گـزیده اخبــار
خانه » اندیشه » د لــمـــر ژ ړا ا و د ر ڼــــا کـــفـــــر د عـــصــمت قانع لیـکـــنه
د لــمـــر ژ ړا ا و د ر ڼــــا کـــفـــــر    د عـــصــمت قانع لیـکـــنه

د لــمـــر ژ ړا ا و د ر ڼــــا کـــفـــــر د عـــصــمت قانع لیـکـــنه

 Aftab e Kafeer and esmat Qaneh FOto 29

په افغانستان کې د ژوند پر ضد جګړه روانه ده، دغه جګړه که هر څومره پېچلې او استخباراتي ده په هماغه اندازه یې تر شا د سپېڅلتوب او مذهبي تقدس توجیهات او جوازونه په مصنوعي او پروپوزلي شکل تیارېږي او جوړېږي.

که په افغانستان کې همدا نن د صدر اسلام د وخت اسلام هم نافذ شي، خو د جنوبي اسیا په اسرائیلو یعنې پاکستان کې به د افغانستان پرضد د جهاد فتوی په جوش او غورځنګ کې وي، دغه فتوی به په هر حالت کې د افغانستان د خلکو د وژلو او تباه کولو په قیمت پر مخ روانه وي او هره ورځ به په نویو ابعادو او زړو ابزارو کې له مخلوطي رنګونو سره ډیزاین کېږي او د توجیې لپاره به یې نوي ډرامایي الفاظ د منطق د اسمان په ځلانده ستورو بدلېږي. خوبونه به لیدل کېږي، د روحانیت او تقدس په ژبه به تعبیرېږي او د ملایکو او فرشتو لخوا به یې د تصدیق او تائید پروپاګنډ د کرایي محرابونو او اجیرو روحانیونو لخوا په داسې لهجه او واعضانه کرشمه باندې روان وي، چې ته وا بالکل یو غیبي تائید او نصرت هم ورسره ملګری دی.کله چې په لومړي ځل له بولدک څخه د طالبانو ګروپونه جوپه جوپه د کندهار د نیولو په نیت راوخوځېدل او د قطر له لارې افغانستان ته د ډالرو پایپ لاین فعال شو، نو په هغو سیمو کې چې د طالبانو پرضد محلي مجاهدینو دفاعي سنګرونه ونیول دا پروپاګند شروع شو، چې د طالبانو پرضد په جګړه کې اخته جنګیالیو ته د جنګ په وخت کې ملائیکې د شا لخوا ګوتې ورکوي. کله چې هم څوک د طالبان پرضد ډز کوي، نو فرشتې د جګړه مارانو تر شا ولاړې وي او جګړه مارانو ته په کونه کې ګوتې ورمنډي.

Pashtoons and Taliban 13

دا پروپاګنډ دومره عام شو، چې تقریباً په ټول کندهار کې د خلکو د یقین سرحد ته ورسید. اکثره هغه مجاهدین چې خپل سنګرونه یې طالبانو ته ور پرې اېښي وو په کوټه کې ماته وویل، چې کله به له طالبانو سره په جنګ کې واوښتو او بیا به کورونو ته ور وګرځېدو په کلیو او بانډو کې به خلکو راته ویل، چې ملائیکو خو به د شا لخوا ګوتې نه وي درکړې؟

اوس به نو راشو چې آیا د خدای پاک فرښتې او ملائیکې دومره وړې او بې ارزښته دي، چې توبه نعوذ بالله د لچکانو او کوڅه ډبو لنډه غرو په څېر به خلکو ته ګوتې ورکوي؟

هغه عالمان او ملایان چې باید د اسلام د سپیڅلي دین د درنو ارشاداتو په رڼا کې یې دغه پروپاګند زایل کړی وای هغه هم خاموشه او چوپ پاتې شول او ددغه پروپاګند په وړاندې یې د اسلام د سپیڅلي دین دروند او له احترام څخه ډک دریځ روښانه نه کړ.

فکر کوم چې دغه ډول له توهم او سپکاوي څخه ډک پروپاګندونه اوس هم روان دي او خلکو ته دا تلقین ورکوي، چې ګویا له جهالت سره ډغره وهل د اسلام د مقدس دین له دایرې او حدودو څخه د وتلو مفهوم لري. په دې وروستیو وختونو کې د زابل، غزني، کندهار، هلمند، روزګان او فراه په کلیو کې دا پروپاګند شروع شوی دی، چې ګویا د رسول کریم (ص) یو دروند صحابي حضرت خالد بن ولید د کندهار د خرقې شریفې متولي ته په خوب کې ویلي دي، چې لمر هره ورځ د افغانستان له غرونو، کلیو، بانډو، درو او میدانونو څخه ژاړي او هره ورځ د خدای په حضور کې عرضونه کوي، چیغې وهي، فریاد کوي، چې د افغانستان د کورونو او ودانیو پرسر داسې هیندارې نصب شوې دي، چې د لمر نوراني وړانګې ورجذبوي او د دغو وړانګو په وسیله برق جوړېږي، برق تلویزیونونه روښانه کوي او د تلویزیون پرمخ د کفر او بدعت وعظ او تبلیغ کیږي.د پروپاګندونو په حواله ویل کیږي، چې خالد بن ولید د خرقې شریفې متولي ته دا هم ویلي دي، چې افغانستان د اسلام سنګر دی او دلته به د کفارو هغه ټول طلسمونه هغه وخت له ناکامۍ سره مخامخ شي، چې مسلمانان دغه هېندارې د کورنو له بامونو د لاندې راوغورځوي.

دا هغه پروپاګند دی، چې همدا اوس د دین، مذهب، سپیڅلتوب او روحانیت له ادرس څخه د افغانستان پرضد روان دی.

د لمر له انرژۍ څخه د رڼا د تولید هڅه د تلویزیون لیدل او یا د نورو برقي سامان الاتو استعمال د هغه عمل په توګه تعبیر شوی دی، چې ګویا کفر دی، رڼا او د رڼا حصول د کفر او طاغوت فتنې ته د دعوت او بلنې مترادف عمل ګڼل شوی دی.

د افغانستان د ښوونځیو تخریب د سړکونو ورانول، د پلونو او کلینکونو تخریب او د اوبو د بندونو ویجاړول لا تر اوسه پورې جنوبي اسیا د اسرائیلو لخوا څخه زموږ پر ضد د جهاد د فریضې یوه برخه ده او دغه جهادي فریضه هم د هغو افغانانو په لاس ترسره کېږي، چې ځانونه د رسول کریم (ص) د دین وارثان بولي او د وراثت پیغام د بشر د نجات پر ځای د بشر د شر او تخریب په ناروا عمل کې ګډ بولي.

درنو لوستو غوښتل مې چې پدې هلکه ډېر درسره وغږېږم، خو یوې خواته روژه او له بله پلوه په سفر کې یم. د نن کالم مې په روان موټر کې د سفر په وخت کې درته لیکلی دی.

هیله ده د محور او تاند درانه لوستونکي د نن په کالم کې زما نیمګړتیاوې یو مجبوریت وبولي، که د خدای کړه وو د سې شنبې په ورځ به بیا په بل کالم کې ملاقات کوو.

نواندیشی دهرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

له محور ورځپاڼې څخه په مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا