گـزیده اخبــار
خانه » اندیشه » د فـــساد پـــر ضــــد جـــــهاد ! دجــاویــد لودیــن اصــلی څیره !
د فـــساد پـــر ضــــد جـــــهاد  !     دجــاویــد لودیــن اصــلی څیره !

د فـــساد پـــر ضــــد جـــــهاد ! دجــاویــد لودیــن اصــلی څیره !

 ANHAM -06

د فســـــــاد پر ضد جــــــهاد !  د جـــــاوید لودین اصلی څیره! 

دغي کمپنۍ د جاوید لودین څېره هغه وخت لا بربنډه کړه چي د افغانستان د اجرایوي مشر په توګه یې نوموړی غوره کړ، اتیا زره ډالره میاشتنۍ تنخوا یې ورته ومنله او د نورو کارکوونکو د ګمارني واک یې ورکړ

د جاوید لودین څیره:

د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر له منځه تلو وروسته د افغانستان د بهرني سیاست څخه هم د ملي ګټو روحیه تللې ده. د مجاهدینو د حکومت پرمهال، د طالبانو د امارت پرمهال او بیا د اوسني حکومت تر روانو سیاسي حالاتو، بېلابیلو لومو د افغاني ډیپلوماسۍ روح زیانمن کړی دی.     د اوسني حکومت د پیل څخه که بهرنيوچارو وزارت جوړښت، پالیسۍ، چارواکي او کارونه وڅېړل سي نو د ځینو لومو بارز اثرات به څرګندسي چي د ناسمو چارواکو د پردي پالو او ناروغو افکارو زېږنده یې بللای سو.

JAVED LODIN SMAIL06

په ۱۳۷۶ لمریز کال چي د یاد وزارت پالیسۍ ټاکني او افراد ګمارني د یوه په نامه حکومت لخوا د هیواد په یوه ګوښه کي سوي وې، د اوسني حکومت د پیل سره د بهرنیو چارو د وزیر عبدالله عبدالله لخوا تر پخوانۍ بڼي لا په ډېره انحصاري توګه پرمخ رواني سوې، د یوې مشخصي سیمي بېسواده، کروندګر، جنګیالي او توپکیان په دننه او بهر کي د افغانو ډیپلوماټانوپر پوسټونو حاکم سول او په نړۍ واله کچه چي مو سیاسي اړیکي ټینګي سوې، هغه اړیکي د افغانستان په استازیتوب نه بلکي د یوه ګوند او یوه ولایت په استازیتوب ، د ملي ګټو پر خلاف اړیکي وې.د بهرنیو چارود وزیر په توګه د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په ټاکل کېدو، ماویستانو بهرنی سیاست په منګولو کي ټینګ کړ. د اکثریت وګړو، دین، تاریخ، ملي ارزښتونو او نظام دښمنه ډله چي په ظاهره خورا ښه معرفي سوي او پاخه ډیپلوماټان ( البته د خپلوګټو) د یاد وزارت په تشکیلاتو کي خپاره سول، د ایران او ایرانیزم موخو ته افغاني ارزښتونو ځای پرېښود او دا لړۍ هم روانه سوه.

DADFAR SPANTA 06

د اوسني حکومت د بهرنیو چارو د درېیم وزیر په توګه د زلمي رسول ټاکل کېدو د عبدالله عبدالله او دادفر سپنتا کرل سوو تخمونو ته خورا ښه انبار ورکړ، زلمی رسول چي د شپې ویښ او په شخصي محفلونو بوخت خو د ورځي تر غرمې ویده وي؛ ماسپښیني مهال وزارت ته تشریف وړي او بیا د خپل دفتر د رییس، د تشریفاتو د رییس او د دوومرستیالانو پرته د وزارت د بل هیڅ رییس سره نه ګوري. ځکه نو د مرستیالانواو تشریفاتو د رییس په محاصره کي بند سو؛ په دې توګه د تېرو دوو وزیرانو د ناسمو افکارو اغېز لا زیات سو او د وزارت تشکیلات په مضره توګه نور هم وپړسېدل؛  چي د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کي جاوید لویدن د اکلیل حکیمي پرځای سیاسي مرستیال وټاکل سو.

د جاوید لودین گمارنه:

جاوید لودین چي د اوسني حکومت په پیل کي د اولسمشر ویاند او بیا وروسته د دفتر ریس هم سو؛ په ښه استعداد مطرح او بې طرفه شخص څرګند سو. خوتر ځینو اداري او اخلاقي اشتباهاتو یې موقف قربان کړ او له دندو په ګوښه کیدو، ناروي ته د سفیر په توګه واستول سو، د ناروي څخه کاناډا ته تبدیل سو او د کاناډا تر ماموریت وروسته د دادفر سپنتا او د هغه د ټیم په مرسته د وزارت دننه د سیاسي مرستیال په توګه وټاکل سو چي له یوې خوا یې  د سپنتا د ځای پرځای سوي ټیم ملګرتیایې خپله کړه او له بله پلوه یې  د وزیر د بې کفایتۍ څخه په ګټه اخیستني  ځان ته د خودسرۍ خورا ښه زمینه برابره کړه.

ZULMAY RASOOL AND HINA RABANI KAHAR 06

په کمه موده کي یې د سرحدي چارو، حقوقو او معاهداتو، بشري منابعو، اداري ریاست، قونسلي چارو او نورو مهمو پوسټونو څخه پښتانه لیري کړل او د ماویستانو د ډلګۍ مشهور افغان ضد اشخاص یې ځای ناسي وټاکل، تر دې چي د ملي تلویزون پخوانۍ په ایرانیزم مشهور او پردي پالنه کي مخکښ نجیب روشن یې د خپل سلاکار په توګه وټاکه، د سویډن د ډیسکوګانو رقاصه رویا رحماني یې د سرحدي چارو مدیره وټاکله، زهره بهمن یې خپله سلاکاره وټاکله، د حضرت وهرېز په نامه یو سخت متعصب هزاره یې د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رییس وټاکه، د فرهنګي چارو، ستراتیژیکو مطالعاتو، اقتصادي چارو او نورو مهمو ریاستونو او کلیدي پوسټونو دپاره یې یا د بهرنیو نمایندګیو او یا د وزارت څخه دباندي ماویستان وزارت ته دننه کړل.-د بهرنیو چارو وزارت چي یواځنی لوی ډیپلوماټیک ارګان دی؛ د نوموړي تر ډیکټاټورۍ لاندي سو، د استدلال او مباحثې مخه ونیول سوه او د نظریې مخالفین و رټل سول او په وروستیو کي د خرم تحریک سوي وبلل سول.-د وزارت جلسې او غونډي تریوه بېل انداز لاندي په خورا عجیبه توګه رواني سوې، کله کله خو بیخي خندونکي سوې لکه تېرکال په بامیانو کي د اداري جلسو د پاره د رییسانو مجلسونه چي ځینو نورو مسایلوته یې زمینه برابروله.-مالي فساد ته د زمینې د برابرولو په خاطر د بیارغوني په نامه د وزارت دننه خورا زیات کارونه پیل سول چي قراردادونه یې د مالي ګټو دپاره د ښو کمېشنونو سرچینې سوې او د اوازو پر بنسټ ښاغلي لودین شاید د دغو لارو څخه د هغو افراطي شخصي سفرونو لګښتونه برابرکړي وي چي د مېرمني له خولي یې یادوني کیږي.-د وزارت پالیسي د امریکایي او برتانوي ګټو لپاره ښه لفافه سوه، د امریکا د متحده ایالتونو سره د ستراتیژیک تړون پر سر د اولسمشر د دفتر دمشر کریم خرم سره د جاوید لویدن شخړه د رسنیو له لاري هم خپره سوه چي لویدن څه غوښتل… او دې ته ورته نور ګڼ مسایل…

استــــعـــــفــــــآ:

په افغانستان کي د امریکایي ستري سوداګریزي کمپنۍ سوپریم، په بندیزونو او ګوښه کولو یوې بلي ( امریکایي ـ یمنۍ کمپنۍ)  ( انحم ) د امریکا د حکومت موافقه خپله کړې ده او ویل کیږي چي د شاوخوا اتو میلیارډو ډالرو په ارزښت چاري به پر مخ بیایي.دغي کمپنۍ د جاوید لودین څېره هغه وخت لا بربنډه کړه چي د افغانستان د اجرایوي مشر په توګه یې نوموړی غوره کړ، اتیا زره ډالره میاشتنۍ تنخوا یې ورته ومنله او د نورو کارکوونکو د ګمارني واک یې ورکړ.جاوید لودین د خپلي مفکورې پر اساس په کاناډا کي سفیر برنا کریمي،  د ډیسکو ګانو رقاصه رویا رحماني، زهره بهمن او ځیني نور ورته اشخاص د انحم پر لوړو بستونو ګمارلي او د خپل ګروپ سره یې دولتي موقفونو ته په ظاهري توګه شا کړه.

له دولتي تر خصوصي سکټوره:

لومړی خو باید د ټول هیواد په کچه دا لویه ستونزه وبلله سي چي د زده کړو خاوندان مو له هیواده تښتي، بهرته ځي او د کادري تیښتي معظله د پام وړ موضوع ګرځېدلې ده ، له بله پلوه د دولت پر موقفونو مطرح سوي او د دولت په امکاناتو لوی سوی او بالاخره د دولت په خوارولو ماهران سوي شخصیتونه د بهرنیو موسساتو د ګټو لپاره ګمارل کېدل؛ د دولت سره لویه پړه ده، بیا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال او نورو ډیپلوماټانو دا کار د خورا لوی خیانت په معنا دی؛ یواځي د شخصي ګټو په پار.

استعفاوي او ځای ناستي:

د جاوید لودین د ماویستي افکارو د دعوې یو دلیل د خپلو ځای ناستو ټاکنه ده،- کله چي د ناروي څخه کاناډا ته د نوموړي ماموریت تبدیل سو نو په ډېر فشار یې د منیژې باختري، د واصف باختري د لور او افغان ضد مېرمنې د ټاکنې هڅه وکړه چي په دې کار کي بریالی هم سو.-د کاناډا څخه په تبدیلۍ یې د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسي مرستیال برنا کریمي چي د ډلګۍ خورا سرسخت غړی یې دی او په دفتر کي به یې د اولسمشر کرزي د عکس پرځای د سپنتا عکس ځوړنداوه، خپل ځای ناستی وټاکه، البته په ټاکنه کي یې ډېر لاس وو.-د څه موده مخکي استعفا چي د سیاسي مرستیالي له موقفه وه، څخه مخکي یې لا پر اوسمشر پخه کړې وه چي ارشاد احمدي به د سیاسي مرستیال ( د ده د ځای ناستي ) په توګه ټاکل کیږي.

ERSHAD AHMADI AND JAVED LODIN 06

ارشاد احمدي هم د ماویستي ډلګۍ فعال غړی دی؛ په خټه هزاره خو ځان قرلباش معرفي کوي او د وړتیا له مخي بیخي نامناسب شخص دی، خو هر ځای چي لودین تبدیل سوی نو نوموړی یې هم د ځاڼ سره بېولی دی، او په ډېره کمه موده کي یې تر اندازه زیات رشد ورکړ.د سیاسي مرستیال په توګه د ارشاد احمدي ټاکنه له یوې خوا پر وزارت د لودین او سپنتا د اغېز بد شګون دی له بلي خوا د لومړي ځل لپاره د وزارت د رهبرۍ په تشکیل کي داسي بدلون دی چي پښتانه ونډه نه پکي لري؛ ځکه چي وزیر زلمی رسول د پښتون د ذاته نفرت کوي، اداري مرستیال عبدالحی حیدر پنجشیری کابلی دی او نوی ټاکل سوی احمدی هم دده په خبره قزلباش؛ ماویست.

له موقفونو ناوړه ګټي او شخصي ژوند:                      

سره ددې چي د اولسمشر د دفتر د مشرۍ څخه د جاوید لودین د ګوښه کیدني یو عامل د نوموړي اخلاقي فساد وو او د اولسمشر په وړاندي یې اعتبار وبایلود خو په ناروي کي په مقررېدلویې ښه پښه ورخلاصه سوه، د زهرا بهمن په نامه یوه میرمن چي په لندن کي د زده کړو پرمهال یې ملګرې سوې وه، ناروې ته ورغله او نامشروع ګډ ژوند یې ورسره شروع کړ.  د ناروي په ماموریت کي لودین او زهره بهمن په داسي توګه ژوند سره کاوه چي لودین هم بله مېرمن او د هغې څخه اولاد درلود او زهرې بهمن هم د ریچارډ په نامه یو انګلیس مېړه درلود، دغي رابطې د لودین د کاناډا تر ماموریته دوام وکړ او په ۲۰۰۸م کال چي کله د لودین مېرمني دنوموړي د دې ډول کړنو له امله تر پینځه کاله ګډ ژوند وروسته طلاق ځني واخیست نو زهره بهمن یې واده کړه.

Zuhra 06

د زهرې بهمن لودین په هکله:

دا مهال ۳۰کلنه زهره بهمن د کابل د چنداول اصلي اوسېدونکي چي ټکی پښتویې نه زده اوپښتنه ځان معرفي کوي خو ویل کیږي چي قزلباشه ده، کله چي یې پلار فرید بهمن د ملګرو ملتونو د هبیتات په نامه دفتر کي د بهرنیانوسره همکاري پیل کړه نو د سمنتا په نامه د یوې انګلیسي میرمني سره یې ملګرتیا سوه،

smanta and jawed Lodin case 06

 سمنتا نومي میرمني د زهرې د زده کړو لپاره نوموړې لندن ته واستوله، په تاریخ کي یې زده کړي پیل کړې او د جاوید لودین سره یې شناخت له دغه ځایه پیل سو، خو په پوهنتون کي تر پرله پسې ناکامیو او ناوړه چلند وروسته له پوهنتون څخه وشړل سوه ، او زده کړي یې نیمګړي پاته سوې.زهره چي له پخوا یې اسلام ته عقیده غښتلې نه وه، عیسویت ته واوښته او د لندن د پټني د سیمي په یوه کلیساکي یې د ریچارډ په نامه د یوه انګلیس سره واده وکړ چي دا جریان د لندن میشتو افغانانو ته واضح دی. ریچارډ یوځل افغانستان ته هم ورسره راغلی وو چي زموږ په لاس کي تصویر یې په مزارشریف کي اخیستی دی.

smanta Man Sigaar 06

زهرې لا د ریچارډ څځه طلاق نه وو اخیستی چي وخت یې د لودین سره تېراوه، خو د ۲۰۰۸ م کال یعني د لودین د پخوانۍ مېرمني تر طلاق وروسته یې کاروباري نقشې خورا پراخي کړې او تر دې کچي چي دامهال په کابل کي د یوه لوی طاقت په توګه هم د ( انتقال ) په نامه لوجستیکي شرکت چلوي او هم پر دولتي ادارو مافیایي واک، دارنګه د انحم په موسسه کي هم ورسره ده او ویل کیږي چي په ښکاره ډول د اسلامي ارزښتونو سپکاوی کوي.

پلار یې:

د زهرې بهمن لودین پلار فرید بهمن نومیږي، د مهاجرت پرمهال یې د اسلام اباد په میاوالي کي د موټر کلینري او د موسیقۍ په پروګرامونو کي ډول نوازي ( ډمي کوله)

smanta Dhool -06

د اوسني حکومت په پیل کي د هبیتاتو د موسسې د خدماتي همکار او موسیقي د مسلکي په توګه وګمارل سو چي وروسته د حکیمي مشالي سره چي د سپنتا هم ملګرې بلله کیږي ملګری سو او د هغې په مرسته کاناډا ته ولاړ، کله چي د لودین سره د لور د لاري قریب سو ، نو لودین په سفارت کي ډیپلوماټ مقرر کړ، په داسي حال کي چي نا لوستی دی.

انــــــا:

د زهرې بهمن انا هم مشهوره او د یاودلو وړ میرمن ده، په اریانا تلویزون کي د متخصص په نامه د یوې ډرامې ممثله او د متخصص د مېرمني په رول کي کار کوي چي ځان قزلباش معرفي کوي.د زهرې بهمن د ناوړه چلند او دهغې د ژوندلیک په خپرولو مو موخه د جاوید لودین د ډېرو اړخونو معرفي کول دي، خدای دي وکړي چي ملګري احساساتي نه سي او دا هم شخصیت وژنه ونه بولي بلکي پلټنه وکړي او زموږ څیړني ته په درنښت وګوري.

پـــــا  یــــــله:

د ډیموکراسۍ د اصل څخه په استفاده، د بیان د ازادۍ په دې امتیاز د افغانستان د حکومت چارواکوته هیله کوو چي په مجموع کي د ماویستي کړۍ، بیا د بهرنیو چارو پر وزارت ددغي حاکمي لومي او خطر مخه ونیسي او پرېنږدي چي دا ډول شخصیتونه ملي ارزښتونه، بهرنی سیاست، سمبولیک ارزښتونه، دولتي موقفونه او درانه نومونه ناوړه وکاروي، اخلاقي بریدونه مات کړي او د شخصي مادي ګټولپاره د هیواد بااعتباره سرچینې بدنامه کړي.دا مو جدي هیله ده او که دولت سر باندي ونه ګرځوي، موږ به دا موضوعات لا خپاره او په ډاګه کړو.

struggleanticorruption@gmail.com

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

د بینوا پاڼی او د راټولؤنکی څخه چی د ایمیل پته یی لیکلی ده په زیاته مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا