گـزیده اخبــار
خانه » اندیشه » د پارلمان مرتبان که د دموکراسې پنډ تا ن ! عصمت قانع
د پارلمان مرتبان که  د دموکراسې پنډ تا ن ! عصمت قانع

د پارلمان مرتبان که د دموکراسې پنډ تا ن ! عصمت قانع

 PARL09abFFF

                                                     د پارلمان مرتبان که  د دموکراسې پنډ تا ن ! عصمت قانع

Qaneh Esmat

د وطن د تکړه لیکوال او شاعر ښاغلی عصمت قانع لیکنه 

زما تره یعنې کاکا دې خدای وبخښي عجب سړی وو، چې سهار به د کلا دروازه وټکېده نو آدې به مې په اندېښمنه لهجه وویل، خدای دې خیر کړي لکه چې بیا ګل نازک په کلي کې شر کړی دی. مور مې زما تره ته ګل نازک ویل، خو تره مې چې موږ  وړه خېلو به ورته داو دادا ویل، یوه عجیبه او غریبه اشا وه.موږ ته به د شاه توت د ونې ډډ ته پټ وو او ناڅاپه به یې غږ کړل چې باو، واخ واخ. بس همدا باو او دودخ، دودخ وو چې موږ ورته د باو دادا خطاب کاوه. د آدې د اعزازي نامې برخلاف باو  دادا نه ګل وو او نه نازک.د پښو پوندې یې چاودې وې، لاسونه یې زیږه وو، ږیره یې تر حده زیاته غټه او اوږده وه، واسکټ یې دومره ډبل او پریړ وو چې یومن به کېدلو، خیرن هم  وو او پینې یې هم درلودې، چې په کلي کې به شر وو، نو باو دادا به ضرور پکې ګډون درلود. زما کشر تره چې لږ څه میرزا وو او د اقرار میدارم خط یې په جومات کې له ملا صاحب څخه زده کړی وو د مراسلاتو کتاب یې هم لوستلای شوای. د باو دادا په هلکه یې ویل، چې کرم خانه غم به نه وي غم به راوړې، ته د کلي ښې او بدې ته مه ورځه! بس خیر دی که مشری یې له خیره دې بیزاره یو، خو شر مه رارسوه. د همدې باوو دادا کیسه درته کوم چې د عسکرۍ ترخیص یې راووړ، نو هغو ټولو انډیوالانو مې پاړسو زده کړې وه، چې له ده سره یو ځای عسکري ته تللي وو، خو یوازې کاکا مې چې ټکی فارسو یې نه وه زده کړې د عسکرۍ انډیوالانو به یې ویل چې تر پایه یې د وضعیت اساس زده نه کړ. یوه ورځ چې زموږ د کلي پر ویاله کار روان وو او ښایسته زیات خلک را غونډ شوي وو، باو دادا ناڅاپه زموږ پر هزاره مزدور غلام حسین باندې په غصه شو، یوه پښه یې پر ریبل شوې رشقه او بله پښه یې په پټي کې د رشق پر پلنډه کېښوده او په خورا جلالي انداز یې غلام حسین ته وویل: بر پدر ما و شما لانت ((لعنت)) این رشقه چرا پر دا سر ریبل کردی؟ زه پوه شوم چې باو دادا خو ترنګړونه وشلول. ورنږدې شوم او ورته ومې ویل، باو دادا دا خو دې خپل ځان ته هم ښکنځل وکړل، ده راته کړه چې زوی جانه: غږ مه لره دا نور نه پوهېږي چې ما څه وویل، خو دومره پوه شول چې زما هم فارسو زده ده. پرون چې مې د افغانستان د پارلمان د ۱۶ دورې د دریم تقنیني کال افتتاحي غونډه لیدله هماغه وړکتوب را په یاد شو او هماغه صحنه مې سترګو ته ودرېده. د افغانستان پارلمان د ډیموکراسۍ د تمثیل  د هڅې یوه ننداره وه، خو په همدغه ننداره کې د افغانستان ملت او خلکو ته یوه طنزیه ښکنځا هم نغښتې وه. د مخدره موادو قاچاقبران، غله، قاتلان، د مافیایي ډلو کمېشن کاران، د سفارتونو د استخباراتي ماموریتونو ګومارل شوي ډنډوره چیان، د خارجي پروژو او اینجوګانو معلوم الحاله پنډتان د ډیموکراسۍ  د تمثیل پر سټیج سره راټول شوي وو. انتخابات، ډیموکراسي، قانون، د بیان ازادي، بشري حقوق، میډیا او دا هرڅه هسې ګپ معلومېدو. هغه مملکت چې د خونړیو تراژیدیو په پای کې نه انتقالي عدالت پېژني او نه نسبي عدالت، هغه مملکت چې ډیموکراسي یې د بېګانه سټیج د بې لګامه عیاشانو او فحاشیو د رقص په ننداره بدله شوې وي.

afg

 هغه مملکت چې تر اتیا فیصدو زیات نفوس یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او څو تنه پاټکي او جهادي؟!! غله په کې یو ملیارد ډالر په رڼا ورځ غلا کوي او څوک د غلو پته هم نشي پیدا کولای، هلته ډیموکراسي بې خونده عیاشي ده، بې رنګه، بې جولې او بې قوارې ننداره ده، چې د غم او ناورین له رنګ او بنګ څخه پرته پکې نه د بل شي څېره معلومېږي او نه قواره. په ټوله نړۍ کې پارلمان دوې وظیفې لري: د حکومتي موسساتو لپاره قوانین تصویبول او د قوانینو په نافذولو کې د حکومت پر اجرایوي واک باندې څارنه، خو د افغانستان پارلمان د کمېشن کارانو مرتبان دی. هېڅوک پکې د قانون د تعمیل په مفهوم نه وي خبر، هېڅوک پکې د قانون جوړولو په معنی نه پوهېږي، هېڅوک د خپل ضمیر په قاموس کې له انفرادي ګټو پرته، د ملي ګټو کوم لغت نه لري. د افغانستان د ګمرکونو په سلو کې ۹۰ فیصده مامورین د پارلمان د وکیلانو او سناتورانو له کورنیو سره تړلي دي. د افغانستان د غضب شو ځمکو اکثره غټ غاصبین همدا خلک دي، د افغانستان دولتي جرګې همدا وکیلان دي، چې په سلو کې یې د افغانستان د خلکو پنځه فیصده رایه نده ترلاسه کړې او ۹۵ سلنه خلک پکې نماینده ګي نه لري. د پنجشیر د ۴۰۰۰۰ څلویښت زور کسانو پکې شل نماینده ګان موجود دي او د شینوارو د یو میلیون کسانو یو نفر وکیل پکې کمېشن کار دی.   د افغانستان د خلکو ترمنځ د تضاد واټن د محرومیو او بې عدالتیو د دوام په نتیجه کې ورځ په ورځ زیاتېږي او د ملي وحدت تش په نامه پلاټ فورم د ملي افتراق، ملي نفاق او ملي ناورین لپاره زمینه برابروي. خلک د خلکو پرضد ولاړ دي رشوتونه، کمېشنونه، قبضې او فتنې ښې په زور کې دي. د غزني ۷۰ فیصده خلک له نظامه پردي دي او د ۳۰ فیصدو نماینده ګان یې د ایراني فرهنګي شاونېزم پر نیلۍ سپاره دي او یرغه یې ځغلوي. د مخدره موادو د انتقال کرایه کسان په سپینه ورځ د قاچاقبرانو د براًت او د هغوی د کاروبار د غوړېدو لپاره د پارلمان فورم استعمالوي. وزیران په ډالرو کامیابېږي، په ډالرو رایه اخلي او د رایې لپاره ډالر راټولوي. یوه ورځ یو وزیر بې اعتماده شي او بله ورځ د یو بل ستر مسولیت لپاره اعتماد د ټیپرو او شلغمو په بیه د پارلمان په مارکیټ کې رانیسي. دا زموږ لپاره د امریکا د بي ۵۲ بمباریو او طیارو ډیموکراتیک سوغات دی او دا سوغات د بېګانه زور هغه تارتوک دی، چې زموږ د ټولنې د معنویت او هویت ریښې ریبي او ترڅو چې ډیموکراسي، عدالت، حق او د ازادۍ لوی مفهوم د افغان وطن د معنویت او مفاد له بطن څخه را ونه زېږي دا به موږ یو او دا به د بېګانه ګانو د فرمایشونو کمېډي ډرامه وي، ځکه چې د ډیموکراسۍ په سرکه لړلی اچار د پردو په سلیقه او خوښه د پارلمان په مرتبان کې ځای پر ځای شوي دي.

له محور ورځپاڼې په مننه او درناوی 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا