گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » دکابلیو او قطری طالبانو ګډه غونډه:
دکابلیو او قطری طالبانو ګډه غونډه:

دکابلیو او قطری طالبانو ګډه غونډه:

nauandeshi kabul 18

نواندیشی کابل : لکه څنګه چی ګمان کیده او نواندیشی هم خبر ورکړی ؤ د کابل د طالبی آستازواو د قطری طالبانو ترمینځ ګډه غونډه نن په دوحه د قطر هیواد په پلازمینه کی ترسره کیږی . د کابل د مطبوعاتو په قول دا کنفرانس د پګواش په نامه د یوې کاناډایۍ څېړنیزې موسسې له خوا جوړېږی، چې تر دې مخکې یې هم دا ډول غونډې، په قطر، متحده عربی اماراتو، فرانسې، ناروې، جرمنی او ځېنو نورو هېوادونو کې جوړې کړې دی.  

dawodzai Oeace Cartoone 04

 همدا شان وسله والو طالبانوچی ددارالامان په سړک یی دطلوع تلویزیونی شبکی دځینو بی ګناه کسانوپه وینو اود س تازه کړ نو سمدلاسه یی   پرون (جمعه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړ  چې د دوی د قطر دفتر استازی به په هغه  غونډه کې ګډون وکړی کومه چی ددغه ویر جنی او خونړی پیښی وروسته د ددغه بریالی  برید او ترهګرې د نمانځلو او ددغه جنایت چی طالبان  یی غزأ او استشهادی عملیات بولی د ترسره کونکو لپاره د درناوی د مراسمو په موخه جوړ شوی دی ګډون وکړی . یوی باوری سرچینی کابل پوست ورځپاڼې ته ویلی  چې طالبانو د پګواش مؤسسې ته د هغو افغانانو او مدنی ټولنې د غړیو نومونه ورسپارلی وو، چې غونډې ته یې ورغواړی.

ځلاند احمدشاه ږوحیدمژده او نور

 یادې سرچینې وویل، په دې نوملړ کې عمر داوودزی، محمد زمان مزمل، استاد فرید، انجنیر احمد شاه احمدزی، وحید مژده، محمد حسن حقیار، ډاکټر فیض محمد ځلاند او یو شمېر نور کسان شامل دی، خو سرچینې له دې پرته د نورو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل.کتونکی وائی چی نه ده معلومه دغه غونډه به څه بولی ؟ خو دومره ویلای شو چی په دغه غونډه کی به دراتلونکوعملیاتو لپاره یوه ځانګړی اجندأ پرمخ بیول کیږی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا