گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دمـــورد ورځی په منـــاســــبت څو پـــه وینـــولـــړلـــی فـــریــاد ونه !
دمـــورد ورځی په منـــاســــبت     څو پـــه وینـــولـــړلـــی فـــریــاد ونه !

دمـــورد ورځی په منـــاســــبت څو پـــه وینـــولـــړلـــی فـــریــاد ونه !

asadullah-forotan-name

که د کوم چا مور یا میرمن وفات شوې وي،نو زیاتره خلک په مختلفو وختونو کی وایي چې میرمن پیدا کیږي،خو مور نه پیدا کیږي.حال دا چې هره میرمن مور وي.زلمي ته مو لاس واړوئ،د فلاني لور مو ورته واده کړه او سر یې په ۱۰۰۰۰۰۰ لکه افغانۍ و،ټول  لګښتونه یې تر شلو لکو پورې رسیږي.

حال دا چې انجلی او هلک په نه لیدو د مور،پلار،ورور،خور او بل په وینا یو له بل سره د مختلفو فشارونو په ترڅ کې سره یوځای  کیږي په داسې حال کې چې د نکاح شرایط یې نه وي پوره کړي،بې منطقَ او له  یوه شرعی دلیل پرته  سره یو ځای کیږي او د نکاح تړلو په تش نوم، جنسي زور زیاتي او تشدد ته اړایستل کیږي. بې له شکه چې داسې ناوړه اعمال د مخلوق توهین دی او د مخلوق توهین د هغه د خالق ج د توهین په مانا دی.د خدای ج له لورې د نر او ښځې په زده کړو باندې په ټینګار او فراېضو پوهیږو،خو لا هم ډېری اکثریت وایو چې په ښځو باندې چا زده کړې کړي دي؟دا منو،چې که کوم چا حرام وخوړل،نو لمونځ یې نه کیږي،خو دا نه منو،چې ښځو ته د میراث خپل حق ورکړو.د نمونې لپاره  هم داسې څوک داسی انسان او مسلمان نشته چې د خدای ج دغه حکم ومني.

له مسلمانۍ به چاودیږي،خو دغه د ابوجهل عادت به لري.په دی معنی چی د خپلې خوښې اسلام به مني،له خوښې پرته اسلام به د ضد تر بریده نه مني.که د کوم چا ورور وفات شو،نو بل ورور یې د میرمنې څښتن او د واده حقدار جوړیږي،که د هغه میرمنې بېچاره خوښ وي یا نا خوښ،خو خوامخواه به دهغه ښاغلی په نکاح کی راځی ،حال دا چې دغه خوامخواه جبري نکاح جنسي تېري او غیر مشروع اړیکو ته د پلمې جوړول دي او جاېز نکاح نه دی.

که میرمن یې نه مني،نو ټولنیزو ستونزو او خپلې بې سروسامانی ته په کتو اړ کیږي،چې د وخت او ټولنې جبر ته تسلیم او وسله وغورځوي.که احیاناً کومه انجلی توره یا بدنامه شي،نو خپل کور ته له ورشړل کیدو وروسته هغه چا ته ورکول کیږي چې په څه نا څه شکل معیوب،معذور او یا هم عمرتېر انسان وي.

که د کوم چا میرمن وفات شي،نو څلور میاشتې یې لا نه وي تېرې،چې د بل واده غم خوري،ځکه دا ماشومان به څوک پالي؟ خو که ښځه کونډه شي،نو بیا هم د ماشومانو د پاللو لپاره د بل واده تصور هم نه شي کولی او هر اواز او غږ یې په مرۍ کې خپه پاتې کیږي.که څه هم که د خوراک او څښاک لپاره هیڅ هم ونه لري. ماته ډېره عجیبه ده چې که د کوم چا میرمن وفات شي،نو هغه هم پېغله انجلی غواړي، که احیاناً له کومې کونډې سره یې واده وکړ،نو د نوې میرمنې یو ماشوم هم په مشکله او سخته برداشت کوي.د ټولنې دې ته ورته نورې ډېرې دوه مخۍ او د انجونو او ښځو مختلف بلېک میلنګ د څو سوه کاله وړاندې په ګور کې د انجونو د ژوندی خښولو دویم نوم او بڼه ده.په ظاهره دوی ګرځي او ژوندی ښکاري،خو د جبري واده په نوم دوی د تل لپاره په ګور کې د ظلم تیاری شپی سباکوی .  د ښځو د نورو ګردو بنیادي حقونو سره سره د هغوی د سر پټولو اسلامی امر په سپینه کڅوړه کې بند پروت دی،تر څو د سند په توګه د بحث او مباحثې پر مهال ورڅخه استفاده وکړي،نور دې خدای ج مل شه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا