گـزیده اخبــار
خانه » اندیشه » د مـحــمد صــــدیق خـــان اکــا ډانـــګ — د عـــصمـــت قــانـع لــیکـنه —
د مـحــمد صــــدیق خـــان اکــا ډانـــګ —   د عـــصمـــت قــانـع لــیکـنه —

د مـحــمد صــــدیق خـــان اکــا ډانـــګ — د عـــصمـــت قــانـع لــیکـنه —

 

 De sediq Akaa Dang 21

ډانګ محمد صدیق خان د کندهار د بارکزو جهادی مشر وو. که څه هم په جهاد کې خلک ترې ازار شوی وو، خو د ژوند په وروستیو وختونو کې خورا متواضع انسان ترې جوړ شوی وو. ښه مې یاد شی د ۲۰۰۳ ع کال همدا د می د میاشتې شلمه نېټه وه، چې کور ته یې ور وغوښتلم او د کندارۍ شوروا  ست یې راته وکړ.  ما او نورو ټولو کشرانو لوی آغا ورته وایه، خو ده به خپله ویل، چې خلک مې ډانګ ما صدیق بولی او دغه نوم د ځان لپاره عار نه بولم، پیغور یې نه بولم، بلکې افتخار یې بولم. د لوی آغا په وینا زیړ ډانګ زما شهرت نه، بلکې یو اصلاحی خاصیت هم وو، همېشه مې له ځان سره پاو باندې یو ګز زیړ ډانګ ګرزاوه، چې کاږه ورمېږونه پرې سم کړم او زما زیړ ډانګ ډېر کاږه ورمېږونه سم کړی دی. ډېر کاږه قدمونه یې لارې ته برابر کړی، پر ډېرو کږو لارو یې سمو مزلونو ته زمینه مساعده کړې ده. له همدې امله مې له چټې ځوانۍ تر اوسه پورې زیړ ډانګ انډیوال دی. په اوږدو شپو، لنډو ورځو، مزلونو او سفرونو، جرګو او مرکو، ناستو او ولاړو کې مې د زیړ ډانګ انډیوالی نده پرې اېښې. د لوی آغا په قول ډب د ادب زېږنده ده. کمزوری په خپله یوه لویه ګناه ده، تش لاس په زوره د زورور ظلم ته دعوت ورکول دی، د خوړ کاڼی چې وراسته شی نو د ګیدړانو د خوراک شی. د درویش درانی یو بیت مې ورته ووایه. په دغه بیت کې کمزوری او بیوسی دنیا ته د نه منلو د خصوصیت په معنی تعبیر شوې وه.

بیت داسې وو:

که ژوندون غواړې په لستوڼی کې خنجر ونیسه

دنیا وجود د هېڅ کمزوری او مجبور نه منی

 دا بیت د لوی آغا خوښ شو، ترڅنګ یې یو ځوان ناست وو هغه ته یې پنځه سوه روپۍ ورکړې او فرمایش یې ورته وکړ، چې د ښار په مشاق یې په ښکلی خط ولیکی او د کور د میلمستون د دېو ال زینت دې شی. د محمد صدیق خان اکا ډانګ نن د جمهور رییس حامد کرزی تر سفر پورې را یاد شو. جمهور رییس هندوستان ته تللی ترڅو د محمد صدیق خان مات ډانګ بېرته پرې کوشیر کړی. له نن څخه څوارلس کاله وړاندې د هند د جمهوریت د کشمیر د ایالت د کارګل غرنۍ سیمه د ننګرهار ولایت په ګوشته باندې تبدیله شوه.  د پاکستان پوځ په بریتونو لاسونه وهل او خپله دغه توره یې د هند له جمهوریت څخه د انتقام اخستلو په کارنامه باندې تعبیروله، خو هندی پوځ پرته له دې چې مصلحت وګوری سویډنی بوفورس توپونه یې د پاکستان متجاوزو مورچلونو ته برابر کړو. نوازشریف په نیمه شپه امریکا ته ننواتې یوړه، چې زموږ متجاوزین په خپله له کارګل څخه وزی موږ ته د دولس ساعتو لپاره وخت راکړئ، چې کارګل تخلیه کړو. تر دولس ساعتو په کمه موده کې پاکستانی پوځیان د جنت د حورو عاشقان؛ د شهادت پتنګان؟ او د دین د روښانولو مدعیان؟ له کارګل څخه ووتل. هلته له هندی پوځ سره د ډانګ محمد صدیق زیړ ډانګ ملګری وو کنه اوس به د کشمیر په خوړونو کې پاکستانی چغالانو کاڼی خوړل.

د افغان فرهنګ د دفاع او میړنتوب نابغه مبصر خوشحال خان خټک وایی:

چې مین پر وسله نه وی

مرد دې نه وایی و ځان ته

لاس دې سره کا سترګې تورې

ځان دې وجوړوی ځوان ته

موږ د وسلو چلولو ستړی کړی یو، وسلې نه غواړو، جګړې نه غواړو، خو دا هرڅه د جګړې د ممانعت لپاره غواړو، جګړه کوو ترڅو جګړه وشړو. غښتلی دفاعی قوت په کورنۍ سطحه د پیاوړی ثبات تر ټولو ښه نسخه ده. پیاوړی پوځ او د هغه ښه سمبالښت د غوره دفاع لپاره تر ټولو اړینه او ضروری چاره ده. د هند جمهوریت په سیمه کې هغه ستر قوت دی چې د پیاوړی او پرځان متکی افغانستان په وجود کې ګټې لری او افغان ملت هم له ۱۹۴۷ ع کال را وروسته د هند د جمهوریت د یوه ازمایل شوی دوست په توګه د احترام او توقیر مستحق بولی. زموږ سیمه باید له کرایی جګړو خلاصه شی. د افغانستان لوړ غرونه د هند د مخ پر ودې اقتصاد لپاره د اکسیجن د برابرولو حیثیت لری. هندوان پوهیږی چې یو سیال او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمې د ثبات لپاره څومره مهم دی. هندوان په دې هم ښه پوهیږی چې د ستر هندوستان او لوی افغانستان ترمنځ د سیال او یو د بل ګټو ته د احترام پر بنیاد ولاړه ملګرتوب د راتلونکو نسلونو د نیکمرغۍ د ضمانت لپاره څومره ستر اهمیت لری. همدغه اهمیت باید د دواړو هېوادونو د حکومتونو لخوا تضمین شی. زموږ ملګرتوب په دفاعی برخه کې د کرایی جګړو سوداګر اسلام اباد پر ځای کښېنولی شی او دلته مذهب د قتلونو د جواز له اسارت څخه خلاصوی او د انسانیت د نیکمرغۍ د تعبیر پر محراب یې دروی.

نوی ډهلی ته د افغانستان د زعامت سفر په دفاعی برخه کې د هند او افغانستان ترمنځ د پیاوړی دفاعی ملګرتوب په بڼه د افغان وطن او افغان ملت له ملاتړ څخه برخمن دی

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

د کابل چاپ له محور ورځپاڼی څخه په مننه  

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا