گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د (الوخیل) درد سپین ږیری کړم.!
د (الوخیل) درد سپین ږیری کړم.!

د (الوخیل) درد سپین ږیری کړم.!

Najibullah Alokhel Face Book 02

په ژوند کې د هر انسان له پاره د زیات ګرانښت یو څوک وي، ما هم په خپل ژوند کې تر ایمان او اسلام وروسته یوه ستره هستي درلوده، چې د ازلي بیلتون يې نن کال پوره شو.پلار مې(متقاعد ډګروال الحاج عبدالخلیل خان) یو کال وړاندې په همدې ورځ د ثور په ۲۸ مه د دوشنبې په ورځ د ۶۸کالو په عمر د زړه د ناروغۍ له کبله زموږ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه او موږ د دې سترې هستۍ له سیوري څخه بې برخې شو، هغه هستي چې موږ یې هر وخت دعاګانو ته محتاج وو.د خدای په ټول مخلوق کې بیا په خاصه توګه هر انسان کې یو جوهر وي، چې خالق او مخلوق ته خوښ وي، خو په دې انسان کې چې زه يې تاسو ته یادوم، دومره صفتونه وو، چې دا ډول دنیوي او اخروي خوبۍ په لږو انسانانو کې پیدا کیږي.هغه خدای پاک له ماشومتوبه با دیانته او تقوا لرونکی پیدا کړی وو او د مرګ تر وخته بادیانته پاتې شو.هغه د اردو یو ډېر بادسپلینه افسر وو، ده د منصبداری پرته تر پایه هېڅ ډول سیاسي تمایلات نه درلودل.

ma de plar po shan afghan kra 18
دی د اردو په لایقو منصبدارو کې وو، د تخنیک له اکاډمی څخه او دوه ځلې د افسرانو د عالي کورس څخه اول نمره فارغ شوی وو.هغه دومره غښتلي حافظه درلوده، چې په عمل کې به يې ډېر لږ خلک ولري، هغه د اول ټولګي لوستونه هم په فکر کې وو، میخانیکت يې نه لاره، خو عملي مسائیل يې ډېر ښه هضم کول او د ژوند تر پایه يې چې څه زده کړي وو هېر يې نه شول، هغه ښه فزیک زده وو او د فزیک عمليې يې د ژوند او سیاست له تیوری سره ډېرې ښې او مدللې تشبیه کولای شوې.ده په زوند کې نه دروغ ویل او نه يې د دروغجنو سره ناسته پاسته درلوده.د چا په کار کې يې مداخله نه کوله، ځان ښودنه يې نه وه زده، په چا پورې يې ځان نه تاړه، هغه د بې دینۍ له کارونو څخه سخته کرکه درلوده، بې کچې زړه سواند شخصیت وو، هغه ډیرې لږې او حتی د اړتیا پر مهال خبرې کولې، خپله وظیفه يې په ډېرې پابندی سره ترسره کوله، قانع کس وو، له پیله يې د دنیا د ګټلو او مادیاتو د پیدا کولو لالچ نه لاره، مثبت ګرا کس وو، هر څه ته يې په مثبت نظر کتل، هېچا ورڅخه د ناقانونه کار د اجراء هیله نه شوای کولای، په اردو کې د خپل مسلک پلار ګڼل کېده، سوله خوښوونکی کس وو، که څه په یو کلنی کې د پلار له سیوري بې برخې شوی وو او سرپرستي يې مشر ورور او مور پر غاړه درلوده، خو داسې تربیت يې شوی وو، چې ښايي د ده په شان د وړ کس موندل به ډېر ګران وي.هغه په ژوند کې له چاسره نه دوکه کړې وه او نه يې دوکه زده وه،ده د هغه کار مسوولیت پر غاړه نه اخیسته چې د ترسره کولو توان يې نه لاره.هو، په پلار مې زه هم ډېر ګران وم، کله چې زه کابل پوهتون کې ټپي شوم، نو د ده د سر او ږیرې په ويښتانو کې په ډېرې تیزۍ سپین ويښتان ګډ شول، یو منصبدار يې د علت پوښتنه ځنې وکړه، ده ورته وویل د نجیب (الوخېل) درد سپینږیری کړم.ګرانه پلاره، لوی خدای ج دې د جنتونو اته دروازې ستا پر مخ پرانیزي، خدای دې تاته دا قبر د جنت یو باغچه جوړه کړي، خدای پاک دې ستا په ژوند کړي ټول مالي او بدني عبادتونه په خپل دربار کې قبول کړي او خدای پاک دې ستا په اولادونو کې ستا د صفتونو لرونکي کسان پیدا کړي، خدای پاک مو دې ازلي بدبخته او منافقین نه کړي او خدای پاک مو دې په جنتونو کې دیدارونه په نصیب کړي. امین یا رب العلمین..

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

د نجیب الله الوخیل له ځانګړی فیس بک پاڼی څخه

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا