گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دکابل اوحزب اسلامی ترمینځ دبین الافغانی مذاکراتواصلی معمــار؟!
دکابل اوحزب اسلامی ترمینځ          دبین الافغانی مذاکراتواصلی معمــار؟!

دکابل اوحزب اسلامی ترمینځ دبین الافغانی مذاکراتواصلی معمــار؟!

nauandeshi-kabul%d9%8e

له کله چی دحزب اسلامی او کابل حکومت ترمینځ د ثروت دویش پرسرد مصنوعی ډرامی وروستنې برخه پای ته ورسیده نو دواړو لورو د کابل حکومت او دحزب اسلامی د پلاویو له لوری داسی ښودل کیده چی ګنی دا مذاکرات ځکه  بین الافغانی ؤ چی د بهرنیانو له لاس وهنو پرته  یوازی دسولی د عالی شوری د خدای بښلی مشر پیر سید احمد ګیلانی په نوښت پیل شوی او یوازی د افغانستان د مظلوم اوکړیدلی اولس د دردونو د التیام په خاطر سرته رسدلی ؤ نو ځکه خود افغان حکومت پر  ټولو مخالفینو غږ کوؤ چی دا شانی بین الافغانی خبرواترو ته غاړه کیږدی او لکه څرنګه چی دافغانستان اسلامی حزب په ټوله قربانی سره وتوانید له هر راز (امتیاز غوښتنی !!) پرته دخبرو اترو میز ته کینی دوی هم وسله پر ځمکه کیږدی او د افغانستان له اسلامی جمهوری دولت سره خبری اتری پیل کړی .

د دواړو لوریو د مشرانو په خبرواترو کی کله چی خدای بښلی پیرسید احمد  ګیلانی په حق ورسید ددغه بری مدال او امتیاز یی د خدای بښلی پیر ګیلانی پر اوږو  چی دسولی د لوړی شوری ریاست یی پر غاړه درلود ور ایښوده . داځکه چی دواړو لوریو فکر کاوه چی اوس به هم وکولای شی د ساړه جنګ د وخت په څیر  د دغه مافیائی او استخباراتی سودا پر سر ددرواغو سرپوښ کیږدی او هیڅوګ به نه خبریږی . خو نن په سیاسی چارو کی د ملی وحدت دحکومت د رئیس لوی سلاکار محمد اکرم خپلواک چی په ورته وخت کی د حزب اسلامی او افغان حکومت د هغه کمیسیون ریاست هم په غاړه لری چی د حزب او حکومت ترمینځ د لاسلیک شوی قرار داد پر تطبیق څارنه کوی .

د کابل څخه د خپریدونکی یک شبکی له خبریال سره د یوی اوږدی مرکی په ترځ کی له دغه رازه پرده پورته کړه چی د مذاکراتو او دحزب اسلامی سره خبری اتری د پخوانی کمونیست رژیم د استخباراتی دستګاه خاد لوړپوړۍ چارواکی د مجاهدینو په نوم د مشهوری جلال آباد جګړی جانبازاو د افغانستان ملی وحدت د حکومت د رئیس امنیتی سلاکار چی د جمهور رئیس په غیاب او حضور کی د افغانستان د ملی امنیت د شوری دریاست چاری هم پر مخ بیایی داستخباراتو جنرال  محمد حنیف اتمرلخوا پر مخ بیول کیدی .  کتونکی د رئیس محمد اشرف غنی ددغه سالاکار له خبرو داسی نتیجه  تر لاسه کوی  چی دا د سولی په نوم بین الافغانی معاهده نه بلکه یوه استخباراتی شومه او له رسوائی ډکه معامله ده .

موشها را به خندا درآوردند

او داچی ښاغلی محمد اشرف غنی او ګلبدین حکمتیارد دغه سند لاسلیک د خدای بښلی پیر سید احمد ګیلانی د سولی دعالی شوری د رئیس تل پاته میراث بولی نو دا ټول خنده ؤنکی او داسی ښکرور دروغ دی چی وږی موږکان یی هم له خندا مړه کړل .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا