گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دکـــوترې صـــــوفیانـــــــه ژونـــــــــد
دکـــوترې صـــــوفیانـــــــه ژونـــــــــد

دکـــوترې صـــــوفیانـــــــه ژونـــــــــد

Sorya Khadem Name

درندو دوستانو خویندو وروڼو بیا مې هم درناوی او ښې هيلې ومنئ ! 
نن می بیاهم دلوی استاد ( علامه خادم بابا) له یوه درانده ادبی اثر څخه دالاندې په زړه پوري ادبــــی ټوټه چــــې عنوان یــــــی دی ( دکوترې صوفیانه ژوند ) دنن څخه اتیا کاله مخکی لیکل شوی او که په ځیر یی ولولئ داسی تصور به وکړی چی ګویا همدا اوس ( استاد علامه خام بابا ) دخپل ولس حال ګوری او په ولس غږ کوی چی بیدار شئ او ددغه کوتری وصیت خپل قام ته ورسوی .
په درنښت .
دخپل هیواد او ولس یوه کوچنې خدمتګاره 
داکتر ثریا خادم 
نیټه دمارچ دریمه ۲۰۱۶ 

کوتره خپلو بچو ته نقل کوی : 

کفتره او
کوم وخت چی زه دجهان له ښه اوبده بی خبره ،دورکوټوالی او صباوت په غفلت کښې له دنیا او ما فیها نه ازاده او دمور و پلار دسیوری لاندی دبی غمۍ په تخت ناسته وم ، نو هغه وخت ما دا خبره اوریدلی وه ” په دنیا کښې باید دعمر تیرولودپاره داسی لار وکتل شی چی بیخې بی خطره او هیچاته پکښې آزار نه وی ، اوپه کاردی چی سړی د محبت ، لطف ، مهربانې ، همدردې او نرمئ مجسمه وی ځکه چی په دنیا کښې که خوږ شی دی خو مینه ده !
جنګ جګړی عمر بی مزې او پيکه کوی ، بد نیتې او فساد په طبیعت غلبه کوی .” نو دژوند دا پر امنه فلسفه می خوښه شوه ، دځان دپاره می خړ مالی او د” یاهو !” دویلو دپاره می دلوړو ونو څوکې خوښې کړی ، نه می په چا کار لرلی دی نه غرض ، نه می چاته ضرر رسولی دی نه تکلیف ، نه می دچرچڼو په شان دچا شولې خوړلې او نه دمینا ګانو په دود پردی انګور او اینځر !
زه ومه خپله جاله خپل بچی او دخدای جلجلاله یاد ! 

اکثره وختونه می چی نورڅه نه دی میندلی نو دخارو په شمکو می قناعت کړی دی ، یامی په تشو تلو کښې کرواړې کړی ، او دبلبلوپه څیر می د ګنګوټو ـ او مرغيو په خيل می دملخانو آزار نه دی اخیستئ ! نو په دی ، کښې زماد مقابلې او مدافعې اسباب دنه استعمال په سبب بد لیده ،بدلیده اوس وګورئ زما پڅه مښوکه ، سرې پښې لکه دخیالوټوکو پیغلو ! زما حالت بلکل اووښتي دی .خو حوصله مې پسته شوی او جرءت می کم شوی دی ، یوازې زه نه داسی حالت اوس دټول قوم نو ځکه اوس پیښه داده چی ؛ ” دښمنان مو په خپل کور مېنه او وطن کښې نه پریږدی ، هیڅ په هیڅ را باندې تعدې او ناروا کیږی ، او داسی ناروا چی زه یی هیڅ نشم زغملی . دښمنانو ړومبی زمونږ مېنی او وطن ته ځان را نزدی کولو ، اخر یئ زمونږ په وطن د عاصبانه تصرف عزم وکړو! دا څوک دی ؟ دا شوده پښتې ، چالاکې وږې سترګې میناګانې دی ؛ دډیرو کالو او مودو څخه چی هیچاته دهغې وخت او نیټه نه ده معلومه ، چی زمونږ ړومبنی پلرونه په دی بڼوڼو ایسارونو ، او تړو کښې اوسیدل ، د څه مودې څخه مینا ګانو دغې پلو ته پښه را اوږده کړی ده ، زمونږ په مینه اوقوم چور او چپاو کوی !... شرم ، حیاء او له خدایه ویره نشته” ! نو زما اوس دا پوخ یقین راغلی دی چی په دنیا کښې څوک په داسی صلح پسندی او داسی متصوفانه ژوند داشــــــرارو له لاسه نه شی اوسیدی ، نو علاج دادې چی که غواړئ په دنیا کښې دخپل قام سره په خپله مېنه کې آزاد اووسی نو مښوکو او نوکانو ته د فولادو پوښونه ورکئ ! 
او دا دې کوترو جامه دباز په جامه بدله کئ ! زما تاسو ته وصیت دی او تاسو یې خپلو اولادونو او خپل قوم ته ورسوئ !!! 
کابل ۱۳۱۴ 
مننه او درنښت

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا