گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » د “زاغ خیلوال “داستدلال ډېپلوماسی!
د “زاغ خیلوال “داستدلال ډېپلوماسی!

د “زاغ خیلوال “داستدلال ډېپلوماسی!

nauandeshi Peshawar 09

 

د نواندیشی یادونه  : د اشرف غنی او عبدالله په مشرې د ملی وحدت د حکومت پر جوړیدود افغانانوپه زړونو کی داسی هیلی را ټوکیدلی وی چی ګنی که نور هیڅ نه وی نود افغانستان لمن خوبه د غلو او داړه مارانو څخه پاکه کړی ، خو د ددغه په اصطلاح ملی حکومت په لومړیو ورځوکی ؤښودل شوه چی نه قیصه بل شانی روانه ده او غله لاپسی شتمن او بډایه کیږی او د غلی ، چور ، چپاؤل زمینه ورته برابریږی ، ځکه د نړې ددویم متفکر والاحضرت   محمد اشرف خان غنی په لومړیو فرمانونو کی د عمر زاخیلوال چی د افغانستان په محکمو کی د سلګونو میلیونو ډالرو په اختلاس او غله تورن دی د خپل اقتصادی عالی سالاکار په توګه وټاکه .

او دادی اوس یی په پاکستان کی د افغانستان د استازی توب دنده ورته سپارلی ده . کیدای شی دابه د افغان مقدس جهاد په بهیر کی د پاکستان او کاناډا د هغی مشترکی څارګرې برکت وی چی ښاغلی زاخیلوال یی «زاغ خیلوال !! »جوړکړی ؤ او اوس هلته د ستدلال دډیپلوماسی تر شعار لاندی چی یوازی دغه کلیمه د «زاغ خیلوال !! » د ناروغ ذهن محصول دی او په سیاسی او حقوقی ادبیاتو کی ځای نلری له پاکستانی پخوانیو کوربه والو سره د افغانستان د استازی په توګه خبری کوی .!! آزادی رادیو له دغه ښاغلی سره یوه ځانګړی مرکه کړیده چی دادی دغه مرکه تر تاسو هم در رسؤو .

 

نواندیشی پیښور : د پاکستان لپاره د افغانستان نوی ټاکل شوی سفیر عمر زاخېلوال وایی؛ د استدلال ډېپلوماسۍ له لارې به اسلام اباد قانع کوی چې د افغانستان سوله او ثبات یې په ګټه دی.زاخېلوال په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون د وروستی برید په اړه وویل؛ هر افغان که هر ډول دریځ ولری، د باچا خان په نوم پر جوړ شوی ځای د برید کولو فکر هم نه شی کولای.زاخېلوال زیاته کړه چې یوازې د سفیر په توګه اسلام اباد ته نه ځی؛ بلکې له پوره صلاحیت سره ورځی او هیله من دی چې هڅې به یې نتیجې ورکړی.”د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسه په فشار پرمخ نه شی تلای؛ بلکه اسلام اباد ته باید قناعت ورکړ شی چې له دې بهیر سره همکاری وکړی.”عمر زاخېلوال ازادی راډیو ته وویل چې په اسلام اباد کې د سفیر په توګه د کار یو عمده هدف یې پاکستانی لوری ته د دې څرګندول دی چې د کابل له لوری هېڅ کله پاکستان ته ګواښ نه دی پیښ شوی او په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.

ټاکل شوې چې له طالبانو سره د حکومت د رسمی مذاکرو د بیا پیل په اړه؛ درېیمه غونډه د فبرورۍ په ۶مه په اسلام اباد کې وشی. په دې خبرو کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازی برخه لری.عمر زاخېلوال پرون وویل چې پاکستان باید د خپلو ګټو د خوندی کولو لپاره د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړی.”افغانستان به دا قناعت ورکوی چې یو ارام افغانستان، سوله ایز افغانستان او مستقل افغانستان د دوی په ګټه دی، په تاوان یې نه دی. د افغانستان ارامی، د پاکستان د ارامۍ او اطمئنان سبب کېدلای شی. د دوی ملی ګټې د افغانستان په سوله کې خوندی دی.نو زما زیات تمرکز به په دې وی او هغوی ته د خپلو ګټو په خاطر قناعت ورکول په کار دی چې د افغانستان د سولې او د سولې د بهیر ملاتړ وکړی.”په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون تر وسله والې حملې روسته؛ پاکستانی چارواکو ادعا وکړه چې حمله دافغانستان له خاورې پلان شوې وه. خو د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت یې ادعاوې رد کړې او پر پاکستان یې ږغ وکړ چې په دې اړه اسناد او شواهد ورته وړاندې کړی. ښاغلی زاخېلوال وویل چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د بهتره کولو لپاره هڅو ته به، په خپل کار کې لومړیتوب ورکړی.”زه یقین لرم چې پاکستانیان په دې پوهیږی چې اول د افغانستان حکومت نه توان لری او نه یې په دې کې ګټه ده چې زموږ له خاورې دې د هغوی پر خاوره د داسې تروریستی حملې حمایت وشی.بیا پر داسې پوهنتون چې هغه د باچا خان په څېر د یوه شصخیت تر نوم لاندې دی؛ حمله د هېڅ افغان لپاره، که په هر موقف کې وی او هر هدف ولری؛ د درک وړ نه ده.”د پاکستان لپاره د افغانستان نوی ټاکل شوی سفیر زیاته کړه چې په قبایلی سیمو کې د پوځی عملیاتو له پیل سره سم؛ ګڼ شمېر پاکستانی طالبان افغانستان ته اوښتی او د دواړو هېوادونو امنیت ته یې ګواښ پیښ کړی دی:”موږ وایو چې د پاکستانی پوځ د عملیاتو په پایله کې پاکستانی طالبان، له کونړه نیولې تر زابله افغانستان ته اوښتی دی؛ خو په هغو سیمو کې دی چې د حکومت تر ولکې لاندې نه دی او مخالفین فعال دی. نو پر پاکستان زموږ د فشار هدف همدا دی چې د داسې فضا ملاتړ دې نه کوی چې هغه په افغانستان کې دننه د ناامنۍ او له افغانستان په پاکستان کې د نا امنۍ باعث شی.” زاخېلوال څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور زیاتولو لپاره؛ باید پاکستان د افغانستان د سولې ملاتړ وکړی او افغانستان باید پاکستان ته په قوی استدلال، اسنادو او شواهدو د دې اطمئنان ورکړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا