گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » د افغانستان او امریکې د ا ستراتیژیک تړون بشپړ متن
د افغانستان او امریکې د ستراتیژیک تړون بشپړ متن : لومړۍ ماده : د دغه ستراتیژیک تړون موخه د هغو اصولو او غوښتنو ټاکل دي چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکایی پوځيانو اوږد مهالی حضور، فعالیتونه او د فعالیتونو همغږي تضمین او مشخصه کیدای شي. ......دوام لری

د افغانستان او امریکې د ا ستراتیژیک تړون بشپړ متن

 

 
 

لومړۍ ماده :

د دغه ستراتیژیک تړون موخه د هغو اصولو او غوښتنو ټاکل دی چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو اوږد مهالی حضور، فعالیتونه او د فعالیتونو همغږی تضمین او مشخصه کیدای شی. 

دوهمه ماده:

ټول هغه املاک او او موسسی چې د امریکا د دولت له لوری په ترتیب شوی نوم لړ کې په افغانستان کې ځانګړی شوی دی په افغانستان کې د امر یکایی ځواکونو د شتون تر وروستیو پوری چې په هوکړه کې یې نیټه مشخصه شوی د امریکا د دولت په اختیار کې قرار لری او دغه دولت کولای شی چې د موافقې د پلی کیدو له پیل سره سم له هغو څخه ګټه پورته کړی. ټول پوځی، غیر پوځی، امریکایی مالونه، شتمنۍ او د امریکایانو تجهیزات چې په افغانستان کې موجود دی د امریکایی ځواکونو د وضیعت برخه بلل کیږی.

د امریکایی ځواکونو په غړو کې ټول هغه کسان شامل دی چې د امریکا له پوځ سره تړلی دی، د اتلانتیک په تړون کې موجود مامورین، د بیاودانولو د برخې کار کونکی او د انسانی مرستو مامورین .

په افغانستان کې موجود د امریکا غیر پوځی کسان هم د دغه تړون برخه ده چې د امریکا له پوځیانو سره د اطلاعاتی، تخصصی او مشورتی غړو په توګه په افغانستان کې دنده پر مخ بیایی.

له امریکا سره تړون کونکی ټول قراردادیان او هغه کادرونه چې له دغو قراردادیانو سره همکاری کوی په دغو کسانو کې ټول هغه امریکایان او غیر امریکایان شامل دی چې امریکایی ځواکونو ته د خدمتونو په برابرولو کې کار کوی.

ټول هغه کسان چې د محافظتی نقلیه وسایلو په بر ابرولو په خاصه توګه په واټونو کې د امریکایی ځواکونو د کتارونو د تګ را تګ او انتقال لپاره خدمتونه وړاندی کوی او برخه لری.

ټول پوځی لیږدونکی وسایل چې په پوځی عملیاتونو کې د ویزې د پلاکاردونو سره کوم چې د امریکا د نظام معمول دی، او ټول هغه دفاعی او یرغلیز تجهیزات چې امریکایی ځواکونه په متعارفو جګړو کې هغوی ته اړتیا لری او له هغو ګټه اخلی.

دغه تجهیزات عبارت دې له وسلو، ادوات او پوځی تجهیزاتو څخه چې په هیڅ ډول هغو ته غیر متعارفې وسلی نه شو ویلای.

د امریکایی ځواکونو د پوځی تجهیزاتو د ساتلو لپاره د اړتیا وړ ګدامونه او زیرمې. 

دریمه ماده:

ټول امریکایی پوځیان او غیر پوځی عناصر د پوځی او پاک سازۍ د عملیاتو پر مهال مکلف دی چې د امریکا د قوانینو په رڼا کې عمل وکړی، او هغو ته درناوی وکړی، د امریکا دولت وعده کوی چې د افغانستان د قوانینو او عرف د درناوې لپاره لازم تدابیر نیسی.

څلورمه ماده:

په افغانستان کې د کورنیو او امریکایی ځواکونو او نورو هم تړونو سرتیرو پر وړاندی د هر راز کورنی او بهرنی ګواښ د ځواب ورکولو په خاطر او همداراز  د طالبانو او القاعدې او ټولو نورو قانون ماتونکو ډلو د ماتولو لپاره دواړو لورو پریکړه وکړه چې تر څو:

۱. افغان دولت د خپل ملی امنیت او ټیکاو لپاره د خپلو  ملی پولیسو او ملی پوځیانو د تقویې په خاطر له امریکایی ځواکونو موقتی مرستی تر لاسه کولای شی.

۲. پوځی عملیات د دغې هوکړې له مخې په ګډه کمیټه کې څیړل کیږی، همغږی کیږی او بیا په لاره اچول کیږی.

د ګډی کمیټې مدیریت او د ځانګړو عملیاتو مشری د امریکایی ځوا کونو پر غاړه دی او د اړتیا په صورت کې د  امریکایی ځواکونو له لوری د یو اړخیزو عملیاتو تر سره کولو په اړه به امریکایی ځواکونه د کمیټی افغان مشرانو ته خبر ورکوی او بیا به یې له پایلو  څخه افغان لوری خبریږی.

۳. دواړو لورو هوکړه کړی چې د امنیتی توانمندیو د پیاوړی کولو او د افغانستان او امریکی پر وړانډی د هر ډول کورنی او بهرنی ګواښ پر وړاندی لازم چمتو والی ونیسی. او په همدې خاطر امریکا کولای شی چې د شینډنډ، ښوراوک، کندهار، بګرام او خوست په سیمو کې دایمې پوځی هډی ولری او همدا راز امریکا کولای شی چې د اړتیا په صورت کې د افغانستان په نورو برخو کې هم دایمې، مو قتی او یا هم عملیاتی هډی جوړی کړی.

پر موقتو هډو باندی حاکم ضوابط به د امریکا د قوانینو په رڼا کې وی او په دغه برخه کې د افغانستان عرف او ضوابط د درناوی وړ دی.

د عملیاتو تر سره کول به د امریکا د دولت او نړیوالو قوانینو له مخې وی، او د افغانستان د ملی حاکمیت او ملی ګټو په پام کی نیول به په هغه ډول وی کومه چې د افغانستان دولت مشخص کړی او دواړه لوری به یې په پام کې نیسی.

پینځمه ماده:

د ټولو هغو غیر منقولو ودانیو او تاسیساتو شتمنی چې د دغه هوکړه لیک له اجرا څخه وروسته د امریکایی ځواکونو په واک کې دی د امریکا د دولت د حاکمیت لاندی دی.

د امریکا دولت په دغو سیمو کې د نورو تاسیساتو د د بیا ودانولو، پراخولو او جوړولو مسولیت لری، او د ګډی اړتیا په صورت کې دواړه لوری اړتیا ته په کتو سره د دغو تاسیساتو د بیاودانولو، جوړولو او پراخولو مسولیت پر غاړه لری.

شپږمه ماده:

تګ را تګ:

۱. د امریکایی او همکارو ځوا کونو پوځی او غیر پوځی ګاډی له افغانستان څخه د وتلو او دغه هیواد ته د ننوتلو حق لری او د تګ را تګ اصول به د ګډی کمیټی د پریکړې له مخې تعین کیږی.

۲. د امریکا پوځی او نا پوځی الوتکې د افغانستان په هوایې کرښو کې د تګ را تګ حق لری او کولای شی چې د افغانستان په خاوره کې د تیلو د اخیستلو لپاره را ښکته شی او د دغه تګ را تګ لپاره به ګډه کمیټی لازمې اسانتیاوی برابروی. 

۳. د افغانستان د هوایی حریم مسولیت  ، نظارت او کنټرول د هوکړه لیک له پلی کیدو سره سم تر هغه پوری د امریکا د دولت په اختیار کې دی تر څو چې له ترهګرۍ سره عملیات روان دی او امریکایی ځواکونه په افغانستان کې شتون لری.

د افغانستان ملکی پروازونه په موقتی او یا هم دایمې توګه د کمیتی د لزوم دید په صورت کې د افغان دولت په واک کې ورکول کیږی.

۴. د امریکا په پوځی او ملکی الوتکو او موټرو چې په افغانستان کې فعالیت کوی او د دفاع وزارت د پریکړې له مخې حرکت کوی هیڅ ډول مالیه نه لګول کیږی او همدا راز دغه الوتکې د افغان دولت له تلاشۍ څخه هم خوندی دی.

اومه ماده:

د امریکایی ځواکونو قرار دادونه د امریکا د قوانینو له مخې صورت مومی،او امریکایی ځواکونه په افغانستان کې د خپلو اړتیا وړ موادو د تر لاسه کولو لپاره له هر ډول شرکتونو سره د قرار داد حق لری او همدا راز که چیرته اړتیا وی د امریکا دولت کولای شی چې د قرار داد کونکو شرکتونو نومونه د افغانستان دولت ته په واک کې ورکړی.

اتمه ماده:

خدمتونه او اړیکی:

۱. امریکایی ځواکونه حق لری چې د خپل فعالیت لاندی سیمو کې له  اوبو، بریښنا او ارتباطاتی وسایلو څخه خپلی ګټی اخیستنی ته پراخ والی ورکړی او په دغه برخه کې ګډه کمیته په جریان کې واچوی.

۲. امریکایی ځواکونه د امریکا د قوانینو او د مخابراتو د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د خپلی اړتیا لپاره هر ډول مخابراتی سیستمونه فعال کړی او ویې کاروی.

۳. د دغې هوکړې له مخې امریکایی ځواکونه د مخابراتی وسایلو په برخه کې له هر راز مالیی ورکولو معاف دی. 

۴. د افغانستان د دولت له لوری د هرې هغې  ارتباطی  او بنسټیزی طرحې په لاره اچول چې کولای شی امنیتی ستونزی پیښې کړی او یا هم د ترهګریزو ډلو د ګټی وړ وګرځی باید په ګډه کمیته کې تر بحث لاندی ونیول سی او پرې د دواړو لورو توافق اړین دی.

نهمه ماده:

حقوقی مسولیت:

۱. د امریکایی ځواکونو او د هغوی د پوځی او ملکی  قرار دادیانو ټول حقوقی او قضایې مسولیت د امریکا د دولت پر غاړه دی.

۲. که چیرته د افغانستان دولت د هغو دوسیو د اخیستلو غوښتنه وکړی چې پکې د امریکایی مامورینو د سرغړونی عمدی او غیر عمدی کیسونه ځای شوی وی نو په دې صورت کې د امریکا دولت مکلف دی چې د افغانستان لوری ته حقوقی ځواب ورکړی.

۳. د امریکا ځواکونه به د جنایې جرمونو پر وړاندی د خپلو محاکمو فیصلې ګدی کمیټی ته د اوریدو لپاره وړانډی کړی.

۴. که چیرته امریکایی پوځیان او ملکیان د افغان دولت له لوری نیول کیږی نو افغانستان باید ډیر ژر هغوی امریکایی لوری ته وسپاری.

۵. د امریکایی جنایی جرمونو د مرتکبینو په اړه د افغانستان د دولت د شکایتونو د موجودیت په صورت کې به دواړه لوری د لاس وندونو او څیړنو په برخه کې لازمه همکاری صورت مومی.

۶. تر هغه وخته پوری چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر موجود دی، د پوځی او غیر پوځی توب، د پوځی یونفورم درلودل او نه درلودلو په برخه کې د امریکایی جنایی جرمونو د مرتکبینو لپاره توپیر شتون نه لری.

د ستراتیژیک هوکړه لیک دغه برخه چې د امنیتی او پوځی توافقاتو ناظره ده د امریکا او افغانستان د راتلونکی توافق بنسټ دی.

۲ نظر

  1. که دا پشپړ متن وی، نو زه په دی پوه نه شوم، چی په دی داسی ماده ولی نشته، چی په هغه کی د افغانستان حقوق او د امریکا مسولیت ښودل شوی وی، دلته خو نږدی ټول حقوق د امریکایانو او مسولیتونه د افغانانو دی.

    • ګران قوت خان وروره ! سلامونه او په قوت اوسې .
      متن خو بشپړ دی خو داسی چی هغه متل دی ، ویل یی چی د اوښ اورمیږ ولی کوږ دې ؟ ، په ځواب کی ورته ؤویل شول چی کوم ځای یی سم دی ؟

جوابی بنویسید قوت خان بی خیال پاسخ!!

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا