گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپګواش دوېمه ناسته او دسولې امیدونه
دپګواش دوېمه ناسته او دسولې امیدونه

دپګواش دوېمه ناسته او دسولې امیدونه

Nazar Mohamad Mutmaein  Name 03

د پګواش نړیواله اداره چې د سولې اړوند په نړۍ کې کار کوی، په ځینو هیوادونو کې یې هڅو ښه نتیجه ورکړی ده، دوی د افغانستان د سولې هڅې پېل کړی، د کاناډا او امریکا ملاتړ له ځان سره لری، او د ځینو هیوادونو څخه د افغانستان د سولې اړوند مالی مرسته ترلاسه کوی.د پګواش له نوم سره افغانان د ۲۰۱‍۵ ز کال د می میاشت کې هغه وخت ډیر اشنا شول چې په دوحه کې یې د طالبانو او افغان سیاستوالو شریکه ناسته ترتیب کړی وه. لومړی ځل وو چې د طالبانو اته کسیزې ډلې په کانفرانس کې ګډون وکړ، او د افغان سیاستوالو سربیره افغان میرمنو هم په کانفرانس کې ګډون درلود.هیله بخښوونکی کانفرانس وو، افغانانو ډیرې هیلې او امیدونه لرل چې دا لړۍ به دوام پیداکړی، ځکه لومړی ځل وو چې افغانانو مخامخ خپل اندیښنې او غوښتنې سره شریکې کړی، یواځی د ملګرو ملتونو استازی پکې وو، د ګاونډیو هیوادونو او نورو هیوادونو کسان نه وو، که څه هم پاکستان هیواد  ډیره هڅه کړی وه چې خپل کسان د پګواش لومړی کانفرانس ته ولیږی ولی ونه توانیدل.دغه لړۍ هغه وخت ټکنۍ شوه چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد دمرګ خبر افشاء شو،  او پوره نه میاشتی د پګواش دویم کانفرانس وځنډیدی.

Qatar Taliban Office 22

د پګواش دویمه غونډه – دوحه

داځل د کانفرانس ګډونوال ډیر دی ، د افغانستان سربیره له امریکا او اروپا څخه هم افغان سیاستوال او افغان میرمنی کانفرانس ته غوښتل شوی. داځل به هم پر دی بحث کیږی چې څه ډول د افغانستان جګړه پای ومومی او افغانان د یوې رښتونې سولې ورځ وګوری. له دی مخکې همدا ډول کانفرانس د جاپان د کیوټو ښار په دوشیشا پوهنتون کې په ۲۰۱۲ ز کال کې او له هغه وروسته ورته کانفرنس په فرانسه کې جوړ شو، مخکنیو کانفرانسونه ښه نتېجه درلودله، د طالبانو، اسلامی حزب، او افغان بېلابېلو ډلو استازو پکې ګډون کړی و، هڅه کېدله ؛ طالبانو او افغان سیاستوالو غوښتل چې دغه ډول کانفرانسونه دوام پیداکړی، ولی دهغه وخت افغان حکومت یې مخه ډب کړه، او په ترکمنستان کې یې ددغه ډول کانفرانسونو په لړ کې پلان شوې کانفرانس کې خپلو استازو ته د ګډون اجازه ورنه کړه، همهغه و چې د کانفرانسونو لړۍ ودریدله، او د ترکمنستان کانفرانس سبوتاژ شو.د پګواش د لومړی کانفرانس سره هم اوسنی ولسمشر غنی یو ډول پټ مخالفت ښکاره کړ، ولی د بېلابېلو لاملونو له امله یې د افغان سیاستوالو د ګډون مخه ونه نیوله.ویل کیږی اوس چې په قطر هیواد کې د پګواش ادارې له خوا د افغانانو دوېمه ناسته کیږی بیا هم ولسمشر غنی یې مخالفت کاوو، خو معصوم ستانکزی هڅه وکړه چې د پګواش ادارې او غنی ترمنځ شخړه د کانفرانس له امله ونه شی.انګیرل کیږی چې د دغسی کانفرانسونو مخه به هم په راتلوکې کې پاک – افغان حکومت په ګډه ونیسی، ځکه افغان حکومت سولې ته ژمن نه دی او پاکستان غواړی چې نړیوالو ته وښیې پرته له پاکستان څخه سوله ناشونې ده.

pagwash Peace Talke in Dubai

پګواش غونډه – دوبۍ

پګواش ادارې په دوبۍ کې په ۲۰۱۲ زکال کې ورته کانفرانس درلود، چې په هغه کانفرانس کې د ملامعتصم آغا جان ملګرو د طالبانو په نوم ګډون کړی و، نتیجه یې ځکه ورنه کړه چې پګواش د قطر د طالبانو سره اړیکه نه وه نیولی. په ۲۰۱۲ ز کال کې د پګواش کانفرانس چې دوبۍ کې جوړ شوی وو، لاندی کسانو پکې ګډون درلود:سیاسی کار پوه احمد وحید مژده، ضیاء بومیا، فیض الله ذکی د جنبش (دوستم) استازی، سنچارکی  او ولولجی د متحدی جبهی عبدالله عبدالله استازی، استاد ابو الاحرار د حزب اسلامی حکمتیار  استازی، چې ډاکټر غیرت بهیر رد کړی دی، وروسته همدا سړی د پګواش مشاور په کابل کې وو، عنایت الله کاکازاده او سمیع الحق د طالبانو  (اغاجان معتصم) استازی.خلیل الله صافی چې ځان یې طالبانو ته نږدې معرفی کاوو، اوس د پګواش استازی کابل کې دی، او د سولې اړوند یې ځینې پروژې هم له بهرنیانو څخه ترلاسه کړی او کار یې کړی.ډاکټر هاشم  له ترکیې څخه ،سردارمحمد رحیمی هزاره د ائتلاف جبهی غړی، رستم شاه مهمند او بریګیډر سعد د پاکستان استازی.مایکل سمپل چې افغان حکومت پری د جاسوسی تور لګولی وو او  رابین رافیل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال هم ګډون کړی وو.

د ګډونوالو له لسټ څخه د ځینوکسانو حذفول

تیرځل او داځل  پاکستان او افغان ولسمشر موافق نه وو چې په قطر کې دغه ډول کانفرانس جوړشی، تیر ځل پاکستان هڅه کوله چې  رستم شاه مومند او زاید او یا اسد درانی او شجاع پاچا په کانفرانس کې ګډون وکړی، ولی ونه توانیدل.د پاکستانیانو د ګډون له پاره خلیل الله صافی چې افغانستان کې د پګواش استازی دی، ډیره هڅه یې کوله او ټول معلومات یې په پټه پاکستانی سیاستوالو ته ورکول.اوس چې د جنوری په ۱۱مه اسلام اباد او ۱۸مه کابل کې د سولې اړوند څلور اړخیزې ناستې وشوې، نو ځکه پاک – افغان حکومت په قطر هیواد  کې ددغسی یو کانفرانس سره په پټه مخالفت کاوو، ولی داچې مخکې له مخکې پګواش ترتیبات نیولی وو، او پوره یوه نیمه میاشت مخکې افغان حکومت د ځینو لاملونو له کبله ورسره منلی وه چې د ازادو افغانانو ګډون په کانفرانس کې مخالفت به نه کوی، بل داچې پګواش نړیواله قوی اداره ده نو ځکه خو دوېم کانفرانس هم د جنوری په ۲۳مه په دوحه کی کیږی.تیر ځل هم د ځینو په لاسوهنه د ګډونوالو له لسټ څخه په نړیواله سطحه د پېژندل شوې پخوانی ډیپلوماټ ملا عبدالسلام ضعیف نوم لیری کړل شو، دا ډول بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوی وکیل احمد متوکل له پاره هم په کانفرانس کې د ګډون له پاره خنډ ځکه پیداشو  له کابل څخه تر پرواز یواځی دوه ساعته مخکې خلیل الله صافی په کانفرانس کې د ګډون خبر ورکړی وو او ورته یې ویلی وو چې ستاسی ټکټ او اسناد چمتو شوې.داډول احمد وحید مژده چې د افغانستان او سیمې په کچه د سیاسی چارو کارپوه دی، هغه هم تیر ځل په پګواش کې له ګډون څخه محروم شو.خلیل الله صافی چې پرې تور دی چې د ځینو هیوادونو سره په پټه اړیکې لری، مژده صاحب ته ویلی وو چې دده د نه ګډون لامل استاد ابوالاحرار دی، ولی وروسته معلومه شوه چې ستونزه خپله صافی صاحب جوړه کړی وه.اوس چې دوېم ځل پګواش کانفرانس په دوحه کی کیږی، لومړنی لسټ ۴۵ افغانان وو، چې وروسته دغه کچه ۳۰ تنو ته راټیټه شوه، بیا هم دتیر په څیر خلیل الله صافی وتوانیدی چې د پګواش ادارې ته د ځینو نومونو  په لیری کیدو کې رول ولوبوی. دا ډول دوی وتوانیدل چې داځل پاکستانیانو ته هم په کانفرانس کې د ګډون له پاره زمینه برابره کړی. ویل کیږی چې ځینې پاکستانی سیاستوال به هم داځل کانفرانس کې ګډون ولری.

Abdulsalam Zaeif  and Pawash 22

دا ځل به بیا هم نه ملاعبدالسلام ضعیف، نه مولوی وکیل احمد متوکل او نه هم احمد وحید مژده په کانفرانس کې ګډون ولری، حال داچې همدا نومونه  په ترتیب شوې لسټ کی وو، مژده صاحب ته خو د الوتکې ټکټ هم ورسیدی، او هرځل ورته ویل کیدل چې ستونزه نشته، ولی ګمان کیږی چې هغه اسرار چې په ۲۰۱۲ کې مژده صاحب د خلیل صافی اړوند په دوبۍ کې پیداکړی، صافی ویره لری چې په دغسی کانفرانسونو کې دمژده ګډون به دهغه اصلی څیره بربنډه کړی.تیر ځل هم ویل کیږی د طالبانو د سیاسی کمیسون غړی پوهیدلی وو چې ځینې کسان په لوی لاس په کانفرانس کې له ګډون کولو څخه محروم شوې، همدا ستونزه یې د پګواش کانفرانس له ادارې سره شریکه کړی وه، خو دادی دوېم ځل بیا له یوه غار څخه وچیچل شول.

Pugwash Councel

پګواش ته څه کول په  کار دی

د پګواش ادارې ته په کار ده چې دغسی مهمو مسایلو کې باوری او بې طرفه کسان وګماری، داسی کسان چې د نورو هیوادونو له پاره کار کوی، او یا خپلې شخصی عقدې ساتی او یا د سولې په نوم له  یوناما او نړیوالو څخه پروژې ترلاسه کوی، پرته له شکه د ګټې پر ځای سولې بهیر ته تاوان کوی.یوځل خو همدی خلیل الله صافی دومره مهارت هم کړی وو چې د کوم مهم هیواد استازو ته یې ویلی وو چې طالبان غواړی له تاسی سره مخامخ خبرې وکړی، داډول طالبانو ته یې ویلی وو چې هغه هیواد غواړی له تاسی سره خبرې وکړی، کله چې ناسته ترتیب شوه، هغه هیواد طالبانو ته ویل چې خبره پېل کړئ تاسی د ناستې غوښتنه کړی وه، طالبانو ورته ویلی وو چې اصلا خو تاسی د ملاقات غوښتنه کړی، وروسته خبره ښکاره شوې وه چې صافی صاحب همدا  ناسم رول لوبولی وو.تیر ۲۰۱۵ ز کال کې داسی پټ راپورونه هم ورکول شول چې تاید  نه شول، خلیل الله صافی په دوبۍ کې د طالبانو د استازی یا پېغام رسونکی په نوم له روسانو سره پټې لیدنې درلودلی.د سولې له پاره باوری او  اخلاص لرونکی کسان په کار دی، په فساد کې ککړ کسان ددی پر ځای چې سولې خبرې مخکې یوسی زیان رسوی، او خلک د سولې په دغو کانفرانسونو هم بې باوره کوی.داسی راپورونه شته چې صافی صاحب ډیرو کسانو ته ژمنه ورکړی وه چې له یوناما څخه به ورته پروژې اخلی او له هغوی څخه یې مخکې له مخکې پیسې اخستی وی. ځکه هغه د یوناما  سره هم د سلاکار دنده درلودله، او یا خو ممکن ورسره  قراردادی وو.دجمیل ټراول ایجنسې اداره وایې چې څو کاله وړاندی یې له یو هود خیل تجار څخه یو لک ډالر  وړی چې هغه ته به له یوناما څخه د میلیونو ډالرو پروژه اخلی اوس هم هغه پیسې ورسره پاتې او ځان په لاس نه ورکوی.تر څو چې د سولې له پاره ناپیلی او ژمن افغانان کار ونه کړی، دغه ډول کسان چې د  نورو هیوادونو له پاره کار کوی او یا دهغوی په وساطت له ځینو هیوادونو سره د طالبانو په استازیتوب خبرې کوی، یا د سولې په نوم د پروژو اخستلو هوډ لری، څه ډول به باور پری وشی.همدا  ځینې خبرې مې نږدې ۶ میاشتی مخکې له صافی سره پر ټلیفون او  پېغام هم کړی او هیله  مې ورڅخه کړی چې د افغان ولس مظلومیت ته په کتلو سره د سولې له پروسې څخه د سولې د پروژې په ډول کار وانخلی ولی دادی بیا هم په خپلو ناسمو اهدافو کې مخکې روان دی، مهم افغان سیاستوال د پګواش غونډې له ګډون  څخه محروم او پر ځای یې پاکستانیان وربلل شوی.امید دی چې پګواش اداره  په دی اړه فکر وکړی داسی افغانان خپل استازی وګماری چې هغوی د سولې له پاره په  رښتونې ډول کار وکړی.

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا