص په توګه غوره کړی دی. سره بېرغونه، بې سره او بې ښکره تخلصونه نوي اصطلاحات او نابلده لغتونه باب شول، داسې باب شول چې د پاړسیوانو په اصطلاح په موډ روز بدل شول. سوسیالیزم، کمپرادور، پرولتاریا، انقلاب، بې طبقې ټولنه، کار او تولید، کمسومول، کوپراتیف، کولکتیف و غیره و غیره. … دا نو داسې اصطلاحات وو چې د چا به زده وو خلقي او پرچميملګرو به ورته شعوري انقلابي ویل او د انقلاب شعور داسې کمال وو، چې چا به درلود بې پوښتنې یې څوک وژلای او قتلولای شول.

NoorMohamad Tarakai Aw Soor Bauragh

 بس همدا څو لغتونه وو چې د پوهنتون تر دیپلوم یې اوچت ارزښت درلود. یوه جوړه بریتونه او د چپ دیموکراتیک فرهنګ معاصر اصطلاحات جامع الکمالات خصوصیات وو. د نویو لغتونو، تخلصونو او اصطلاحاتو بې مهاره توپان لا روان وو، چې د هجرت او بندیخانو دوران پیل شو. د ببرک کارمل د عمومي بښنې په دوران کې زه هم له زندان څخه ووتم، دوې پښې مې خپلې وې، دوې مې پور کړې سیده کوټې ته ولاړم. د کوټې په هندوباغ کې چې نوی نوم یې په مسلم باغ اوښتی وو زموږ مهاجر کمپ اباد وو، چې موږ ټول مجردان پکې اوسیدلو. دلته نو د کندهار، هلمند، روزګان، زابل او د غزني د غربي ولسوالیو لوستي او باسواده مهاجرین چې اکثره یې ځوانان وو اوسیدل. د هجرت په چاپیریال کې مې د تخلصونو نوې لړۍ ولیده، مسلم یار صاحب، مومن یار صاحب، مومن جار صاحب، جهادمل صاحب، جهاد یار صاحب، عابد صاحب، سالک صاحب، یاسر صاحب، حمزه صاحب، بلال صاحب، سنګریار صاحب او د اصحابو له نومونو څخه را اخیستل شوي په درجنونو نوي تخلصونه د افغان مهاجرینو له نومونو سره تړل شوي وو، حتی حدیث مل او قرآن مل هم پکې شامل وو. اکثرو خپل پخواني تخلصونه چې ملي صبغه یې درلوده واړول چې مشهور یې د جلال اباد د کوټ محمد امین ملت یار وو، چې خپل تخلص یې په وقاد باندې واړاوه. زه هم عیسی محمد پښتون یار وم، د نوي نوم لپاره مې عصمت د خپل نیکه له نامه څخه را واخیست. نیکه مې د کټواز له سلیمان خېلو څخه وو، چې د امان الله خان په ملګرتیا یې له سقاو سره جګړه کړې وه او د شور بازار له حضرتانو څخه باغي شوی وو او قانع مې د آدې له خولې را اخیستی وو. آدې به سهار موږ ته تورې روپۍ راکولې، ورور به مې تر پېنځو روپو په کمه قناعت نه کاوه، خو زه به په یوه روپۍ قانع وم. مور به مې ویل خیالي ګر زوی مې په یوه روپۍ قناعت کوي بس همداسې عصمت قانع شوم. نور هم ډېرو وو چې د تخلصونو د نوي موسم له فېض او برکت څخه برخمن شول، ملي تخلصونه یې اخواني کړل. دا لړۍ تر کورنۍ جګړې پورې روانه وه، خو په کورنۍ جګړه کې پاړسي تخلصونه باب شول ذره، قطره، شحنه، فریخته و غیره و غیره…. خو دا تخلصونه یوازې د شوری نظار د خلکو وو، په مقابل کې یې د زیار د فرهنګ اغېزې پیاوړې شوې. سوچه پښتو تخلصونه بازار ته را ووتل، ازمون، یون، خوځون، اوښتون، رغون، رغاند، څپاند، ارغند، میوند، مړوند، پیوند، څرګند، واک، ځواک و امثالهم. اوس نو ډیموکراسي راغلې ده. د ډیموکراسۍ دش زمانې تخلصونه لا چندان ندي باب شوي، خو کله کله یې څرک تر سترګو شي. هسې هم ډیموکراسي پر تخلصونو متمرکزه نده، بلکې د اقتصادي وضیعت د جوړولو زمانه ده چې که روا وي که ناروا خو روپۍ پیدا کړئ. څوک چې ډېرې روپۍ ولري هغومره ښه شهرت درلودای شي او تخلص ورسره زیب کا. زما یار شهرت ننګیال دې خدای ښه وکړي یاد یې په خیر، اکثره به یې ویل بچو خانه، خبره د منافعو ده، د  منافعو په زمانه کې هم تخلصونه شته، چې د عبدالله عبدالله پر وزن جوړ دي مثلاً عبدالطیف لطیف، عزت الله عزت، پشم خان پشم، عبدالولي ولي، عبدالرحمن رحمن، امین الله امین، قطب الدین قطب، ګل دین ګل، شاه ځلمی ځلمی او نور. …

تمت بالخیر__

د محور ورځپاڼې نه په مننې سره

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا