گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د و زارت تـــــږي
د و زارت تـــــږي

د و زارت تـــــږي

ghazi khan zazai Face book 22

د نواندیشی یادونه : هغه ورځ په ارگ کی دیوی باوری سرچینی له قوله خبر شؤو چی د پوهاند نعمت الله شهرانیانورالحق احدی او دحامد کرزی د ۱۳ کلنی فاسدی ادارې ځینی نورو وزیرانو  په ګډون په  افغانستان کی د مافیائی اداری د تش په نامه  وزارتونو د بیا تر لاسه کولو په موخه یو پلاوئ په کابل کی د امریکا د متحدو ایالاتو سفارت ته ورغلل او په ډیره زارې سره یی تری وغوښتل چی که وزارتونو ته در سیدو لپاره هغه شرط  له مینځه یوسی  ګنې هغه څوک چی یوځل یی د وزارت د مقام خوند څکلې وی بیابه د وزارت مقام ته نه رسیږی . او د امریکا د سفارت کوم ټیټ رتبه چارواکی هم ورته ؤویل چی زه به ستاسو دا غوښتنه اوعریضه تر سفیره ورسوم . !!! بیانو چی کله د تل په شانی د فیس بک بازار ته ولاړم او د ښاغلی غازی خان ځاځی صاحب په دغه لنډه شانی لیکنه می سترګې ولګیدی د نواندیشی له لاری مو هم دهغی خپرول مناسب وګڼل نو دادې د دغه لیکنی له لیکونکی او را ټولونکی ښاغلی ځاځې صاحب څخه په مننه یی تر تاسو دررسوؤ .

وایی چی کوم وخت یو پاچا دخپل وزیر یو لاس پریکړ اویو عام میدان ته یی ډیر خلک را وبلل او داسی یی ورته وویل: زه دا غوڅ شوی لاس پورته غورځوم،هر چا که هغه ونیوه هماغه زما وزیر دی . دا مهال دغه پری شوی لاس دپاچا لخوا پورته وغورځول شو او د ډیرو خلکو له مینځه یوه هغه ونیوه ،او دپاچا لخوا دوزیر په توګه وټاکل شو .دوزیر ددورې په پای کی دده لاس هم دواکمن لخوا پری شو او په همدغه ترتیب ډیرو کسانو خپل لاسونه دڅوکئ دسر صدقه کړل .

کله چی پاچا دمعمول سره سم دیو وزیر لاس پریکوه نو وزیر دیری چیغې او نارې پیل کړی چی زما ګناه څه ده؟ واکمن ورته وویل چی دا زما تګ لاره ده ، هغو نورو هم څه ګناه نه وه کړی خو که دهغو لاسونه می نه وای غوڅ کړی ته به څنګه وزارت ته رسیدی ؟ وزیر هم دتعامل له مخی په عام میدان کی دلاس پرکیدو ته حاضر کړه شو . دلاس دغوڅولو تر مراسمو وروسته پاچا بیا داسی اعلان وکړ: زه دا لاس پورته غورځوم، هر چا که ونیوه هماغه زما وزیر دی .

څه وخت چی دواکمن لخوا دغه پری شوی پورته وغورځول شو ، نو ډیرو خلکو هڅه وکړه چی هغه ونیسی تر څو دوزارت عالی مقام ته ورسیږی . خو ددی ټولو خلکو د پرله پسی هلو ځلو سره سره همدغه وزیر چی لاس یی غوڅ شوی وو، او دوینو داری ځنی بهیدی ، دومره چالاکی وکړه چی په خپل بل لاس یی هغه ونیوه ، او ددوهم ځل لپاره یی دوزارت دغه عالی مقام به نصیب شو!

هو ! ځینی وزیران او واکمنان که دخپلی تیری دورې په کارونو کی هر څومره ناکام او بد نام وی ، او ملت ته دشرم او سرځوړئ له لاسه باید له کوره هیڅ را ونه وځی، خو ددی سره سره بیاهم په خړو سترګو اوپوره بی حیایی سره ددوهم ځل واک ته رسیدوپه خاطر ډول ډول ناروا تاکتیکونه په کار اچوی او دوطن دخرڅولوپه بدل کی ځان را نیسی ! الله جل جلاله دغسی پردی پالو واکمنانو او چارواکوته خپله سزاء ورکړی . آمین

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

 د غزنی خان ځاځی فیس بک پاڼه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا