گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د افغانستان او امریکې د ا ستراتیژیک تړون بشپړ متن
د افغانستان او امریکې د ستراتیژیک تړون بشپړ متن : لومړۍ ماده : د دغه ستراتیژیک تړون موخه د هغو اصولو او غوښتنو ټاکل دي چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکایی پوځيانو اوږد مهالی حضور، فعالیتونه او د فعالیتونو همغږي تضمین او مشخصه کیدای شي. ......دوام لری

د افغانستان او امریکې د ا ستراتیژیک تړون بشپړ متن

 

 
 

لومړۍ ماده :

د دغه ستراتیژیک تړون موخه د هغو اصولو او غوښتنو ټاکل دي چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکایی پوځيانو اوږد مهالی حضور، فعالیتونه او د فعالیتونو همغږي تضمین او مشخصه کیدای شي. 

دوهمه ماده:

ټول هغه املاک او او موسسی چې د امریکا د دولت له لوري په ترتیب شوي نوم لړ کې په افغانستان کې ځانګړي شوي دي په افغانستان کې د امر یکایی ځواکونو د شتون تر وروستیو پوري چې په هوکړه کې یې نیټه مشخصه شوي د امریکا د دولت په اختیار کې قرار لري او دغه دولت کولای شي چې د موافقې د پلی کیدو له پیل سره سم له هغو څخه ګټه پورته کړي. ټول پوځي، غیر پوځي، امریکایی مالونه، شتمنۍ او د امریکایانو تجهیزات چې په افغانستان کې موجود دي د امریکایی ځواکونو د وضیعت برخه بلل کیږي.

د امریکایي ځواکونو په غړو کې ټول هغه کسان شامل دي چې د امریکا له پوځ سره تړلي دي، د اتلانتیک په تړون کې موجود مامورین، د بیاودانولو د برخې کار کونکي او د انساني مرستو مامورین .

په افغانستان کې موجود د امریکا غیر پوځي کسان هم د دغه تړون برخه ده چې د امریکا له پوځيانو سره د اطلاعاتي، تخصصي او مشورتي غړو په توګه په افغانستان کې دنده پر مخ بیایی.

له امریکا سره تړون کونکي ټول قراردادیان او هغه کادرونه چې له دغو قراردادیانو سره همکاري کوي په دغو کسانو کې ټول هغه امریکایان او غیر امریکایان شامل دي چې امریکایی ځواکونو ته د خدمتونو په برابرولو کې کار کوي.

ټول هغه کسان چې د محافظتي نقلیه وسایلو په بر ابرولو په خاصه توګه په واټونو کې د امریکايي ځواکونو د کتارونو د تګ را تګ او انتقال لپاره خدمتونه وړاندي کوي او برخه لري.

ټول پوځي لیږدونکي وسایل چې په پوځي عملیاتونو کې د ویزې د پلاکاردونو سره کوم چې د امریکا د نظام معمول دي، او ټول هغه دفاعي او یرغلیز تجهیزات چې امریکایی ځواکونه په متعارفو جګړو کې هغوي ته اړتیا لري او له هغو ګټه اخلي.

دغه تجهیزات عبارت دې له وسلو، ادوات او پوځي تجهیزاتو څخه چې په هیڅ ډول هغو ته غیر متعارفې وسلي نه شو ویلای.

د امریکایی ځواکونو د پوځي تجهیزاتو د ساتلو لپاره د اړتیا وړ ګدامونه او زیرمې. 

دریمه ماده:

ټول امریکایی پوځیان او غیر پوځي عناصر د پوځي او پاک سازۍ د عملیاتو پر مهال مکلف دي چې د امریکا د قوانینو په رڼا کې عمل وکړي، او هغو ته درناوی وکړي، د امریکا دولت وعده کوي چې د افغانستان د قوانینو او عرف د درناوې لپاره لازم تدابیر نیسي.

څلورمه ماده:

په افغانستان کې د کورنیو او امریکایی ځواکونو او نورو هم تړونو سرتیرو پر وړاندي د هر راز کورني او بهرني ګواښ د ځواب ورکولو په خاطر او همداراز  د طالبانو او القاعدې او ټولو نورو قانون ماتونکو ډلو د ماتولو لپاره دواړو لورو پریکړه وکړه چې تر څو:

۱. افغان دولت د خپل ملي امنیت او ټیکاو لپاره د خپلو  ملي پولیسو او ملي پوځيانو د تقویې په خاطر له امریکایی ځواکونو موقتي مرستي تر لاسه کولای شي.

۲. پوځي عملیات د دغې هوکړې له مخې په ګډه کمیټه کې څیړل کیږي، همغږي کیږي او بیا په لاره اچول کیږي.

د ګډي کمیټې مدیریت او د ځانګړو عملیاتو مشري د امریکایی ځوا کونو پر غاړه دی او د اړتیا په صورت کې د  امریکایی ځواکونو له لوري د یو اړخیزو عملیاتو تر سره کولو په اړه به امریکایی ځواکونه د کمیټي افغان مشرانو ته خبر ورکوي او بیا به یې له پایلو  څخه افغان لوری خبریږي.

۳. دواړو لورو هوکړه کړي چې د امنیتي توانمندیو د پیاوړي کولو او د افغانستان او امریکی پر وړانډي د هر ډول کورني او بهرني ګواښ پر وړاندي لازم چمتو والي ونیسي. او په همدې خاطر امریکا کولای شي چې د شينډنډ، ښوراوک، کندهار، بګرام او خوست په سیمو کې دایمې پوځي هډي ولري او همدا راز امریکا کولای شي چې د اړتیا په صورت کې د افغانستان په نورو برخو کې هم دایمې، مو قتي او یا هم عملیاتي هډي جوړي کړي.

پر موقتو هډو باندي حاکم ضوابط به د امریکا د قوانینو په رڼا کې وي او په دغه برخه کې د افغانستان عرف او ضوابط د درناوي وړ دي.

د عملیاتو تر سره کول به د امریکا د دولت او نړیوالو قوانینو له مخې وي، او د افغانستان د ملي حاکمیت او ملي ګټو په پام کی نیول به په هغه ډول وي کومه چې د افغانستان دولت مشخص کړي او دواړه لوري به یې په پام کې نیسي.

پینځمه ماده:

د ټولو هغو غیر منقولو ودانیو او تاسیساتو شتمني چې د دغه هوکړه لیک له اجرا څخه وروسته د امریکایی ځواکونو په واک کې دي د امریکا د دولت د حاکمیت لاندي دي.

د امریکا دولت په دغو سیمو کې د نورو تاسیساتو د د بیا ودانولو، پراخولو او جوړولو مسولیت لري، او د ګډي اړتیا په صورت کې دواړه لوري اړتیا ته په کتو سره د دغو تاسیساتو د بیاودانولو، جوړولو او پراخولو مسولیت پر غاړه لري.

شپږمه ماده:

تګ را تګ:

۱. د امریکايي او همکارو ځوا کونو پوځي او غیر پوځي ګاډي له افغانستان څخه د وتلو او دغه هیواد ته د ننوتلو حق لري او د تګ را تګ اصول به د ګډي کميټي د پریکړې له مخې تعین کیږي.

۲. د امریکا پوځي او نا پوځي الوتکې د افغانستان په هوایې کرښو کې د تګ را تګ حق لري او کولای شي چې د افغانستان په خاوره کې د تیلو د اخیستلو لپاره را ښکته شي او د دغه تګ را تګ لپاره به ګډه کميټي لازمې اسانتیاوي برابروي. 

۳. د افغانستان د هوایي حریم مسولیت  ، نظارت او کنټرول د هوکړه لیک له پلی کیدو سره سم تر هغه پوري د امریکا د دولت په اختیار کې دي تر څو چې له ترهګرۍ سره عملیات روان دي او امریکایي ځواکونه په افغانستان کې شتون لري.

د افغانستان ملکي پروازونه په موقتي او یا هم دایمې توګه د کميتي د لزوم دید په صورت کې د افغان دولت په واک کې ورکول کیږي.

۴. د امریکا په پوځي او ملکي الوتکو او موټرو چې په افغانستان کې فعالیت کوي او د دفاع وزارت د پریکړې له مخې حرکت کوي هیڅ ډول مالیه نه لګول کیږي او همدا راز دغه الوتکې د افغان دولت له تلاشۍ څخه هم خوندي دي.

اومه ماده:

د امریکایی ځواکونو قرار دادونه د امریکا د قوانینو له مخې صورت مومي،او امریکایی ځواکونه په افغانستان کې د خپلو اړتیا وړ موادو د تر لاسه کولو لپاره له هر ډول شرکتونو سره د قرار داد حق لري او همدا راز که چیرته اړتیا وي د امریکا دولت کولای شي چې د قرار داد کونکو شرکتونو نومونه د افغانستان دولت ته په واک کې ورکړي.

اتمه ماده:

خدمتونه او اړیکي:

۱. امریکایي ځواکونه حق لري چې د خپل فعالیت لاندی سیمو کې له  اوبو، بریښنا او ارتباطاتي وسایلو څخه خپلي ګټي اخیستنی ته پراخ والی ورکړي او په دغه برخه کې ګډه کمیته په جریان کې واچوي.

۲. امریکایی ځواکونه د امریکا د قوانینو او د مخابراتو د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د خپلي اړتیا لپاره هر ډول مخابراتي سیستمونه فعال کړي او ویې کاروي.

۳. د دغې هوکړې له مخې امریکایی ځواکونه د مخابراتي وسایلو په برخه کې له هر راز مالیی ورکولو معاف دی. 

۴. د افغانستان د دولت له لوري د هرې هغې  ارتباطي  او بنسټیزي طرحې په لاره اچول چې کولای شي امنیتي ستونزي پیښې کړي او یا هم د ترهګریزو ډلو د ګټي وړ وګرځي باید په ګډه کميته کې تر بحث لاندي ونیول سي او پرې د دواړو لورو توافق اړین دي.

نهمه ماده:

حقوقي مسولیت:

۱. د امریکایی ځواکونو او د هغوي د پوځي او ملکي  قرار دادیانو ټول حقوقي او قضایې مسولیت د امریکا د دولت پر غاړه دی.

۲. که چیرته د افغانستان دولت د هغو دوسیو د اخیستلو غوښتنه وکړي چې پکې د امریکایی مامورینو د سرغړوني عمدي او غیر عمدي کیسونه ځای شوي وي نو په دې صورت کې د امریکا دولت مکلف دی چې د افغانستان لوري ته حقوقي ځواب ورکړي.

۳. د امریکا ځواکونه به د جنایې جرمونو پر وړاندي د خپلو محاکمو فیصلې ګدي کميټي ته د اوریدو لپاره وړانډي کړي.

۴. که چیرته امریکایی پوځيان او ملکیان د افغان دولت له لوري نیول کیږي نو افغانستان باید ډیر ژر هغوي امریکایی لوري ته وسپاري.

۵. د امریکایی جنایی جرمونو د مرتکبینو په اړه د افغانستان د دولت د شکایتونو د موجودیت په صورت کې به دواړه لوري د لاس وندونو او څیړنو په برخه کې لازمه همکاري صورت مومي.

۶. تر هغه وخته پوری چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر موجود دی، د پوځي او غیر پوځي توب، د پوځي یونفورم درلودل او نه درلودلو په برخه کې د امریکایی جنایی جرمونو د مرتکبینو لپاره توپیر شتون نه لري.

د ستراتیژیک هوکړه لیک دغه برخه چې د امنیتي او پوځي توافقاتو ناظره ده د امریکا او افغانستان د راتلونکي توافق بنسټ دی.

۲ نظر

  1. که دا پشپړ متن وي، نو زه په دي پوه نه شوم، چي په دي داسي ماده ولي نشته، چي په هغه کي د افغانستان حقوق او د امریکا مسولیت ښودل شوی وي، دلته خو نږدي ټول حقوق د امریکايانو او مسولیتونه د افغانانو دي.

    • ګران قوت خان وروره ! سلامونه او په قوت اوسې .
      متن خو بشپړ دی خو داسی چی هغه متل دی ، ویل یی چی د اوښ اورمیږ ولی کوږ دې ؟ ، په ځواب کی ورته ؤویل شول چی کوم ځای یی سم دی ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا