گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپاک-افغان استخباراتي هوکړه او انديښنې
دپاک-افغان استخباراتي هوکړه او انديښنې

دپاک-افغان استخباراتي هوکړه او انديښنې

Nazar mohamad Motmaien 23

د پاکستان له جوړښت ۱۹۴۷ز کال  راهیسې د دوو ګاونډیو هیوادونو تر منځ ستونزې شته، لویه ستونزه د ډیورنډ او پښتونستان مسئله دهتیرو افغان او پاکستان حکومتونو هیڅکله هم  د دواړو هیوادونو د ستونزو د حل او کمولو په موخه کومه منطقي تګلاره تر کار لاندي ونه نیوله او نه یې هم له خپلو ولسونو سره شریکه کړه.دا ډول تیرو افغان حکومتونود پاک – افغان اړیکو اړوند کوم ځانګړی موقف نه درلود، نه يې پخواني ولسمشر کرزي او نه يې ولسمشر غني لري.دواړو هیوادونو د ویرې او ډار تګلاره په تیرو وختونو کې خپله کړي، او دغه تګلاره د کرزي په وخت کې همداسي پاتې شوه، دا ډول د ګډ حکومت په راتګ سره هم کوم منطقي حل لاره او يا کوم ځانګړی موقف د دواړو هیوادونو د راتلونکو اړیکو اړوند نه تر سترګو کيږي، بیا هم د یادو هیوادونو استخباراتي لوبه ده، چې هیڅکله به ګټونکی ونه لري، لکه چې په تیرو نږدې ۶۸ کلونو کې يې ګټونکی معلوم نه شو او نه هم ترینګلتیا ورکه شوه.

ISI and Afghanistan 23

داخبره هم سمه نه ده چې ځينې افغان سیاستوال وایې ترڅو چې د پاکستان آی ایس آې او د پاکستان افغان ضد تګلاره وي، افغانستان به ارام نه شي، دغه خبرې دي چې افغانان او پاکستانیان دواړه لوري مایوس کوي.زما په آند د پاکستان ملت (نه چارواکي او استخبارات) دا ډول افغان ملت  ( نه چارواکي او استخبارات) دواړه ملتونه غواړي چې په ګډه د خوشالۍ او ارامۍ ژوند ولري، د هجرت پر مهال د پاکستان د عوامو خواخوږې له هیچا پټه نه ده، ولي استخباراتي لوبه د ولس له واکه پورته  ده.په کار ده چې د پاک – افغان اړیکو اړوند ستراتیژک فکر وشي، د دواړو هیوادونو غوښتنو او انديښنو ته په پام کې نیولو سره يوه منطقي تګلاره جوړه شي، او د ددواړو هیوادونو ولسونه او چارواکې د ستونزې د حل له پاره واضیح موقف خپل کړي، اوس مهال خو د ولس له خوښې پرته دواړه لورې خپلې استخباراتي موخې مخته وړي.

د ډیورنډ جنجالي لیکه

د پاکستان ګردو پوځي او ملکې حکومتونو په تیر وخت کې هڅه کړي چې پر افغانستان باندي د ډیورنډ لیکه ومني، که څه هم دغه لیکه امریکا او بریتانیا د سرحد په نوم کاروي، خو د لیکې دواړو لورو ته د پښتنو شتون ددغي جنجالي لیکې منل د نړیوالو له پاره ستونزمن کړی دی.څومره چې زه معلومات لرم، د پاکستانې چارواکو غوښتنه داده چې دغه ستونزه نوره باید حل شي، جنرال ضیاء الحق دهمدې موخې له پاره سرګردانه و، نواز شریف او پرویز مشرف په همدې ارمان شپې او ورځي سبا کوي.کله چې د پاک – افغان ترمنځ دغسي يوه لویه ستونزمنه مسئله شتون ولري، حتمې ده چې ددواړو هیوادونو اړيکې تر سیوري لاندي راولي او نه پريږدي چې یاد هیوادونه دی یو بل ته د اړیکو په رغولو  او استخباراتي معلوماتو شریکولو کې رښتوني وي.

د آی ایس آی او ملي امنیت هوکړه او انديښنې

تیره اونۍ د آی ایس آی او ملي امنیت ترمنځ د هوکړه لیک خبره د رسینو د سر خبر و، کورنۍ او ټولنیزې رسنۍ پر همدې مسئله بوختې وي، د پخوانی ولسمشر کرزي ، د مشرانو جرګې او ولسې جرګې غبرګونونه يې راوپارول، د امنیت شورا د مشر حنیف اتمر او د ملي امنیت د مشر رحمت الله نبیل ترمنځ د شخړو خبرونه رسنیز شول، پایله داچې ولسمشر غني اړ شو چې د پخوانیو مجاهدینو او ځینو افغان مشرانو نظر له ځان سره ولري او د آی ایس آی سره د نښاني شوې تړون اړوند وضاحت ورته وړاندي، د مشرانو نیوکې او نظرونه له ځان سره ولري.یاد تړون د افغان حکومت  خوښه نه بلکه د امریکا او بریتانیا غوښتنه ده چې له پاکستان سره به کیږي، لږ موده به يې ولسې جرګه او مشرانو جرګه او ځينې نور افغانان مخالفت کوی، مګر پایله داچې د امریکا او بریتانيې سفارتونه به دهغوئ خولې بندي کړي.کله چې وکیلانو او سناتورانو د امریکا او افغانستان ترمنځ امنيتې تړون تایداو، هلته يې ولي دې مسئلې ته پام نه و، هغه تړون کې هم راغلي چې د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ جنجالي مسئلو ته د حل لاره پيداکول او حل يې اړین کار دي.کله چې حضرت صیب ارګ ته ننوتی، د پاکستان د هغه وخت لومړی وزیر نواز شریف له د پيسو له چیک سره کابل ته راغی، د کمونسټې دولت د پاتې شونې  اردو د داغام او له منځه تلو سربیره د نواز یوه غوښتنه داهم وه چې افغان حکومت دي هغه لسټ پاکستان ته په واک کې ورکړي چې کوم کسان د ډیورنډ د پاکستان لور له پېښور او کویټې څخه په کابل کې له خاد سره اړيکې درلودلي، ویل کیږي  د دغو کسانو لسټ ډاکټر نجیب سوځولي او یا خو شورويانو له ځان سره وړي و، ځکه د پاکستان استخباراتو تر لاسه نه کړل.

په تیرو ۱۳ کلونو کې د هیواد په جنوبې ولایتونو ځانګړې ډول کندهار او هلمند کې د پاکستان د غاړي د بلوچو موضوع هم مهمه ده چې تور لګول کيږي په افغان خاوره کې د هند د استخباراتو په مرسته د پاکستان ضد روزنه ورکول کیږي، او په افغانستان کې پټنځایونه لري.پخواني هغه کمونسټان چې اوس هم په افغان استخباراتو کې دنده لري، او لاهم د پاکستان سره د شوروې د وخت په څیر ستونزه او نفرت لري، د هغوی هویت او لسټونه هم تر دي مهاله له پاکستان څخه پټ دي.

Mojadedi and Nawazsharif 23

هڅه به کيږي چې د هغو قبایلو (ډیورنډ لیکې پاکستان لورته)  لسټونه پيداشي چې په تیرو نږدې ۴۰ کلونو کې يې د افغانستان استخباراتو سره کار کړي.افغان څیړونکو ته تر ډیره د ازادي غوښتونکو نا تعریف شوې جملې د اندېښنې وړدی، چې هدف به ورڅخه، پښتون، بلوچ، سندی او یا هر هغه څوک وي چې د پاکستان د تګلارو په وړاندي ږغ پورته کوی، پرته له دي چې دافغانستان ګټو ته پکې نظر وشي، دغه ډله به د دواړو هیوادونو له خوا په ګډه ځپل کیږي.د آی ایس آی سره د ملي امنیت هوکړه به روسیه، هند او ایران وننګوي، یاد هیوادونه چې د افغانستان په استخباراتو کې ژورې ريښې لري بې غبرګونه به پاتې نه شي.روسانو خو وار له مخه ډیر کار کړي، ایران د مجاهدینو له کامیابې وروسته تر نن ورځي د افغانستان په استخباراتو کې د افغان ایراني جاسوسانو د ننوتلو او ځای پر ځای کولو هڅې کړي او کوي، او په تیرو ۱۳ کلونو کې په دی برخه کې غوښنه لاسته راوړنه لري.هند هم په تیرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان استخباراتو ته لاسرسی درلود، او کار يې کړی، له دي ها خوا يې په کندهار، هلمند، جلال آباد، خوست او پکتیکا کې د پاکستان سره پر پوله نږدې هم نفوذ کړی، خپل ځينې جاسوسان به يې پیداکړي وي، او په تیرو ۱۳ کلونو کې د ډیری افغان محصلینو هند ته تګ هم د انديښنې وړ ګڼلای شو.د آی ایس آی سره تړون به پاکستان استخبارات دا هڅه هم کوي چې د ایران او هند جاسوسانو لسټونه که وتوانیږي ځانته معلوم کړي، ځکه پاکستان له هند سره اوږده دښمنې لري او له ایران سره هم په سرحدې سېمو کې د شخړو او وژلو خبرونه ورکول شوې دي.پاکستان به د هغوی پاکستانې طالبانو په لسټ پسې هم لالهانده وي چې په افغانستان کې اوسیږي، او تر ډیره په ختیځ کې د پاکستان اهداف په نښه کوي،

چې ویل کيږي مشرې يې ملا فضل الله کوي.دا ډول پاکستان به هڅه وکړي چې د هغو پښتونو سرحدې قبایلو لسټ پيداکړي چې د ډیورنډ پاکستان لورته میښت دی، او د هند د استخباراتو سره اړيکې لري.هغه افغان مهاجر چې پاکستان کې لاهم د کډوالي ژوند کوی، او ممکن ځینې يې په تیرو ۱۳ کلونو کې له د افغانستان دننه کسانو په مټ د هند له استخباراتو سره اړيکې جوړې شوې وي، دهغوی لسټونه پيداکول به هم ددوی لومړیتوب کې وي.مهمه داده هغه افغان چارواکې چې له هند دولت او یا هندې استخباراتو سره يې اړيکې ښې وي، پاکستان به هڅه وکړي چې دهغوی اړوند هم پوره معلومات ترلاسه کړي.افغانستان چې د نړۍ بیلابېلې جاسوسي شبکې پکې فعالې دي، او ځینې چارواکې يې د نورو هیوادونو سره نږدې اړيکې لري،  د کومو خلکو لسټ به  له پاکستان څخه وغواړي. طالبان او اسلامي حزب خو معلوم دي.طالبان چې نه ویزه لري، نه پاسپورټ لري، نه هم اوس مهال کې د افغان حکومت د هویت پانه کاروي، مګر ځينې يې د امنیتې ستونزو د مخنیوي له امله کاروي، دغسي ورک خلک چې هیڅ نه لري، ټلفون يې ثبت نه دی، تذکره يې ثبت نه ده، پاسپورټ يې ثبت نه دي، له انټرنیټ څخه کار اخستل يې ثبت نه دي،  موټر يې پلیټ نه لري، د جنګ او حکومت ضد فعالیت پر مهال کوم ځانګړی یونیفورم نه لري، د ژوند کولو ځانګړی ثابت ځای نه لري، په دغسي یو حالت کې به د پاکستان استخبارات د افغان ملي امنیت ته د طالبانو اړوند څه ډول معلومات ورکړي؟که پاکستان د طالبانو د پټنځایونو اړوند او یا د طالبانود مشرانو اړوند معلومات ورسره شریکول غواړي، نو داخو یې دا تیر ۱۳ کاله له امریکا او نړيوالي ټولنې سره وکړل، آیا کومه روښانه نتیجه لري؟

افغان استخبارات له  روسې سیسټم نه امریکايې او بریتانوي سیسټم ته

د روسانو وخت کې جاسوسانو ته په تاشکند او روسیه کې روزنه ورکول کېدله، اوس به هڅه کيږي چې افغان جاسوسانو ته په پاکستان او یا نورو لویدیځ پلوه هیوادونو کې روزنه ورکول شي، لویدیځ استخباراتي تګلاره خپل بېل لومړیتوبونه لري، او شرقي استخبارات  بېل لومړيتوبونه لريپه تیرو ۱۳ کلونو کې ځينې سیاستوالو استخباراتي روزنه په بریتانیا، فرانسه، امریکا او جرمنې کې وکړي، بریتانیا تر ډیره پر هغو افغانانو فوکس وکی  چې دهغوی نیکونو د انګلیس افغان جګړو پرمهال انګلستانو ته جاسوسې کړي وه او یا خو يې له انګریزانو سره په هغه وخت کې مرسته کړي وه، د ګډ حکومت په اوسنې جوړښت کې د بریتانيې نفوذ د امریکا په خوښه له ورایه ښکاري.هغه پخواني کمونسټان چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته يې لویدیځ ته پناه یوړه، لویدیځ پرې سرمایه ګذاري وکړه، دهمدې ډلې په مرسته امریکا او بریتانیا د پاکستان په واسطه به هڅه کوي چې د افغانستان د استخباراتو تشکیلاتو او جوړښت کې بدلون راولي.روسي سیسټم نه امریکايې سیسټم ته د استخباراتو اړول اسانه هم نه ده، نږدې سل کلونو کې استخباراتو کې بدلون راوستل کیدی شي.کله چې مجاهدینو واګې ترلاسه کړي، او د نظار شورا له پرچمیانو سره ائتلافي حکومت جوړ کړ، په دغسي يو حالت کې ددي سوال نه پيداکيږې چې ولي استخبارات په خپل حال پاتې شول، ځکه يو ائتلافي حکومت ؤ، استخباراتو کې پخواني کمونسټان په دندو برحاله پاتې و.داچې طالبانو ولي روس پلوه استخبارات له منځه یو نه وړل او يا يې اصلاحات پکې رانه وستل، هغه وخت کې ټوله توجه مخامخ جګړې ته وه، استخباراتې جګړې ته ډیره اړتیا نه وه، بل داچې د طالبانو مشرانو د استخباراتو اړوند عمیق پوهاوی او یا پاملرنه هم نه درلودله، چې ښه مثال يې دا کیدای شي چې کله کابل طالبانو ونیوی ملاخاکسار يې د استخباراتو مشر وټاکی، چې ډیری طالبان پر هغه بې اعتماده و، مګر بیا هم د څه مودي له پاره هغه د استخباراتو مشر و.امرالله صالح په خپل وخت کې هڅه کړي ده چې د استخباراتو په جوړښت کې تغیر روالي مګر نه دي توانیدلی، اسدالله خالد دهمدې موخې له پاره د استخباراتو مشر وټاکل شو، ترڅو د استخباراتو جوړښت له روسي سیسټم نه امریکايې او بریتانوي سیسټم ته واړول شي، او هغه کسان چې لا هم روس پلوه استخباراتو باندي اتکاء لري کرار کرار د استخباراتو څخه لیري کړل شي، پرځای يې نوی امریکا او لویدیځ پلوه جاسوسان د استخباراتو په لویو او کښته دندو وګمارل شي.روسان ځکه وتوانیدل چې د پاچا ظاهر او ولسمشر داوود د وخت لویدیځوال استخباراتي سیسټم روسي کړي، يو خو په هغه وخت کې استخباراتو ډیر پرمختګ نه و کړی، بل داچې د پاچا او داوود خان د وخت جاسوسان يې خينې ووژل او نور يې له دندو لیري کړل، روس پلوه جاسوسان يې په استخباراتو کې ځای په ځای کړل.

د افغانستان د استخباراتو اوسنی شکل چې لا هم په خپل حال پاتې دي د استخباراتو د پخواني مشر امرالله صالح له قوله چې د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب د وخت د استخباراتو تګلارې کارول کيږي.داخبره هم واضیح کول په کار دي چې ببرک او نجیب د روسانو په مرسته او مشوره د هغوې د خوښې د شرق د استخباراتو تګلاره عملي کوله.د لویدیځو استخباراتو تګلاره تر شرقي استخباراتو نسبتا نرمه او اصولو او مقرراتو ته پابند ده، خو په دومره توپیر سره چې اصول او مقرارت په خپلو هیوادونو کې پلې کوی، د درېمې نړۍ له پاره هیڅ ډول اصول او مقرارت نه مني، ښه بېلګې يې د پاکستان او مصر استخبارات ویلای شو، چې هیڅ ډول اصولو ته پابند نه دي، مګر لویدیځ جوړښت لري.د امریکا د سي آی اې ماموریند چې په عراق او افغانستان کې کومې ناوړه کړنې له تورنو بندیانو سره وکړي هیڅ ډول اصول اجازه نه ورکوی، خو داچې د درېمې نړۍ هیوادونه دي، نوځکه خو ددې هیوادونو له وګړو سره هر ډول زور، زیاتي او ځوروني ته جواز ورکول کیدی.په اوسني وخت کې د افغانانو له پاره روسي یا لویدیځ استخباراتي تګلاره بې توپيره ده، د دواړو بنسټ په درېمه نړۍ کې پر زور، زیاتي او جبر سره ایښودل  شوی، یواځي دومره توپیر دي چې په روسي استخباراتي تګلاره کې تر نن پوري موږ په افغانستان کې د انسان د عزت پایمالول نه دي لیدلي، پر میرمنو د ا ستخباراتو په پټنځایونو کې جنسي تجاوز نه دی شوی، له نرانو سره لواطت نه دی شوی، خو په مصر او نورو لویدځ پلوه هیوادونو کې چې د لویدیځ استخباراتي تګلاره مخته وړي، هلته پر میرمنو جنسي تجاوز، له سړیو سره لواطت او ډول ډول د سپکاوي عملونه کيږي. چې په تیرو ۱۳ کلونو کې په امریکايې زندانونو کې افغانان او عراقیان ورسره مخ شوي، او په دي وروستیو کې د مصر د دیکتاتور سي سي د حکومت دغه ناوړه کړنۍ نړیوالو رسنیو را ا خستي دي.

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا