گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دکورنیو چاروسکرتر:افغان ملاامـــامان له پاکستانی جومـــاتــونــو اوبــاسې.
دکورنیو چاروسکرتر:افغان ملاامـــامان له پاکستانی جومـــاتــونــو اوبــاسې.

دکورنیو چاروسکرتر:افغان ملاامـــامان له پاکستانی جومـــاتــونــو اوبــاسې.

نواندیشی پیښور : نن دلته په  ورځپاڼواو اخبارونو کی داسی راپورونه راغلی دی چی ګنې د خیبر پښتونخواه په   ۲۲۶ جوماتونو کی ئی ټولو ملا امامانو ته چی افغانی تابعیت لری امر کړی دی چی ژرترژره دی په جوماتونو کی د امامت چاری دهغه ځای ملا امامانو ته پریږدی . ویل کیږی چی د خیبر پښتونخواه په ټولو کلیوالی سیمو او ښارونو  کی د کالونو را په دی خوا د جوماتونو چارې  د  افغان ټباره  ملاامامانولخوا خو په ډیره لږه تنخواه سره پر مخ بیول کیدی او دالړی هم دااوس هم روانه ده . په خبر ونو کی راغلی دی چی د خیبر پښتونخواه د کورنیو چارو سکرتر د ددغه ایالت د پولیسو عومی قوماندان او ټولو کمشنرانو ته امرکړی دی چی ژر ترژره دی ددغه افغان ټباره ملا امامانو پر ځای د سیمی د ملا امامانو د ټاکلو لپاره زمینه برابره کړی . و ویلو ده چی دغه امر وروسته له هغه ورکړای شو چی د پاکستانی  طالبانو  تحریک په پیښور کی په یوه پوځی ښوونځی د هغه  ځان مرګی برید پړه پرغاړه واخیسته په کوم کی چی په درجنونو ماشومان او ښونځی استاذان په شهادت ورسول شول . په تیرو کالونو کی هم د پاکستان نظامی او ملکی ادارو د تروریزم او دهشتګردې پر خلاف جګړه کی له دغه  ناکامه تاکتیکه کار آخیستی خو هیڅکله هم بریالی شوی نه دی . بل لوری ته داسی خبرونه هم خپاره شوی دی چی د خیبر پښتونخواه صوبائی ادارې د ټولو دینی مدرسو د ښه مدیریت په هکله دپاکستان مرکزی دولت ته ځینی وړاندیزونه آستولی دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا