گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » زه هم دپښتو ورځې لمانځلو حق لرم!
زه هم دپښتو ورځې لمانځلو حق لرم!

زه هم دپښتو ورځې لمانځلو حق لرم!

 

Nazar Mohamad Mutmaein  Name 03

د پښتو ورځ لمانځل چې د پښتون خوځښت په نوښت د جمعې ورځ د ۲۰۱۵ د مۍ پر ۲۹مه جوړه شوې وه، هغه توپېر چې له نورو ناستو سره یې درلود، د لمانځلو تر څنګ یوه علمی غونډه هم وه. احساسات پکې ډیر نه و، بلکې د پښتون قوم پر سیاسی او کلتوری ستونزو، حل لارو، د هیواد او قوم اقتصادی وضعیت، د اقتصاد اهمیت او اړوند عامه پوهاوی، د قوم اقتصادی ځوړتیا، د هیواد او قوم پرمختګ او سولې اړوند یې ویناوالو ته د ویناکولو زمینه برابره کړی وه.د نورو ښاغلو ترڅنګ ما هم د ډیورنډ دواړو غاړو ته د پښتنو پر ستونزو او داځل د سولې پر اړتیا خبره وکړه. په دې کې داسی ټکې هم دی چې د وخت د کموالی له امله یې ډیره تشریح نه شوای کیدلای، او ممکن د ځوانانو په ذهنونو کې یې ډول ډول پوښتنې راولاړی کړی وی.

لومړی خبره دا وه چې د دغه عزیز قوم بچیان لا هم د پوهنې له بهیر څخه څه ډول چې مناسب وی بې برخې دی، په لیری پرتو سېمو کې یې بچیان د ښوونځی له پاره ودانۍ نه لری، له دی سربیره ښوونکی هم نه لری.د لوړو زده کړو په برخه کې هم  د مور او میرې چلند شوی، د دغه قوم هغه بچیان چې ۱۲م  ټولګی یې ویلی د ماسټری او دکتورا زمینه تر ډیره ورته نه ده چمتو شوې، مګر ځینې (ټول نه) چې بهر ته  تللی هغوی هم زموږ په درد نه دی راغلی بلکی د پردیو تر تاثیر لاندی راغلی دی.د قومونو د یوځای کیدو مسئله ده،

Pashto wa Pashtonistan 31

په اروپا کې لږه‌کی په ډیره‌کیو کې ادغام کیږی، شرقی اروپا چې له شوروی اتحاد څخه جلا شوه، اوس اروپا  نوی پروژه پر لار اچولی چې په ځینو هیوادونو کې د لږه‌کیو روسی ژبو له پاره دغه تبلیغات وکړی چې لږه‌کې باید په ډیره‌کیو کې مدغم شی، مګر په افغانستان کې برعکس هڅه روانه ده چې لږه کیو ته ډیر واک ورکړل شی او ډیره‌کی پر مخ په څپیړه وهل کیږی او حقونه یې لږه‌کیو ته ورکول کیږی، دا خو لاهم سوال نه پیداکیږی چې د درېیمې نړۍ په دی وروسته پاتې افغانستان کې د لږه‌کیو د یوځای کیدو (ادغام) پلان ته توجه وشی، له دی هاخوا ځینې رسنی د قومونو ترمنځ شخړو ته لمن وهی.

Secand world war 31

موږ هم وایو چې په افغانستان کې د قومونو د ادغام اړتیا نشته، وروڼه قومونه دی، مګر شخړو ته خو دی لمن نه وهل کیږی.د ډیورنډ دواړو غاړو ته تر ډیره  په لوی لاس د حکومتونو له خوا  همدا ډول د بېلابېلو معلومو او نامعلومو وسلوالو له خوا پښتانه سیاسی، نظامی، قومی مشران په نښه او له منځه وړل کیږی، چې مهمه مسئله ده او په جګړو کې بیا ځوانان وژل کیږی.ولی یواځی په کراچۍ ، کویټه، پېښور او اړوند سېمو او وزیرستان کې جګړه  ده؟ کله مو فکر کړی دی؟موږ د هر مسلمان پر مرګ خفه کیږو، خو دا چې د پلان له مخې  د ځانګړی قوم پر ژنوسایډ غور په کار دی.د پښتون مشرتابه پر سر جګړه روانه ده، کرزی صاحب فکر کاوه که وسلوالو طالبانو سره سوله وشی، نو بیا دغه مشری له لاسه ورکوی، اوس ولسمشر غنی هم دا هوډ لری چې د پښتنو د مشرتوب لنګوټه دی د ده پر سر پاتې شی.موږ ته په کار ده چې د پرویز مشرف دا خبره چې بوش ته یې کړی وه چې افغانستان کې تاسی د پښتون قوم چاره وکړئ او دلته (پاکستان ) کې به یې زه بیخ وروباسم، دا ډول د نواز شریف خبره چې کله مجاهدین کابل ته ننوتل، د افغانستان اردو مې له منځه یوړه، زه وایم چې دوی د شاباسی وړ دی، دوی خو خپل هدف ته ورسېدل، افسوس خو زما د قوم د مشرانو پر حال دی، چې سیاسی بصیرت نه لری، او لنډ فکر کوی، موضوعاتو ستراتیژیک او علمی فکر نه کوی.

Dewrand Line and Pashtoon saids 31

په شمال کې د بل وزیرستان او ډیورنډ خبره بیا ما تکرار کړه، اوس چې  کومې جګړې په شمال کې روانی دی، هغه سېمې تاسی وڅیړې او بیا د وژل شو کسانو اړوند معلومات ترلاسه او تحلیل یې کړئ او داچې ځینې کسان خپل قوم ته په سپکه ګوری، دغه عزیز قوم په ناخبره ډول د نورو غلام ګڼې، هغوی چې همدې قوم ورته ازادی اخستې نن یې موږ دهغوی پر غلامی تورنو، خپل قوم په غلامی تورنول د منلو نه دی، د پښتون په وینه کې ازادی نغښتې ده. په لویو ښارونو کې چې اوس له مجبوریته پښتانه ژوند کوی، خپل کلتور، ژبې او دود ته پاملرنه وکړی، خپل دودونه ورک نه کړی، خپله ژبه پردۍ نه کړی، خپله جامه بدله نه کړی، او حد اقل د جمعې ورځو او اخترونو او نورو مهمو ورځو کې خپل کلتوری جامی وکاروی. ولی باید ماته د لنګۍ پر سرکولو له امله، د واسکټ اغوستلو له امله تروریسټ وویل شی،

Daesh in North 31

دا خو زما د قوم د پوهانو تیروتنه ده چې کله لوړ مقام ته ورسیږی بیا نو خپله جامه هم بدلوی او ژبه هم بدلوی، او بهرنیانو ته داسی په نظر ورکوی چې پښتنی جامه د علم او پوهی جامه نه ده، د جنګ، جګړې او تاوتریخوالی جامه ده، زه له دغو مشرانو هیله کوم چې بهرنیانو سره په مجلسونو او ناستو کې پر خپله جامه ونه شرمیږی او هغوی ته وښیی چې موږ پوهان او علمی اشخاص هم لرو، او د پښتون جامه یواځی د جنګ جامه نه ده. بلکه د پوهې او پرمختګ جامه هم ده.په اطرافو کې هم پښتنی دودونه په ورکېدو دی، په ودونو کې به پخوا لونګۍ وېشل کیدلی، د خوشالی ډزې به کیدلی، خلکو به مینه او محبت کاو، مګر کرار کرار دا هر څه بدلیدونکې دی، زه د دی طرفدار یم چې په ودونو کې پښتانه مشرانو ته د لنګیو ورکولو دود ورک نه کړو.جنجالی خبره زما د ټوپک خبره وه، چې ځینې دوستانو ته به عجیبه معلومه شوې وی، راځئ یو ځل د ټوپک تعریف وکړو، زما هدف له ټوپک څخه پخوانی یو ډزی انګریزی ټوپک نه دی، زما هدف ورڅخه کلاشینکوف او پیکا  نه ده، زما هدف د وسلو ټیکنالوژی ده، موږ په افغانستان کې غالبا د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د ټوپک جوړولو فابریکه درلودله، مګر ولی یې پرمختګ ونه کړ، ګاونډی هیوادونه مو د اټوم بم، ټانک او جیټ الوتکو خاوندان شول، ایران اوس ورته ملا تړلې ده؛ خو موږ  هغه نږدې نېمه پیړۍ مخکنۍ د ټوپک جوړولو فابریکه هم له لاسه ورکړه.زه وایم قلم زما خوښ دی، الله ج تر هر څه لومړی قلم پیداکړی، له همدی هم د قلم اهمیت معلوم دی، اړتیا یې د اهمیت بیان ته نشته، ولی د ځان د دفاع له پاره ټوپک (پرمختللی ټیکنالوژې) ته هم اړتیا لرم.که زما قوم او هیواد ټوپک درلودی، نو په کنړ کې به یې د ګاونډی هیواد د توپونو مخه نیولی وای، که زما قوم او هیواد ټوپک درلودلای، نو زموږ څخه  به زموږ دوو ګاونډیو پاکستان او ایران جاج نه اخستی، که ما ټوپک درلودلای زما پر خاوره به یرغلګرو د تاریخ په اوږدو بیا تر ننه تاړاک نه کاو.

Taliban Leaders weth CIA Agent31

زما هدف هیڅکله دانه دی چې زما انجنیر، زما ډاکټر دی خپل ورور ووژنی، زما د ټوپک سړی دی خپل افغان ووژنی، هدف مې دادی چې موږ د قلم ترڅنګ دی ته اړتیا لرو چې ټوپک (پرمختللی د وسلو) ټکنالوژی هم ولرو. ټوپک وسله ده، وسیله ده، حربه ده؛ ټوپک لرل د ځان وژنې په معنا نه ده. ټوپک د دفاع او د خپل پت او عفت د ساتلو ښه وسیله ده.د بریتانیا شهزاده ګیری چې په هلمند کې د ټوپک (د الوتکې څخه د افغانانو په نښه کول او وژل) روزنه کوی، هغوی حق لری، خو زما افغان د ټوپک زده کړی حق ورڅخه اخستل کیږی او درګرده یوه ډله خلک لګیا دی چې په ټوله معنی سره ټوپک (وسله ) نفی کوی.

uk prince in Afghanistan 31

جاپان څخه چې د ټوپک حق واخستل شو، پای یې څه شو؟ چې له چین سره دوه خبرې د خپلو سرحدونو په اړه نه شی کولای.سعودی عربستان او امارات چې ټوپک نه لری نن ولی د ایران په وړاندی یې سرونه ځوړند دی. د عراق نه چې ټوپک واخستل شو، نن یې کوم حالت دی؟اصلاً له ټوپک سره بې ځایه او د پردیو په اشاره مخالفت له خپل امن راتلونکی سره مخالفت دی، د خپل بچی امنیت او سولې له منځه وړل دی. که ستا دښمن، ستا سیمه ییز حریف ټوپک او نورې وسلې لری او ته د یوې عاطفې لپاره ټوپک نفې کوې، ستا به په دغسې د رقابتونو او سیالیو ډکې نړۍ کې څه حال وی؟!عجیبه دا ده کله چې امریکایان او بریتانویان افغانستان ته راغلل، دوی زموږ له افغانانو څخه اصلی روسی کلاشینکوفونه او کله کوفونه په پیسو واخیستل او خپلو د امنیتې کمپینو ګمارل شو کسانو ته یې ورکړل، افغانانو ته یې خپل کم اصل ټوپک ورکړل، دلته ولی وروڼه نه متوجه کیږی چې که له ما څخه وسله اخستل کیږی، او دغه دومره بده وی نو بیا ولی یې دوی کاروی.په متمدنه نړۍ کې د وسلو ګرځول جواز لری، هو زه دامنم چې له ټوپک لرلو څخه مخکې له مخکې باید د ټوپک د کارونی ځای هم وپېژنو خپل ورور پری ونه وژنو، او پای دا چې که مو ټوپک نه درلودلای، نو چنګیز، مغل، انګریز، شوروی اتحاد او امریکا  ته مو ماتې نه شوای ورکولای.ټینګار پر دی کوم چې تر هر څه راته مهم قلم دی، خو له قلم سره سره زه هم د نورو په څیر د ځان څخه د دفاع له پاره پرمختللی وسلې ته ضرورت لرم. که مې وسله لرلای نو بیا به د ګاونډیو له ویرې اړ نه وای چې د ابر قدرتونو غلامی ومنم، امنیتی تړونونه ورسره لاسلیک کړم.نن ولی افغان حکومت پر دی خفه دی چې امریکا خپل ټانکونه او پرمختللی وسلی له افغانستان څخه وباسی او پاکستان ته یې ورکوی، که  بصیرت وای، او موږ توانایی درلودلای دا کار به نه کیدی.زهر سړی وژنې او د مرګ په موخه جوړیږی، خو د ضرورت له امله یې موږ په درملو کې خورو، وسله بده ده، وژنه کوی، مګر د اړتیا په صورت کې د خپل ځان او هیواد نه د دفاع له امله ورته اړتیا لرم.که بیا هم مدنی فعالان او ځوانان یې نفی کوی او په ټولیز ډول یې ځای قلم ته ورکوی، نو بیا په کار ده چې له ډیورنډ نه تیرشو، کنړ او کامه هم پاکستان ته پریږدو، په کار ده چې نیمروز، فراه او هرات ایران ته پریږدو، هسی یې  هم تجاوز په تیرو ۱۳ کلونو کې کړی دی، هم دعوه لری، مزار او شمالی ولایتونه به تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته پریږدو، درې واړو اوس زموږ سرحدونه لاندی کړی دی. اصلاً دلته خبره تر ډېره سیاسی او امنیتی ده، دا مسئله په شاعرانه عواطفو او مینه‌ناکو څرګندونو نه شی حلېدای.او په اخر کې ځینې هغه پوښتنې چې د ځینې دوستانو په ذهن کې به ګرځیدلی وی، پټکی او څادر زما کلتور دی، داچې هرڅوک یې سپکاوی کوی زه یې غندم، او ما په خپلو لیکنو کې دا لیکلی چې په پټکی کې د بم کارول زموږ د کلتور خلاف کار دی.

Chadari and afghanistan31

چادری د پښتنو اصلی کلتوری جامه نه ده، ولی د حجاب له پاره ښه ده، څوک چې له همدې جامې نه په ګټې اخستلو یې سپکاوی کوی، د غندنې ترڅنګ یو ناسم کار هم دی.ولی پر دی هم فکر کول په کار دی، چې د چا له خوا؟ ولی او د کوم هدف له پاره دغه خلک همدې ته مجبور کړل شوې چې له کلتوری او دودیزو جامو څخه په استفادې ددوی په اصطلاح خپل دښمن هدف وګرځوی، کوم لامل دی چې همدا افغان یې دومره مجبوره او سرګردانه کړی؟ عوامل وپېژنو د عواملو له منځه وړلو له پاره لاس په کار شو.داخو د وروستی وخت غوښتنه ده چې څوک ډیر غلام وی هغه به ډیر ځان ازاد ښیی او د پردیو د غلامۍ په کولو سره به په خپل قوم باداری کوی، مګر یوه هیله ده چې نور نو د آی ایس آې ټاپه دی لطفا وروڼه بدله کړی، دا ټاپه زړه شوې ده، نوې حربې ته اړتیا لری، غلامانو ځانونه وښودل.

د خوشاله او ارام افغانستان په هیله!

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا