گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د ګډ حکومت د سقوط ځینې عوامل
د ګډ حکومت د سقوط ځینې عوامل

د ګډ حکومت د سقوط ځینې عوامل

Nazar Mohamad Name

نږدې یوه میاشت کیږی چې د ګډ حکومت د زوال او نړیدو خبرې په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې اوریدل کیږی،‌ دا خبرې سیاستوال، د استخباراتو کارکوونکې او خپله لوړ پوړې حکومتی چارواکې هم کوی.غواړم په لنډ ډول د حکومت د نړیدو پر ځینو عواملو بحث وکړم،‌ د حکومت کومې ناسمې تګلارې دی چې حکومت د پاڼ پر څوکه دروی.

۱ – ګډ‌حکومت د نظام د چلولو او پرمخ تللو اړوند د یو منظم سیسټم له پاره کار نه دی کړی،‌ اوس هم د ولسمشر، د ولسمشر مرستیالانو، اجرایوی رییس او دهغه مرستیالانو،‌ ملکی، قضایې، اجرایه، مقننه او امنیتی برخو کې پراخه ګډوډې تر سترګو کیږی.  روښانه مثالونه یې په کندهار کې ولسمشر ته دهغه د تشریفاتو د رییس له امله سپکاوی، د ولسمشر په ښه حکومتولی کې سلاکار چې د جګړې له پاره ځوانان هڅوی او د سولې اړوند د سرپرست والی‌عطامحمد نور شرایط وړاندی کول او داسی نورې ګډوډۍ تر سترګو کیږی

۲ – د افغانستان د حالاتو اړوند دروغجنې او مبالغه امیزه څرګندونې، له ۲۰۱۲ ز کال بیا تر ۲۰۱۴ ز کال پورې ۲۰۱۴ ز کال افغانانو ته د یوې لویې بلا په ډول انځور شوی و، خو موږ ولیدل چې هغه ډول نه وه، اوس هم ۲۰۱۶ ز کال له خپل اصلې حالت څخه ډیر بیرونکی ولس،‌ امنیتې ځواکونو،‌ ګاونډیو او نړیوالو ته ترسیم کیږی او یا خو د پلان له مخې په ګډه ولسونه بیروی.د داعش شتون په افغانستان کې نه وو محسوس شوې مګر امنیت شورا او ولسمشر د دغې ښکارندې څخه نړیوال او افغان ولس هومره ویراوو چې باید امنیتې ځواکونه مورال د لاسه ورکړی.

د امنیتې ځواکونو له پاره یې دعلماو، روحانیونو، قومې مشرانو او لوبغاړو څخه وغوښتل چې هغوی جګړې ته وهڅوې، مګر مشران یې داسی څوک ورته ټاکلی چې تر لاس لاندی عسکر یې پر وړتیا او لیاقت د شک ترڅنګ پر تعصبې چلند هم نیوکه لری.د امنیتې ځواکونو خیالی شمیر چې د مثال په ډول یې هلمند یادو، رسمې شمیرې ښیې چې هلته ۳۸۰۰۰ امنیتې ځواکونه وجود لری‌ مګر فزیکې شتون یې نږدې ۱۸۰۰۰ ته رسیږی.

۳- د حکومت دننه په لوړو کړیو کې د سقوط او ځان ساتلو ذهنیت حتی د اردو او پولیسو په لیکو کې،‌ په بېلابېلو وختونو کې د حکومت د سقوط څرګندونې کوی او د ځان ساتلو اړوند فکر کوی که نظام بدلون مومې چې دوی پکې پاتې شی تر ډیره د خپل راتلونکې موقف غم اخیستې دی.

۴ – نه همږغې او د مسؤلیت نه احساس، د ګډ حکومت هر لوړپوړی او منځ پوړی مشر په خپل سر حرکات او اجرات کوی، د غنی له خوا ګمارل شوې د عبدالله او د عبدالله له خوا ګمارل شوې د غنی او دوستم اوامر نه پلی کوی. د مسؤلیت احساس ځکه نه کوی چې د شخصې او سیاسی روابطو له مخې په دندو ګمارل شوې.

۵ – ډیر لوړپوړی مشران په ملکې او امنیتې برخه کې یواځی د امتیاز اخیستلو په غم کې دی، کار نه کوی،‌ د سیسټم د سم روانولو او پرمخ بیولو فکر ورسره نشته او یا خو یې نه شی‌کولای، موږ ولیدل چې د کندز د جګړې د بایللو لاملونه او د کندز د سقوط عاملین نه معلوم شول او نه هم څوک مجازات شول،‌ یواځی د امنیت ټیټ پوړی کسان له دندو وشړل شول او بې سرنوشته شول، چې ممکن دا یو بل سر درد راتلونکې کې افغان حکومت ته جوړ کړی.

۶ – افغان سیاستوال چې د حکومت پر کړنو نیوکې کوی د اصلاح له پاره نه، بلکې د امتیاز ترلاسه کولو له پاره همدا کار کوی، که امتیاز ورکول شی‌او په لوړو دندو وګمارل شی‌ بیا ستونزه نه لری،‌ د نظام د سیسټم د جوړلو له پاره کار نه کوی.

۷ –  ګډ حکومت هوایې ځواک ځکه نه لری چې نړیوال یې پر میکانیزم باور نه لری، هغوی ویره  لری چې تر ډیره به د ناسمو استخباراتی معلوماتو پر بناء بمبارد کوی، لکه چې ناټو ته همدوی ډیر ځله ناسم معلومات ورکړی او ملکی بې ګناه خلک بمبارد شوې او په ځینو مواردو کې ناټو قصدا پر ملکې اهدافو بمبارد کړی لکه په کندز کې د بې پولی ډاکټرانو پر روغتون بمبارد. ناټو سره داویره هم شته که هوایې ځواک ورکړی‌ ممکن حکومت کې دننه د بېلابېلو جهتونو اهداف په نښه شی.  او یا ممکن سمیېز  او قومی تعصب پکې وپالل شی‌ لکه د درنو توپونو ځینې مثالونه چې موږ په سنګین،‌ میدان وردګ او ډنډ غوری‌ کې ګورو.

۸ – د ملګرو ملتونو دفتر یوناما UNAMA سرچینې وایې چې د راتلونکی پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو له پاره ګډ حکومت ته بودیجه نه ورکول کیږی، کله چې پارلمانی ټاکنې ونه شی او دوه کلن هوکړه لیک د غنی‌او عبدالله پلی نه شی چې د ګډ حکومت د پېل څخه په دوه کلونو کې به پارلمانی ټاکنې کیږی‌او ریاستی نظام به په صدارتی‌ نظام بدلیږی، پارلمان به په قانونی ډول د صدراعظم چوکۍ منی، کله چې داکار ونه شی‌ په اتوماټ‌ ډول هوکړه لیک غیر نافذ کیږی، او که چیرته د هوکړه لیک تمدید وکړی‌او یا دواړه لوری راضی شی نو اوس هم عبدالله خفه ښکاری ‌چې واکونه یې محدود دی.

۹ – کله چې د پارلمانی ټاکنو له پاره بودیجه نه وی، حکومت ورځ‌ تر بلې کمزوری کیږی، سیمې د لاسه ورکوی، بیا به پرې فشار وی چې استعفی ورکړی، فکر کوم نړیوالو همداسی پلان جوړ کړی‌ چې دوه کاله وروسته دغه نظام نور ړنګ شی،‌ کله چې نظام ړنګیږی، نه به قانونی‌ پارلمان او نه هم قانونی سنا موجود وی،‌ نو د حکومت واګې ممکن د امنیت شورا مشر حنیف اتمر ته وسپارل شی،‌ چې دا په خپل ذات کې بلا نورې ستونزې زیږوی.

۱۰ – شپیګل ته د ناټو د راپور له مخې د ټول افغانستان د ۱۰۱ پوځی او نظامی واحدونو څخه یواځی یو واحد یې مسلکی او د کار وړتیا لری، کله چې پوځ کې دومره لویه ستونزه وی نو بیا که اوسنی ګډ حکومت او یا بل څوک په راس کې راځی ورته مشکل به وی چې د طالبانو سره جګړه کې پرمختګ پر ځای به نورې سیمې هم له لاسه ورکړی.

د ناټو د پټ راپور له مخې هره ورځ تر ۲۰ زیات امنیتې کسان وژل کیږی او د تیرو ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په پرتله د امنیتې ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې.دا ډول د پوځیانو زیاته مرګ ‌ژوبله او له جګړې سره نه مینه هم راپور شوې او د طالبانو د پرمختګونو خبر یې ورکړی دی.

۱۱ – د طالبانو چټک نظامی پرمختګ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د راپور له مخې چې طالبانو په ۲۰۱۵ کال کې ۲۴ ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندی راوستی دی‌ په داسی حال کې چې په ۲۰۱۴ ز کال کې یې یواځی ۴ ولسوالۍ نیولی وی.

۱۲- د ګډ حکومت د محبوبیت کچه ډیره ټیټه ده د اسیا فونډیشن د سروې له مخې چې یوه امریکایې اداره ده او د حکومت پلوی کوی هغوی منلی چې د حکومت د محبوبیت کچه په ۲۰۱۵ز کال کې ۵۷.۸ سلنه ده پداسی حال کې چې په ۲۰۱۴ ز کال کې دغه سلنه ۷۵.۳ وه. که رښتونې سروې وشی ممکن د ګډ حکومت د محبوبیت کچه تر ۳۰ سلنې وانه وړی.

۱۳- خپله ولسمشر غنی‌وایې چې که له حکومت سره د بهرنیو پوځیانو مرستې او شتون زیات نه شی‌ نو ۲۰۱۶ ز کال تر پایه به د حکومت بقا ستوزمنه وی. دا ډول د امریکا د کورنی امنیت مشر جیمز وایې چې افغانستان به د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې ‌سیاسی سقوط کوی.

۱۴ – د اردو د جنرالانو او مشرانو ویناوی چې پر حکومت بې باوره دی،‌ د بغلان جګړه کې محاصره شوې عسکر چې خپلو مشرانو ته سپکاوی کوی، جرمنی ته یو تښتیدلې پولیس چې وایې په جګړه کې له طالبانو سره زخمې شوم څلور مرمۍ مې په بدن کې ولګیدی دوه ورځې په دوه سوه بستر روغتون کې درمل نه راکول کیدل ډاکټرانو ویل چې ستا دوسیه نه ده ثبت شوې، هغه ولسمشر غنی‌او عبدالله ته وایې چې تاسی‌ ولی موږ بیرته افغانستان ته درغواړئ، تاسی غواړئ چې موږ په طالبانو مړه کړئ، او ستاسی زامن او لورګانی خپله په بهر کې دی.

۱۵ – نړیوال کانفرانسونو کې  حتی هغه کانفرانسونه چې په پټ ډول په لویدیځو هیوادونو کې د افغانستان اړوند مسایلو باندی‌ جوړیږی ډیری بهرنی څیړونکی او تګلاره جوړونکی په دی ‌نظر دی چې  ګډ حکومت دوام نه شی کولای، لویدیځې نړۍ کې هغه حلقات او اشخاص چې د افغانستان اړوند تګلارو باندی کار کوی‌ هغوی  نظر لری چې د حکومت پاتې کېدل ستونزمن دی او وایې چې غیر اخلاقی ده چې دوام وکړی،‌ یواځنی د حل لاره سوله ده.

۱۶ – د امنیتې ځواکونو د کارکونکو سره ناسم چلند چې د ۴۰۰ بستریز روغتون په حویلۍ کې د پولیس میرمن زیږون کوی مرسته یې څوک نه کوی د پوځ په لیکو کې منفی تاثیر لری، برعکس د مخالفو وسلوالو مورال لوړوی.

۱۷ – د ډاکټر نجیب الله وخت کې دکابل ښار برېښنا سمه وه اوس ستونزې لری، کندهار له کلونو راهیسې برېښنا نه لری، د حکومت پر وړتیا د ولس کلکه نېوکه ده، اقتصادی رکود او د افغانۍ ارزښت مخ په کښته روان دی.

۱۷ – د امنیت د مشر نبیل استعفی چې د سیمې د استخباراتی لوبو سره بلد شوی و،‌ مګر د پاکستان اړوند د ګډ حکومت پر تګلارو یې نیوکه درلودله چې دده پر استعفی منتج شوه،‌ داډول د امنیت د مرسیتال ادیب فهیم استعفی او په وروسته وخت کې د کورنیو چارو د وزیر علومی د استعفی اوازې. ویل کیږی چې علومی خپله استعفی وړاندی کړی‌ وه مګر داچې ګډ حکومت په بحرانی‌حالت کې قرار لری، بیا به دهغه د ځای ناستی ستونزه وه، که دفاع او داخله چارو وزیران دواړه سرپرست شی نو پر حکومت نیوکې نورې هم توندې کیږی، ځکه خو غنی‌ دهغه استعفی ونه منله.‌

۱۸ – له هیواد څخه اروپا او نور هیوادونو ته د ځوانانو تېښته، په تیرو دوه یا دریو کلونو کې ۲۸۰۰۰۰ ځوانان اروپایې هیوادونو ته تښیدلې دی او په ۲۰۱۵ ز کال کې نږدې ۱۶۰۰۰۰ ځوانان له هیواده تېښتې ته مجبور شوې، د فساد او اختلاس له کبله د حکومت نږدې ۵۰۰۰۰ بستونه خالی پاتې دی‌او کسان په دندو نه دی ګمارل شوی.

۱۹ – د نشیې توکو د کښت او قاچاق زیاتوالی، دا ډول په نشیې توکو د روږدو شمیر تر درې میلونه اوړی‌او لاهم مخ په ډیریدو دی.

۲۰ – پراخ سیاسی مخالفت د حکومت پر وړاندی چې ممکن نه ده چې د هیواد دننه سیاسی مخالفین دی‌ د حکومت ملاتړ وکړی،‌او نړیوال دومره پراخ سیاسی‌مخالفت ممکن ونه شی منلای.

۲۱ – د امنیت شورا او د ولسمشر غنی‌د دفتر د رییس رحیمی، د پخوانیو کمونسټانو او پخوانیو مجاهدینو،‌ د غنی د کمپاین کوونکو او غنی‌اوسنی ټیم،‌ د عبدالله او شمال ټلوالی د نورو مشرانو ترمنځ د واک پر سر ناندرۍ د حکومت د ړنګیدو له پاره د اوسپنیزې ارې په څیر ده.

۲۲ – د سولې اړوند د توقع څخه لوړې وعدې او پخوانی‌ وخت ته ورته بې نتیجې او ناکامه هلې ځلې او بې نتیجې څلور اړخیزه ناستې.

۲۳ – د ګاونډیو هیوادو سره په اړیکو کې تعادل نه ساتل او په ځانګړې ډول له پاکستان سره ډیپلوماټیک او د ګاونډیتوب کرښې ماتول، په ځینو ځایونو کې د پاکستانی‌ پوځیانو له خوا د ډیورنډ کرښه لاندی‌کول،‌ او د پاکستان سره ځوړنده امنیتې هوکړه لیک.

۲۴ – د پاکستان په تګلاره کې بدلون د ملکې او پوځې حکومت بېلابېل مواقف، دا چې د سعودې او امریکا تر منځ‌ ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږی او دامریکا نږدیوالی له ایران سره سعودی مجبوره کوی‌چې له طالبانو سره اړیکې سمې کړی، د سعودی او پاکستان اړیکو ته په کتلو سره ښکارې چې د پاکستان په دریځ‌ کې د طالبانو اړوند تغیر راغلی، هغه وعدې چې پاکستان له افغان حکومت سره کړی وی یو خو داچې پر طالبانو یې نفوذ او کنټرول نه درلود بل داچې اوس به وهم نه غواړی چې پر طالبانو فشار زیات کړی.

د ستونزې مهم اړخونه طالب او امریکا دی

ګډ حکومت ممکن تر اکټوبر میاشتې پورې‌ نور هم ډیر کمزوری او یا له منځه ولاړ شی، ‌ځینې سرچینې وایې چې د ګډ حکومت وخت د نړیوالو د پلان سره سم د اکټوبر میاشت کې پوره کیږی، نو بیا غنی‌او عبدالله ته په کار ده چې د سولې له پاره رښتونې هڅې وکړی.امریکا د افغان مسئلې برخه ده مګر ځان باسی ،‌ امریکا باید مسؤلیت ومنی. او دافغانستان جګړه بامسؤلیته ختمه کړی، داچې د امریکا د واک د انتقال وخت دی، هلته به ولسمشریزې ټاکنې کیږی‌، اوس وخت کې د امریکا له پاره هم مشکله ده،‌ ښکارې چې د امریکا نوی حکومت چې په ۲۰۱۷ز کال کې به واګې په لاس کې اخلی هغوی به د افغانستان اړوند ټاکونکې پریکړه کوی.اوباما اشاره کړې وه که د بهرنیو پوځیانو وتل د سولې پروسې برخه وی خبره پرې کیدای شی او امریکایې تحلیل ګران هم په دی نظر دی‌ چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شتون ستونزه ده،‌ نو ښه داده چې افغان چارواکې د بهرنیانو د شتون د زیاتوالی او غځیدو له پاره خپل ټینګار پریږدی.د طالب پېغام واضح دی چې بهرنی شتون نه منی مګر امریکا ځان شاته کوی او یو وخت به داکار کیږی امریکا به مخامخ د ستونزې د حل له پاره عمل کوی، ۲۰۱۶ز د امریکا څخه د حل او اولې کرښې کې راتلل توقع نه شی کیدای ،

طالب او امریکا به په ۲۰۱۷ز کې خپلې تګلارې ټاکې، امریکا به بالاخره یا په سیاسی‌او یا هم نظامی اوله کرښه کې راځی، افغان حکومت ستونزه نه شی‌حل کولای.په پای کې وایم چې جګړه ستونزه نه شی حل کولای، امریکا ته په کار ده چې د جګړې پر ځای د سولې تګلاره غوره او خپلې مرستی افغان حکومت او پاکستان ته د سولې اړوند مشروط او محدودې کړی.

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا