گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » د طاقت صاحب د کارپوهنې طاقت !! د عصمت قانع لیکنه
د طاقت صاحب د کارپوهنې طاقت !! د عصمت قانع لیکنه

د طاقت صاحب د کارپوهنې طاقت !! د عصمت قانع لیکنه

                   esmat qaneh13 02
                                                                                                                                                                                                               د عصمت قانع لیکنه
دوا خان مینه پال تر ما کشر دی، کله چې زه په ۱۳۵۷هه ل کال کې د نظام د اشرارو په لست کې له لسم ټولګی څخه زندان ته روان شوم، نو ګومان کوم چې هغه لا په پښو نه وو درېدلی. تر کال به هم د لږ عمر وو. دوا خان په هماغه کلی کې لوی شو، چې زه په کې لوی شوی وم.د کلی په میدانونو کې یې لوبې وکړې، د پټې دُرې، ړانده چرک، الله داد او نورو کلیوالو لوبو ډګرونه تر موږ وروسته د دوی لخوا ډک شول. د کلی د شنو توتو تر سیورو لاندې د بیډیو د ګټې او بایلات لوبه هم دوی ګرمه ساتلې وه. د کلی د کاریز په شنو باغچو کې لا زموږ تر شا پاتې هلکان په سبقونو بوخت وو او له کروندو څخه یې د شفتلو او رشقو پلنډې تړلې. د بابا هوتک د لیسې صنفونه لا یو څه زمانه د شارګردانو له ګڼې ګوڼې څخه نه وو خالی شوی او جګړې د ژوند د صحنې پر ټغر د سکوت پیریان نه وو کینولی. ځای ځای به لا اتڼونه وو. ما چې به د کلی د حال او احوال پوښتنه کوله، نو خلکو به ویل، چې لا د فخان اکا د ډول ډنګ د اتڼ له غورځنګ سره ملګری دی. د چینو سوټیان لا ژوندی دی او د شیرینې نازنینې پر سندره د خروټو او تره کیو د ځوانانو څڼې د نڅا او ګډا له جادوګر خوځښت سره ملګرې دی. خو جګړې ډېر ژر د ژوند د مستو خوځښتونو پر ټغر د سکوت پیریانان کښینول. دوا خان زما د شنه کلی په ژوندی طبیعت کې لومړنی روزل شوی ځوان وو، چې تقدیر له ماسره په یوه کړۍ کې راګیر کړ. دوا خان هم شاعر شو، د فرهنګ خواته یې منډه کړه، سبقونه یې وویل، کابل پوهنتون ته ولاړ او اوس د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس دی. دوا خان یوه ورځ د جګړې د زمانې کیسه راته کوله، ویل یې چې جنګ د مکتب دروازې تړلې دی، پلار مې د نږدې کلی یوه ملا ته د سبق لپاره در ولیږلم. په کلی کې یو ټوکی ملا هلکانو ته سبقونه ویل او د هر هلک پر سر یې د هغوی له کورنیو څخه نغده اجوره هم اخیسته.زموږ استاد ملا د فارسی د نظمیاتو شین ټاګور وو. ملا صاحب به ویل، چې په فقه کې مې مزه ګۍ د باران اوبو وړې ده، خو په نظمیانو کې مې کوډلۍ ودانې دی. یوه ورځ موږ ټول د جومات پر تنګاچه پر سبق ناست وو، چې د یوه شاګرد له کلمو څخه هوا ووته او هوا په ټیز بدله شوه. ملا صاحب سخت په غُصه شو، هلک یې په څپیړه وواهه او بیا یې ورته وویل، چې سرکوزیه ولې دې داسې بې ادبه کار وکړ؟ هلک په معصوم او رښتینی غږ کې ملا ته وویل، چې قربان دې شم، ملا صاحب ما غوښتل چې پسکه واچوم، خو هغه راڅخه ټیز شو، بیا مې توبه ده. جنرال صاحب عبدالواحد طاقت هم غوښتل چې د ژوندون تلویزیون پر تریبیون باندې همداسې کار وکړی. دی چې د خپلو ریشخندی نظریانو په وجه په افغانی میډیا کې د یوازیتوب له ناوړه حالت سره لاس او ګرېوان دی، هڅه یې وکړه، چې د ژوندون تلویزیون له لارې د ښکنځلو په بیه ځان د هېواد په پښتون ټبر کې مقبول کړی. خو دې ته یې فکر نه وو، چې افغانستان د پښتنو هېواد دی او په دغه هیواد کې له پښتنو سره نور توکمونه هم شریک دی. ددې وطن په حیا او بقا کې د نورو توکمونو ونډه همدومره محترمه ده لکه د پښتنو چې ده. د هېواد نور توکمونه د واحد افغان ملت په بټۍ کې داسې ویلی شوی او ذوب شوی دی، چې اوس یې هیڅوک ددې واحد وطن له وجود څخه د شکولو او پرې کولو په دسیسه کې د بری مخ نه شی لیدلای. افغانستان د افغان ملت ملکیت دی، دغه ملت واحد او نه بیلیدونکی دی. دا بیله خبره ده، چې څو تنو بهرنیو جواسیسو ددې وطن د محترمو اقوامو په نوم د سوداګرۍ دوکانونه پرانیستل، خو هیڅکله یې په دغو دوکانونو کې د اقوامونو، قبیلو د نماینده ګۍ جوازونه ترلاسه نه کړل. دلته هیڅ هزاره، هیڅ ازبک، هیڅ تاجک، هیڅ پښتون یو له بل څخه جلا نه شو، بلکې د واحد افغان وطن د بقا په ننګ کې ټول سره شریک شول او همدا اوس هم د واحد افغان ملت زور دی، چې سیمه ییز او نړیوال دښمنان د افغان وطن د جغرافیې او ځمکنی بشپړتوب پرضد له سوچ کولو څخه ډډه کوی. لس زره کاله کیږی، چې ددې وطن انسانان په همدغه جغرافیه کې یو د بل تر څنګ ژوند کوی او یو د بل په مرسته د واحد افغان وطن د بقا او حیا لپاره د قربانیو حماسې زېږوی. پرچمیانو د روسی استخباراتو د پروفوزل له مخې د خپل حاکمیت په وخت کې هڅه وکړه، چې د اقوام ملیت ها، فلان او فلان په نومونو د بیلتون بزغلی وکری، خو د واحد ملت نه وېشل کیدونکی ځواک د دغو بزغلیو واړه واړه پټی پر بل مخ واړول او د وطن د وحدت غښتلې پنجه چنار یې نور هم د ډډې تنې او پیاوړو څانګو څښتن کړ.ددې وطن هیڅ توکم، قوم او څانګه د حرامیتوب ریښه نه لری، که د حرامیتوب ریښه شته، نو د هغو نظریاتو او هغو وارداتی ایډیالوژیو ده، چې د پردو د سرچینو لخوا خړوبیږی. د دنیا پرمخ اوس تر ټولو ستر هویت د غوره خدمت، غوره نظام، غوره مدنیت او غوره ډیموکراسۍ هویت دی.اوس خیلونه او قومونه د هویت رنګ نه شی جوړولای، قبیلویت د شناخت ټول توان بایللی دی، بلکې د اساسی قوانینو د نفاذ له لارې بشری ټولنې هڅه کوی، چې د انسانی پرګنو ترمینځ غوره قراردادونه عملی کړی. ډیموکراسی تر ټولو غوره هویت دی، د یوه وطن اتباع په خپلو مینځو کې د مساوی حقوقو پر بنسټ یو له بل سره ژوند کوی او د اجتماعی ژوندانه د نیکمرغۍ لپاره نیکمرغه اصول او اساسات پر ځان عملی کوی. طاقت صاحب هڅه وکړه، چې د یوې ناوړې وینا له لارې ځان مشهور کړی، خو ددې پرځای چې د کلمو بوین باد په خفیه ډول وباسی، غږیز اهنګ یې ورکړ.

بینوا صاحب دې خدا وبښی په یوه نظم کې یې لیکلی دی:

زوړ اهنګ د روح عذاب دی

زوړ مطرب خانه خراب دی

چې بندی پرې نه پوهیږی، هسې شو د زولانې رنګ

غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رنګ

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

له محور ورځپاڼې نه په منننې

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا