گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دنجات په نوم دکان هم پرانیستل شو !
دنجات په نوم دکان هم پرانیستل شو !

دنجات په نوم دکان هم پرانیستل شو !

nauandeshi kabul 18

نواندیشی کابل : له کله چی د ارګ پر لویه قلعه  د جاسوسی شبکو د ډالرو چینی په وچیدو شوی نو په دغو د شاتو پرچینو کی لامبیدونکی هم وارخطأ شوی شوی او نه شی کولای د هغه لګښتونو ځواب ؤوایی چی په تیروڅوارلسو کالونو کی پر دغه شانی اضافی  مافیائی لګښتونوروږدی اومعتاد شوی دی .دملی وحدت په نوم د جوړی شوی مافیائی اداری را پدی خوا چی شاوخوا  دوه کاله تری تیریږی د اضافی ټولو لګښتونو د ځای پرځای پاته کیدولپاره د دغه مافیائی اداری بړیڅو ټولی دروازی وټکولې خو ونه توانیدل دهغه لګښتونو د پوره کولو په خاطر چی په مصنوعی توګه زموږ د هیواد د ګلالیو غیرتی  وګړو په رګونو کی وار په وار ترزیق شوی او دوی یی د لګښت په دغه وژونکی ویروس په تدریجی تحقیراو مرګ  محکوم کړی دی .

هغه غیرتی قوم یی چی ټول تاریخ یی پر میړانه او بریالیتوبونو ډک دی د ډالرو په پښو کی ذبح کړ . نو ځکه خو په ډیره ناهیلې سره هڅه کوی چی ګنی د ورځینی ژوندانه غولؤنکی پرده په هره بیه چی کیږی  پټه وساتی . چی ددی لړۍ په مینځ کی ځینی ماته خوړونکی چی په ظاهره دټولنی  روڼاندی ښکاری په کابل ښار کی سره  را ټول او د مرده باد اوزنده باد نارو په اورولو سره یی د والاحضرت سردار حامد کرزی په څوکلنه دوره کی یی  د افغانستان د اساسی قانون د څار د کمیټی د مشرقاضی ګل رحمن  چی ځان ته پوهاند وایی په مشری د افغانستان د سولی او نجات شوری په نوم  یوه هټې د نورو سلګونو هټیو او مغازو تر څنګ پرانیستله . په خپلو خبرو او شعارونو کی پر دی زور راوړی چی ګنی نړیوال نه غواړی په افغانستان کی سوله راشی او موږ د یوی بین الفغانی سولی غوښتونکی او طرفداران یو. پکار ده چی د افغانستان حکومت له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبری وکړی . د چارو کتونکی نورو دغه شانی غونډو او شعارونو ته په کتنه سره وایی چی بی له شکه دا د هغه په هیروئینو روږدی ناروغ د علاج په څیر ده چی ناروغ  وار په وار د پوډرو او شعارونو په میتود تر درملنی لاندی نیسی . او په یوه غونډه کی د مصارفو څخه یی چی تر لاسه کوی د ځان لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه بولی . او په دی توګه هم ځان غولوی او هم نور .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا