گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » دټاپی پروژې اهمیت او پراته خنډونه
دټاپی پروژې اهمیت او پراته خنډونه

دټاپی پروژې اهمیت او پراته خنډونه

TAPI PAIPLIJN 19

Besmellah Arahmane Rahhim 19

دټاپی پروژه اویاپه بل عبارت  د سرو زرو کرښه (ګولډن لاین ) دافغانستان اوسیمې له پاره خورا لوی اهمیت لری، ددې پروژې دپېل خبرې  ۲۱ یو ویشت کاله وړاندی په ۱۹۹۴ ز کال کې پېل سوی دی چې تراوسه یې دعمل جامه نه ده اغوستی، هغه حساسیتونه او رقابتونه چې په سېمیېز او نړیواله توګه موجود وه ، اوس هم موجود دی  د دې پروژې  د خنډ اوځنډ سبب سوې وه، په ۱۹۹۶ ز کال کې ددې پروژې له پاره درې اړخیز مجلسونه پېل سوه، په ترکمنستان، پاکستان، ختیځ اولویدیځ امریکاکې د دې پروژې داقتصادی اوتخنیکی کارله پاره پروګرامونه جوړسول، خو بیا هم کوم لیکلی قرارداد نوو سوی،  یوازی په هغه وخت کې دارجنټاین یوې کمپنی بریډاس په ترکمنستان کې دتفحصاتو او اوبوڅه داخلی صادراتوپېل کړی و، دسېمې دسټلایټ اوسیزمیک سروی ښودلی وه  چې دافغانستان په شمول داسېمه دطبیعی معادنو په ځانګړی توګه دنفتو اوګازوڅخه ډکه سېمه ده،  همداوجه وه چې  د لویوهیوادونو رقابتونه همدې سېمې ته راورسیدل  او د همدې موخی لاس ته راوړنی په خاطر یې د خپل برخلیک له پاره ګړندۍ هڅې پېل سوېامریکاچې په دې وخت کې دروسانو دخطرناکې امپراطورۍ دماتیدوله کبله یوقطبی قوت پاته سو هرڅه یې دځان بلل،  پاکستان هم دامریکاسره ترډیره همږغی و، ایران  بیا ډیری هلی ځلې کولی چې دداخلی صادراتوپه لیږد سره د همدې لاری داپروژه په خپل کنټرول کې راولی،  داچې دامریکا اونوری نړۍ دایران سره کومه ستونزه وه، همدارنګه  د ترکمستان نه لیوالتیا ددې عامل سوه چې داسی  لویه پروژه تر ډیره د ایران په خاوره کې  ممکنه نه وه، نو د افغانستان په بې ثباتی کې هغوی دخنډ اوځنډ له پاره پوره رول ولوباوه، چې تر ډیره ددې پروژې دځنډیدو سبب جوړسو، ت

Tapi 4 countries 19

رکمنستان هم دخپلې نوی واکمنۍ اودنړیوال رقابت دضربې څخه د ځان دساتلوپه خاطرتراوسه پوری ډیره حکیمانه حوصله وکړه.په ۱۹۹۸ ز کال کې امریکابې له لاسلیک سوی قرارداد څخه په کابل اواسلام اباد کې دیونیکال کمپنی دفترونه پرانستل ، همدارنګه هغوی دکندهارپه ولایت کې دکابل بولدک دوه لارې سره نږدې د کمپونډسېمه کې عملی اوتدریبی هڅې پېل کړی،  ډیری هغه امریکایې افغانان چې بیادامریکایې اشغال سره دامریکاله خوا په حکومت باندې هم واکمن سوه ددغی کمپنی مامورین اومعاش خواره و، خودامریکادزور او زر سره سره دوی بیا هم  د دغې پروژې په بشپړخپلولوکې ناکام سول اوتراوسه پوری هم داکارپه عملی ډول سره پېل نه سو.په ۱۹۹۹ ز کال کې هغه وخت  چې زه دمعادن اوصنائع وزارت معین وم موږ په عشق ابادکې ددې پروژې په اړه مجلس درلودی، درې ورځی موږ د دروهیوادونو استازو خپلمنځې  او دارنګه دهغوکمپنیو د استازو سره مجلسونه درلودل چې په دغه پروژه کې یې داشتراک لیوالتیالرله، که څه هم تردې وړاندې یوځل ماپه دې اړه سفرکړی و او د دې پروژې اړوند  ډیرو نورو مسؤلینوهم سفرونه اومجلسونه کړی و، مګر زموږ د ۱۹۹۹ کال ناسته وروستۍ وه، د دې مجلس په دویمه ورځ دیونیکال کمپنۍ په رول باندې ډیری خبرې وسوې،  پاکستان په دې باندې زیات ټینګار کاوه چې داپروژه باید یونیکال مخته یوسی،  ترکمنستا دیونیکال سره لیوالتیانه ښودله اودبریډاس کمپنۍ ته یې تریونیکال ترجیح ورکوله، موږ په اوله مرحله کې دپاکستان لوری ونیو، د شپې له پاره دترکمنستان ترکمن باشی یوازی موږ ته یوخاص دعوت راکړ، دډوډۍ دخوړلوپه وخت کې هغه دافغانانو داحسان د یادونې سربیره درې مهمې خبرې  موږ ته وکړی، تر ډیره داهغه اسرار وه چې هغوی په عام مجلس کې نه سوویلای.

لومړی:  هغه وویل چې موږ دافغانانو داحسان پوروړی یو، دا چې ترکمنستان ازادۍ واخستله، او موږ به کله هم ددې بدله ورنکړای سو، هغه وویل زماله خوابه  د تحفې په توګه  دوه کاره افغانانو ته خامخا کیږی،اول داچې زه به ترهغه ځایه چې وتوانیږم دافغانستان ځینوسېموته برق ورکوم او دابه زماتحفه وی.

دوېم : که دغه دټاپی پروژه هرڅومره هم وځنډیږی دابه اخیر دافغانستان له لاری کیږی که څه هم ځینې هیوادونه داکارنه غواړی.

درېم :  هغه وویل تاسوته به داحساسیت معلومیږی اویانه؟ خوموږ ته پوره معلومیږی هغه داچې موږ یوکوچنی اوبې دفاع هیواد یو، تراوسه هم موږ دروسانو ترتاثیر اونفوذ لاندې یو،  روسان په هیڅ قیمت نه غواړی چې دامریکا پښې دی همدې منطقې ته راداخلی سی، نوکه تاسوهم دپاکستان غوندی دیونیکال غوښتونکی سئ بیاموږ ته داپه ګټه ده چې داپروژه وځنډیږی،  ځکه چې زموږ بقا اوامنیت زموږ ملی موضوع ده، په سبا ورځ موږ هم  دترکمنستان  وړاندیز تایدکړ او د بریډاس دکمپنۍ سره مو یو تفاهم لیک یا Memorandum  هم لاسلیک کړ،کوم چې امریکایان یې په غصه کړه.له دی وروسته په لږ وخت کې امریکایانو په کابل کې خپل دفتربندکړ، یونیکال په کندهارکې فعالیت په ټپه  ودراوه او د ملګرو ملتونو دلارې یې په افغانستان باندې اقتصادی بندیزونه ولګول ، بهانه چې هرڅه وه خواصلاستونزه دهم دې ځایه پېل سوه.کله چې امریکاپه ګران هیواد باندې یرغل وکړ، داسلامی امارت نظام یې راوپرځاوه،  تر ډیره یې ددغه کمپنۍ کارکونکی او ورسره دهغوموسیسو کارکونکی چې دوی یې په یوه اوبل نامه استخدام کړی وه د حکومت  په رائس کې نصب کړل ، خوبیاهم دهغوی په څوارلس کلنه واکمنۍ کې خپل مقصد ته په مستقیم ډول ونه رسیدل،کیدای سی چې د امریکا ومنفی نتیجی ته  تر رسیدلو وروسته دهغوی دریځ داسی معلومیږی چې بدل کړی به یې وی چې امریکایې کمپنۍ دی مستقیما خپله داکار وکړای سی، اوس دوېم لاس کمپنۍ په مستقیم ډول میدان ته راځی چې کیدلای سی په غیرمستقیم ډول امریکایې کمپنۍ هم خپل حضور وساتی او یاپه دوېمه مرحله کې بیرته خپل حضورثابت کړی.داسی معلومیږی امریکایان  دچین سره هم دیوه نړیوال اوسیمییزقوت په توګه تفاهم ته رسیدلی دی، همدارنګه به د پروژې په تخنیکی برخه کې جاپان او په سرمایه ګذاری کې ناروی هیوادونه هم مستقیماراښکیل سی، په دې توګه به  ناروی اوجاپان په مستقیمه توګه تر یو وخته  د امریکا غیرمستقیم انډول  د چین سره وساتی، په دې توګه به د روسانو حساسیت هم یوډول په نظرکې نیول سوی وی، کوم چې تر ډیره د امریکا خپل چاروکو یا  Selfish  سترګی سوزی.

Tapi Map 19

دافغانستان رول

افغانستان په دې پروژه کې که وغواړی کلیدی رول اداکولای سی او دا به دافغانستان په تاریخ کې کیدای سی اول ځل وی چې دیوه داسی اقتصادی پلان نېمه کوربه توب کوې چې دنړۍ د ډیرو هیوادونو منافع  یو له بل سره تړی، داهغه څه دی چې دیوه دوامداره سولې پېل کیدلای سی، ددې  زرینې اواقتصادی  پروژې او موخې څخه افغانستان څومهمی استفادې کولای سی.

لومړی : ددې پروژې څخه په شمال اوجنوب غرب کې دخپلوطبعی زیرمو صادرات په اسانه سره کولای سی اوموږ ددې له پاره کافی اولویې زیرمې په هیواد کې دننه لرو.

دوېم : ددې پروژې  دلاری افغانستا ن خپل صنعت ته وده ورکولای سی همدارنګه دسیمنټوفابریکې له همدې ګازه پوره استفاده کولای سې.

درېم : دهیواد ډیرخلک اووړی کمپنۍ په کار اچولای سی چې دابه دخلکوپه اقتصادی وضعیت کې پوره مرسته وکړی.

څلورم:  هغه بند، تړلی او ولاړ ترانسپورټ تر ډیره  په کار اچولای سی چې دترانزیټ سربیره نور تجارت ته هم وده ورکولای سی.

پنځم :دافغانی تجارانو دتجارت پوره  انډول به دشرقی ګاونډی تجارانو سره وساتل سی تر څوپه بې ځایه بهانو داجناسو اوتجارت مخه نیول بندسی،او افغانی تجارانو ته دموانعو په ایجادخورالوی تاوانونه  رسیږی.

شپږم : د دولت په عوایدوکې به دنورو ټکسونوسربیره هرکال یوازی دګازو د صادراتو له کبله څلورسوه ملیونه  امریکایې ډالره اضافه کیږی.تردې ټولومهم هغه رقیب هیوادونه سره تړلای سی چې په سېمه کې لکه لیوان شاپه شاسره بیدیږی اوتر ډیره د دې رسۍ کیلی به دافغانستان سره وی اوداسی نور….

Tapi Afg pak Ind Turk19

 

سوله اوامنیت

که په افغانستان کې سوله اوثبات وای نوداپروژه به شل کاله مخکی عملا پېل او یا ممکن بشپړه وای، خودسولې او ډاډ دنشتوالی له کبله  تر اوسه پوری دا پروژه وځنډول سوه، که بیا هم سوله رانه سی  نو داګټوره ، ډیره مهمه او په نړیواله کچه اقتصادی پروژه به هم داسی دخبرو ترحده پاته سی، ځکه امریکایانو هره ممکنه لاره وازمویله خو هدف ته ونه رسیدل، زور، زر،  چلبازی، فشارونه اوفزیکی اومعنوی  رشوتونه خوباالاخره هغوی هم دخپلی سرټمبګۍ لاره بدله کړه.ددې پروژې امنیت نه دکابل بې واکه او بلواکه اداره ساتلای سی ځکه چې هغوی تراوسه دخپل ځان ساتنه نسی کولای،اونه یې طالبان ساتلی سی ځکه چې هغوی دقرار اوفرار په درشل کې وی،  په یوه معین ځای باندې استقامت نسی کولای، اونه یې خارجی یرغلګر ساتلای سی ځکه هغوی هم ټولی ممکنه لاری وازمویلی مګر یواځی خپلې ککری یې پکښی وخوړلی.داپروژه یوازی په یوه ملی تفاهم اوتوافق سره ساتل کیدلای سی همدارنګه کیدلای سی چې په حکیمانه توګه دسولې له پاره همداپروژه  دسولې دپېل استفاده ورڅخه  وسی، اوس داپه کار ده چې په سړو مغزو سره مدبرانه فکر  وسی چې دازرین فرصت دلاسه ورنکړل سی  اودا دهیوادوالو راټوکیدلی هیلې په ناهیلی سره بدلی نه سی.

احتیاط اونه لیدونکی خنډونه

مهم خنډونه سیاسی حساسیتونه دی چې افغانان باید هغه په ډیره ځیرکتیاسره په نظرکې ونیسی، هغه کمپنۍ اوهیوادونه چې د اړونده پروژې په اړه دهغوی مستقیم حضور حساسیتونه پار وی په نښه  اومخه یې په حکیمانه توګه ونیول سی، د دې سره سره چې امریکا د چین، جاپان اوځینی نورو هیوادونوسره یوه تفاهم ته رسیدلی خو بیا هم غواړی چې دځینې بانکونو دلاری خپلې کمپنۍ سېمې ته داخلی کړی د ADB بانک په بودجه  سره د Chevron او Exxon   کمپنۍ دیونیکال په عوض داخلې سی چې دابه  روسانو ته کله  هم  د منلونه وی.کابل اداره بایدد دې  پروژې څخه دسولې له پاره دیوه ښه چانس په توګه  صادقانه ګټه واخلی،  همدارنګه د ملی بنسټ په بنیاد یوه افغان شموله هماهنګی او همکاری رامنځ ته کړی، طالبان جمع  هر منتقد اومبارز  باید ددې  پروژې په  بشپړیدو کې د امنیت او ډاډ په اړه  همکاری وکړی  ترڅودا زرین فرصت بیا ټکنی نه سی. ټول افغانان بایدپه یوه بې طرفانه دریځ سره  د کابل په  اداره باندې فشار  راوړی چې د حقیقی سولې له پاره صادقانه  او عملی ګامونه واخلی، نور دا د چل او فریب نه ډک غولونکی کاذب شعارونه په حقیقت سره بدل کړی

دیوه سرلوړی خپلواک هیوادپه هیله

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

رالیږونکی : لیکوال او شنونکې نظر محمد مطمئن 

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا