گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » دافغـان حکومـت او وسـله والــوطالبانـو ترمـینځ نیــغ په نیغه خبری!
دافغـان حکومـت او وسـله والــوطالبانـو ترمـینځ نیــغ په نیغه خبری!

دافغـان حکومـت او وسـله والــوطالبانـو ترمـینځ نیــغ په نیغه خبری!

nauandeshi Peshawar 09

نواندیشی پیښاور : پاکستانی مطبوعاتو په کابل کی د څلور اړخیزه ګډو غونډو د پریکړه لیک ته په لیدو خبر ورکړې دی چی د افغانستان ـپاکستان – چین او امریکا متحدو ایالاتو ترمینځ د سولی دخبرو او دافغانستان لانجې ته دلارې د یوی نقشی په موخه چی کومی خبری پای ته ورسیدی ، پریکړه وشوه چی د افغانستان د وسله والوطالبانو او نورو مخالفو ډلو ترمینځ خبری اتری به راتلونکی مارچ میاشت کی پیل شی . پاکستانی ورځپاڼو او مطبوعاتو د ګډی اعلامیی خپاره شوی متن ته په کتنه خبرورکړی دی چی د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمینځ نیغی خبری به دراتلونکی مارچ میاشتی په لومړی اونۍ کی په اسلام آباد د پاکستان په پلازمینه کی پیل شی د افغان سولې او پخلاینې د بهیر په اړه د افغانستان، پاکستان، متحده ایالاتو او چین د همغږۍ څلور اړخیزه غونډه د ۱۳۹۴ لمریز کال د کب په ۴ مه په کابل کې جوړه شوه.

د غونډې مشری د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معین حکمت خلیل کرزی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معین اعزاز احمد چوهدری، د چین سفیر یاو جینګ او د امریکا متحده ایالاتو شاژدافیر ډیویډ لینډوال په غاړه درلوده.د همغږۍ د دغې څلور اړخیزی ډلې غړو د افغانستان اسلامی جمهوریت د ولسمشر محمد اشرف غنی د هغې بیانیی هرکلی وکړ چې د سلواغې په ۲۶ مه یې یو ځل بیا پکښې د طالبانو ډلو او د حکمتیار اسلامی ګوند سره د سولې او پخلاینې په اړه د افغانستان د حکومت په ژمنو، او د دغه ملی لومړیتوب څخه د افغان ولس پر ملاتړ ټینګار وکړ، پر طالبانو او نوړو ډلو یې غږ وکړ څو د افغانستان حکومت سره نیغ په نیغه خبرو کې پر وخت برخه واخلې.د سلواغې ۱۷ مې (د فبروری ۶) ګډې اعلامیې او د دغه ډلې تیرو غونډو لاسته راوړنو ته په اشارې، د همغږۍ څلور اړخیزې ډلې د افغانستان په مشرۍ او مالکیت  د سولې او پخلاینې بهیر د لارې  د نقشې د تطبیق په پرمختګونو رڼا واچوله. دغه موخې ته رسیدو په خاطر او په افغانستان کې د تلپاتې سولې په هکله د ډلې غړو هیوادونو د لیوالتیا په اساس، د همغږۍ دغه څلور اړخیزې ډلې د افغانستان حکومت او طالبانو او نورو ډلو د باصلاحیته استازو ترمنځ د راتلونکو نیغ په نیغه خبرو څخه خپل ملاتړ او تائید څرګند کړ.د همغږۍ څلور اړخیزې ډلې غړو هیوادونو طالبانو او نورو ډلو ته بلنه ورکړه څو د خپلو با صلاحیته استازو له لارې د افغانستان حکومت سره د نیغ په نیغه د سولې خبرو په لومړنې پړاو کې چې تمه ده د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د مارچ په لومړنۍ اونۍ کې تر سره شې، ګډون وکړې. پاکستان په ورین تندی د دغه پړاو د کوربه توب چې په اسلام اباد کې به ترسره شې، وړاندېز کړی دی.

سر چینه : د پاکستان نامتو ورځپاڼې 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا