گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » د طالبانواو افغان چارواکو ترمینځ دبیا نیغ په نیغه خبرو اترو نیټه اټکل شوه .
د طالبانواو افغان چارواکو ترمینځ دبیا نیغ په نیغه خبرو اترو نیټه اټکل شوه .

د طالبانواو افغان چارواکو ترمینځ دبیا نیغ په نیغه خبرو اترو نیټه اټکل شوه .

nauandeshi kabul 18

نواندیشی کابل : عبدالله ، عبدالله رئیس اجرایوی حکومت وحدت ملی افغانستان چی په  هند کی په یوه  رسمی سفر بوخت دی له رویتر خبری آژانس سره په مرکه کی ؤویل چی هیله کوم له طالبانو سره د سولی خبری اتری به په راتلونکو شپږو میاشتو کی پیل شی . همداشان ښاغلی عبدالله عبدالله د طالبانو ترمینځ اختلاف ته په اشاره وویل چی زه هیله مند یم همدغه موضوع په افغانستان کی دسولی اوثبات لپاره یوښه زیرۍ وی  خو له دی سره سره یی د طالبانو په لیکو کی دا شان اختلافات  دسولی  پربهیرآغیزمن ؤباله خو له دی سره سره کیدای شی د طالبانو په لیکو کی ځینی سوله غوښتونکی عناصر موجود وی چی له افغان لوری سره سولی ته لیوالتیا ؤښائی .

 

عبدالله ، عبدالله زیاته کړه چی زموږ امنیتی قواوی له هغو طالبانو سره چی دوی هم سولی ته لیواله دی اړیکی ټینګی کړی دی او ورسره اړیکی لری .خو ښاغلی عبدالله ددغه کسانو له نوم آخیستو ډډه وکړه چی ګنی دابه کوم کسان او شمیربه یی څوته ورسیږی ؟

Paguwash Metting 05

خو کابو دوه اونۍ پخوا د پګواش په نوم د یوی بین المللی کاناډائی مؤسسی په نوښت دقطر په دوحه کی یوه بین الافغانی غونډه رابللی وه چی د طالبانو د قطر ددفتر مسؤل ښاغلی شیرمحمد عباس ستانیکزی او دده په مشرې یوه پلاوی هم پکی ګډون کړی ؤ او طالبانو خپل پخوانی شرطونه تکرار کړل .

منبع : د رویتر خبری آژانس                                                                 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا