گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » زمــــــا دوه ژبی آشــنـــا زمــا قلــــمـــه !
زمــــــا دوه ژبی آشــنـــا  زمــا قلــــمـــه !

زمــــــا دوه ژبی آشــنـــا زمــا قلــــمـــه !

ghazi khan zazai Face book 05

هر وخت چی زه خوابدی شم، ته می خوشحالوی !

هر وخت چی زه په خوشحالې کی تر چتې واوړم ته می را ګرځوی !

هر وخت چی مایوسې یزما حمله راوړې او وژنی می ، ته نجات راکوی !

چی ټول ملګری او خبلوان را نه وګرځی،یو ته یی چی ماسره خبرې کوی!

چی وږی شم ته می مړوی !

چی ودریږم ته می روانـــوی !

چی بې پردې کیږم ته مې درنوی !

ته مې په زړه کې یې،او ته مې خواکې !

زما عقل هغه وخت وده کوی،چی تاسره غږیږم !

زما نظر هغه وخت پراخیږی،چی ته یې مخکې اوسی!

ته په جهان کی یی او جهان په تاکې دی !

زه د ژوندانه خوندونه هغه وخت ګورم چی تاته ګورم ! زما دژوند یه کورګی کې دحق ډیوه هغه وخت بله شوه چی تا لکه پرخه وژړولم!

Hafez wa Khadem saheb 07

او زما جمود دهغه وخت په حرکت کې راغی چی تا ولړزولم !

ستا ژبې دوه دی ، خوپه دواړو حق وایی!

تا ، ماسره درواغ نه دی ویلی !

تا، په ما خپل غرض نه دی تحمیل کړای !

تا،زه غولولی او تیر ایستلای نه یم !

ای زما لارښوونکیه استاذه !

ته هرڅوک سمولای شی، خو چی سم درسره لاړشی!

ته هره ږرانه رغولای شی، خو چی څوک ستا ومنی !

ته بی زوره زور وریی او بی لښکرو پاچا!

هر څه به پریږدم ، خو تا نشم پریښودی!

ای زما دټول عمر آشنا!ای له هرچا ښکلیه !

Qiamudien Khadem 07

ای زما درد او زما درمــــــــــــــانه !

ستا په سرچا وترټلم او چا ونازولم!

ستا له کبله چا دوست کړم او چا دښمن !

ستا په واسطه را نه څوک وترهیدل اوڅوک را نه را چاپیره شول!

خو تا ماته دبدۍ نغوته نه ده کړې !

او نه د کــــږه لار را ښودلې ده !

له تا جارشــــــــم- پر مــــــــــاګرانــــــــــــه ، ای زما مـــــــاتکـــــیه قـــــــــلــــمــــــه !

پـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــای

یادونه ! دمطلب ترتیب او خوښونه : داکتر ثریا خادم

پلاره ستا د قبر خاورو ته سلام او درود روح دتل ښاد اوسه . آمین

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 د ښاغلی غزنی خان ځاځی د فیس بک پاڼه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا