گـزیده اخبــار

خانه » اندیشه » د یـــاد و نــو پــر څـــلی د او ښـکو نــذرانه ! د عـــصمت قانع لیکنه
د یـــاد و  نــو پــر څـــلی د او ښـکو نــذرانه ! د عـــصمت قانع لیکنه

د یـــاد و نــو پــر څـــلی د او ښـکو نــذرانه ! د عـــصمت قانع لیکنه

 Ashk 04

شهرت ننګیال مې یار وو ـ چې زړه به مې راوپړسید نو د پیښور د ګوړو منډیی ته به ولاړم په کرایی کوټه به ورننوتم. له ورایه به د یوه تاند ځوان رڼو او ځیرکو سترګو په ژر ژر ځبنیدلو کې هر کلی راته ووایه. د ۱۲۰ کلدارو پر پاکستانی سترنجۍ به سره کیناستو او د خپل جهاد د بری په پای کې به د جوړېدونکی افغانستان پر څرنګوالی باندې په بحث سره واوښتو. ده به راته ویل، چې د عدل نظام به جوړېږی، تر اوسه پورې موږ ته پردو د نظامونو او حکومتونو نقشې راکولې، اوس چې زموږ ملت راوېښیږی نو د خپل ملت په زور به د خپل وطن د ګټو او مفاداتو هغه افغانستان جوړو، چې زموږ د ارمانونو تابلو په کې زموږ د توی شویو وینو رنګ راپورته کړی. عجیب معصومیت وو، عجیب احساس وو، اوس چې فکر کوم د یوه بې هوشه قمار باز په څیر مې د معصومو ارمانونو او هیلو ټوله پانګه لوټل شوې ده او د تن جامې مې هم د قمار د میدان له جیز ګرانو سره ګاڼه یا ګرو پاتې دی، هېڅ نه دی راته پاتې هر څه رانه لوټل شوی دی. جهاد د هوس د میدان د څو بزکشو پهلوانانو هغه سخوندر ته پاتې دی، چې څوک غواړی د امریکا تر دایرې پورې یې ورسوی او څوک یې د ایران او پاکستان تر دایرې پورې رسول غواړی، خو د ملت د وینو تابلو لا هماغسې پر څټ پرته ده. لا د وینو او اوښکو باران پرې اوری، لا هم د اسمان په شنه لمن پورې د وریځو تور او لوغړن پېڅولونه نښتی دی، لا هم د اسمان شنه کېږدۍ د لوخړو تورو لوګیو پرسر اخستې ده.د دنیا له ګوټ ګوټ څخه جنګیالی راغلی دی او دلته د خپلو راتلونکو نسلونو او وختونو د مفاداتو جګړه کوی، خو هغه ملت چې ما او ننګیال یې د راڼه سباوون خوبونه د پیښور په ګوړو منډه یی کې یو بل ته تعریفول نن د مرګی په خوب ویده دی او یا خو مړه دی او په دې څلور کنجر دنیا کې داسې څوک نشته، چې دغه ملت د مرګ پوسټ مارتم وکړی یعنې د مړینې عدلی لایسنس یې اجراء کړی. څوک یې دین نه منی او څوک یې دنیاء، څوک یې پر هویت منکر دی او څوک یې پر موجودیت، څوک یې د تاریخ دښمن دی او څوک یې د جغرافیې، څوک یې سهارونه لوټی او څوک یې د تورو ماښامونو ستوری په بډه وهی. های ننګیاله! یاد دې شی، چې ویل به دې دا رهبران دلته رهبران دی، چې د افغان وطن د ګټو حکم د اسلام اباد له لوری ورکول کېږی. په والله که په افغانستان کې ددې خلکو په خوله څوک تریخ پیاز وخوری. که نن د وسلو ګودامونه او د کلدارو اکاونټونه د اسلام اباد له لوری وتړل شی دا رهبران دومره معنوی توان نه لری، چې د افغانستان پر خلکو دې د یوه ساعت لپاره هم د رهبرۍ او زعامت برم جلال او پرتم پریباسی.هماغه رهبران په کابل کې د وسلو ګودامونه او د ډالرو اکاونټونه لری او ستا هغه باتور ملت رګ هم نه ښوروی کوم چې تا د غلو او لوټمارانو د محاکمې او محاسبې لاپې او شاپې پرې وهلې. ستا تر ملت خو عربان هم ښه شول خپل غله خو یې په رڼا ورځ تر څټ ونیول، ستا تر ملت خو د مرکزی اسیا تر روسی استعمار لاندې تاجکان، ازبکان، ترکمنان او قرغیزیان هم ښه شول.لږ تر لږه د دنیا د ګټو دومره ستر ناورین د لوبو آلې خو نه دی ترې جوړې، ستا تر ملت د ایتوپیا د دښمنو قبیلو ناجوړه ملت هم ښه دی لږ تر لږه د فهیم په څیر د جمهوری ریاست معاون خو نه لری، د عطاء په څیر بې سواده خو په کې والی کیدای نه شی.

ننګیاله! له ۳۲ کالو وروسته نن یو ځل بیا ستا یاد زما د لیمو پر اسمان وریځ شوی دی او څاڅکی څاڅکی اوری. بس د الفاظو یوه بې روحه تابلو ده دروایې خله!

ننګیال ته!

له اوښلنو سترګو توی چې څومره نم دی

هغه رنګ ستا د خامې ستا د قلم دی

د رنځور وطن انځور په کې ښکارېږی

زړه دې نه دی، خو تصویر د جام جم دی

ستا د سترګو په کاسه کې عدن ښکاری

ستا صنم لا د ارمان د کور صنم دی

د غمونو څومره لویه پانګه ساتې

چا ویلو د احساس انګړ دې کم دی

د ګلانو وریځ بل وطن ته ولاړه

د سرو وینو باران ستا پر وطن تم دی

زموږ په چیغو اولس ویښ نه شو ویده دی

سرنوشت مو د خوشحال په څېر په غم دی

د مغل پر سوټه اچوی ګوزونه

د پښتون ټغن څغۍ ته متار سم دی

عصمت قانع

______________________

دله کابل څخه خپریدونکی محور ورځپاڼې څخه په مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا