گـزیده اخبــار
خانه » سیاسی ، امنیتی » د آزرې قاتل څوګ دې ؟
د آزرې قاتل څوګ دې ؟

د آزرې قاتل څوګ دې ؟

         لیکوال استا د سعد الدین شپون

د نوو وسایلو له برکته د ننګرهار د بانک قاتل معلوم شو، د بن لادن د سکسی فلمونو پته ولګېده. طالبان یې مني که نه، نور وضاحت ته ضرورت پاتې نه دی. د ازرې  چاودنه، چې طالبان ترې انکار کوي، نو چا کړې ده؟. یا ټلوالې کړې چې احتمال یې ضعیف دی. ټلواله کافي قوي ده خو ګومان مې نشي چې لایې ټرورستي لویو چاپوته، هغه هم د پښتنو په زړه کې، زړه ښه کړی وي. بل د حکومت امنیتي قواوې دی، چې دا هم د همدې بسم الله او عبدالله تر قوما ندې لاندې دي، چې زه وایم د دغسې حملو پیل کولو ته به لا رسېدلې نه وي.نو پاتې کېږي طالب چې په قصدي توګه، یا په سهوه او غلطه محاسبه به یې دا اقدام کړی وي. د سردار داوود وختونه مې یاد شي چې اخوانیانو د ببرک کارمل د وژلو تابیه نېولې وه، خپل یو ګوندي یې په دې کار ګمارلی و. د دې ډلې یوه غړي، چې  په پوهنتون کې زما شاګرد پاتې شوی، راته کیسه کوله ، ویل یې، زموږ نفر ورغی، بیا یې زېری راوړ چې ببرک مودرته مردار کړ. په سبا یې خبر شوم چې د مایکروریانو په عین بلاک کې یې د آریانا یو خواره کی پیلوت، چې تخلص یې /ګران/ و، وژلی. ګران په څېره کې یو څه کارمل ته ورته و. ګران د افغانستان یو زبردست پیلوټ و. ګویا دښمن یې پرېښود، دوست یې وواژه.د طالبانو د جنګ سړي هم  د ملي اردو په شان ناپوهه، نالوستي خلک دي، نو ودې شي چې همداسې وي. وړمه ورځ خبر شوم چې زما په خپل ښار خان آباد کې د شیریخ به دوکان کې چا بم الوځولی، د دې ځواب  به طالب څنګه راکوي. وايی به چې دا د محلي تربګنیو نتیجه وه؟  د جهاد په کالونو کې پوهاند مجروح په پېښور کې یوه سروې خپره کړې وه چې د کمپ د مهاجرینو اکثریت ، نظرجهادي تنظیمونو ته ، ظهر شاه ته د مشري ورکول غوره بللي وو. پاکستان د تنظیمونو مشرانو ته وفرمایل چې چاره یې وکړي. هغوی د شپې په کور وروختل، خواره کی یې بستر کې ټوک ټوک کړ. بیا نو آی اېس آی په ښار کې اوازه ګډه کړه چې مجروح د چا ښځه بې پته کړې وه او هغه خپل غچ واخیست، ګویا د تربګنۍ نتیجه وه.حال دا چې مجروح یو ګوډ خوارنجوکی بوډا و چې  ایله په لکړې ګرځېده.  واقعیت او احصاییه خو دا ښیيی چې دا طالبان دي چې په ګوزارونو یې ټول افغانان، ډېری یې پښتنانه وژل کېږي، یو نیم خارجی به هم ورکې وي. دا لکه پولاو دی چې له تیږو ډک و او چا ورپورې ټوکه کوله چې نه ،کومه دانه ورېژه هم ورکې وه. د طالبانو بهانې اوپلپوټونه د افغانستان خلک نشي قانع کولی او نتیجه همدا شوه چې نن ټول نر ښځه ورته ښېرا کوي.  نن افغانان د طالبانو د پړانګ اود ټلوالې د پاڼ ترمینځ را ګیر دي. د دوو نورو آفتو نو، حکومت او امریکا نوم بې هغې هم خراب دی، خو د ازرې په چاودنه کې یې ونډه لرل لرې احتمال وینم.ازره له اوله سره د طالبانو قتلځای وه. عبدالحق قوماندان چې د دوی سره د سولې د خبرو له پاره همدې ازرې ته ورغلی و په کلاشنکوف غلبېل کړ. خپل مشر(ملا بورجان نو مېده که بل څه) ماهیپر کې د جنت مرغۍ کړ. نود طالبانو د سابقې په لېدو به، په غالب ګومان ، د ازرې شاهکاري هم همدوی کړې وي.والله اعلم.

د ښکلی انترنیټی پاڼې تاند څخه په مننه http://www.taand.com

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا