گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دکنـــدوز جـــګـــړه ولـــی ؟
دکنـــدوز جـــګـــړه ولـــی ؟

دکنـــدوز جـــګـــړه ولـــی ؟

Alif forotan 15

که تیرو دری نیمو لسیزو ته ځیر شو دجنګ او جهاد دوران ته یو وړوکی شانی نظر واچوو دافغنستان او نړی دجنګونو په اړه مو ډیری پوښتنی ځواب کیږی امریکا روسیه او په هغوی پوری تړلی هیوادونه (ناټو او وارسا)او ددی هیوادونو استخباراتی اداری دافغانستان پدی پنځه دیرش کالن جنګ کی مستقیما داخل دی او انکار تری نشی کیدای ددی جنګ څارنه کوی وسایل ورته برابروی پخوا به همدغه هیوادونو ددی جنګ ملاتړ دمالی او نظامی وسلو او پیسو په ورکولو کوه خو اوس امریکا او دهغی متحدین دا څوارلس کاله عملا دجنګ په میدان کی حضور لری داچی ولی نوری نړی ته افغانستان داسی په شاتو لړلې ښکاری؟

kundoz 10

په دقیق ډول ځواب ورکول ناشونی دی او ددی پوښتنی دقیق ځواب ددی هیوادونو داستخباراتی شبکو سره دی کله کله امریکا او دهغه متحدین دنورو واړو او کمزوریو هیوادونو سره ددوستی په نوم او دځینو نورو هیوادونو سره ددښمنی په نوم خپل اهداف پالی اوخپلو موخو ته درسیدو لپاره له هر ډول امکاناتو کار اخلی چی ددی ادعا دثبوت لپاره دهغه وخت شوروی اتحاد دی شوروی اتحاد (اوسنی روسیه) یی دافغان مجاهدینو سره په جنګ واچوه او تر اخیره یی دافغان مجاهدینو حمایت وکړ ان تر دی چی شوروی اتحاد یی دمالی ستونزو سره مخ او په شپاړسو ټوټو وویشه دهغه وخت شوروی اتحاد هم دویر او غم په ټغر کښیناست او دخپلو ټپونو دتداوی په فکر کی شو او ورو ورو یی ددی حالت څخه ځان وایست خپل ویجاړ نظامی او مالی سیستم یی بیرته جوړ او په هماغه شان وشوکت میدان ته راووته چی اوس امریکا او ناټو ته ګواښونه کوی امریکا هم دروسیی سره دجنګ پرځای خبری او دیپلوماتیکی اړیکی ښی بولی امریکا پدی پوهیږی چی دروسیی سره جنګ به ورته په لوړه بیه تمام شی ترڅو هغه دویتنام تیر تاریخ بیرته ورته تکرار نشی کوم چی امریکا ته یی ماتی ورکړی وه که دعراق افغانستان یمن سوریه لیبیا او نوری نړی جنګونو ته وګورو دواړه هیوادونه (روس او امریکا )ددی هیوادونو په نا امنیو کی لاس لری اویا مستقیما په جنګونو کی ښکیل دی او ددوی دلاس وهنو نتیجه ده چی جنګونه یی پای نلری که چیری په یاد شویو هیوادونو کی دروس او امریکا لاس وهنی بندی شی په زیات احتمال سره ویلی شم چی پدی هیوادونو کی به جنګونه یوه هفته هم دوام ونکړی ځکه همدا جنګونه ددوی په پیسو او وسلو پرمخ وړل کیږی او همدا جنګونه ددوی له لوری رهبری کیږیدتیرو دری نیمو لسیزو راهیسی په افغانستان کی هم جنګ روان دی

Konoz soqoot 30

روسانو په افغانستان تیری وکړ او ټول نړیوال اصول یی تر پښو لاندی کړل دهغوی اهداف چی هرڅه وو خو زمونږ په ګران هیواد کی یی دجنګونو اورنه بل کول چی ترنن ورځی پوری ددی اور دسوند مواد افغانان دیافغانانو هم دروسانو دتیری پر وړاندی وسلی ته لاس کړ او څوکاله مسلسل یی دهغوی پروړاندی مقاومت وکړاوروسان شول چی افغانستان پریږدی او په بی شمیره ستونزو اخته شوچی تر نن ورځی پوری لدی ستونزو ځوریدهپه ۲۰۰۱ میلادی کال کی امریکا هم پدی بهانه چی دلته القاعده مشر اسامه بن لادن دی او ددی شبکی له لوری داسی تروریستان روزل کیږی چی امریکا هم تری په امن کی نده برید وکړ او دطالبانو نظام ته یی دپای ټکی کیښود او په اصطلاح یو دیموکراتیک نظم یی تولد کړدامریکایانو په راتګ سره دوی هڅه وکړه چی پښتون قوم بی وسلی کړی او هغسی یی وکړل پښتون قوم یی خالی سلاح او ښه وټکوه دبګرام او ګونتانامو زندانونه یی دهمدی پښتون قوم له ځوانانو ډک کړل او دجهاد وخت ورپاتی وسلی هم تری واخیستل شوی کله چی امریکا او دهغه متحدین پدی پوه شول چی لوی قوم بی وسلی او له مقاومت ولویده نو پخپل لاس یی جګړه دافغانستان شمال ته یوړه داچی دوی دکومو اهدافو لپاره جګړه دهیواد شمال ته یوړه داسی پوښتنه ده چی راتلونکی وخت به ورته ځواب ووایی خو زما په اند شمالی سیمو ته دجګړی وړل ددوو هدفونو لپاره ده لومړی داچی امریکا او ناټو هیڅکله نه غواړی چی افغانستان خوشی کړی او همدا جنګونه دی چی ددوی لپاره دوخت داوږدیدو ښه چانس په لاس ورکوی او وایی چی دلته اوس هم تروریستان دی چی باید له مینځه یوړل شی او ددوی دمینځه وړل وخت ته اړتیا لری او ترهغی باید دلته نظامی حضور ولری او افغانان له داسی برخلیک سره مخامخ کړی چی پخپله افغانان ددوی شتون یو ضرورت وبولی دوهم داچی شاید دامریکا یوه موخه داهم وی چی دمنځنی اسیا هیوادونو او روسیه باندی فشار راوړی تر پخ سوریه او یمن کی ددوی له مخالیفینو له ملاتړ لاس واخلی اویا دمنځنی اسیا هیوادونو ته داسی سر خوږی پیدا کړی چی ددوی سره مخالفتونه شاته واچوی

نور بیا

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشیپاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا