گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دعبدالحکیم منیب اواشرف خان غنی راکړه ورکړی ته ځغلنده نظر !
دعبدالحکیم منیب اواشرف خان غنی      راکړه ورکړی ته ځغلنده نظر !

دعبدالحکیم منیب اواشرف خان غنی راکړه ورکړی ته ځغلنده نظر !

Gulafghan Tarakhel Name

ټول پوهیږی چی اشرف خان غنی په خټه غلجی او په قوم د احمدزیو کوچی دی چی دزمانی په تیریدو د میرمن رولا جانی سره په واده کولو د کلیسا زوم شو . هسی خود زلمی خان خلیل زاد او اوانورالحق احدی په څیر دهغه نور همزولی او ټولګی وال هم د بیروتی شهزادګیو د عشق په لومه کی بند شول خو د اشرف خان علجی په ټبر احمدزی مینه د مسیحی دیانت په کلکو مزو تړلـــی وه .

د خدای کارونه ؤ اشرف خان د رولاجانی سره د مینی په نشه کی خپله رضا پریښوده او د صوفی لوی شاعر رحمن بابا په قول چی یی مینه خدای رولا باندی پیداکړه ، نو ځکه خویی د کوچیانی قرئت اسلام سره هم مخه ښه وکړه . او د رولاجانې دمینی د کلیسا مجاورشو .او په دی توګه او همدغه پلمه دی ته اړ شو چی د  کلیسا جارو ته لاس کړی اود کلیسا مجاور شو .

لنډه دا چی کالونه ، کالونه تیرشول او د اشرف خان غنی احمدزی او رولا جان غنی چی د  بخت نیلې د امریکا د متحدو ایالاتو پر لوری وخوزید  که څه هم اشرف خان غنی احمدزی د امریکا په متحدو ایالاتو کی زیاتره په تحقیقاتی مراکزو کی د یوه څیړونکی په توګه دنده ترسره کوله خو دهغه د یوه ډیر نږدی ملګری له قوله چی له کابله تر بیروته او بیا تر امریکایی ورسره انډیوالی پخه کړی او لا تراوسه هم له ښاغلی محمد اشرف خان احمدزی سره ډیره نږدی راشه درشه لری په امریکا کی هم تل د بیروت  د کلیسا تر سیوری لاندی ژوند کړی دی .

Ashraf ghani Famallie

د محترم اشرف غنی احمدزی  د کورنې تصویر 

نوځکه خو رولا جان غنی کله چی د امریکا په متحدو ایالاتو کی د خپل میړه محمد اشرف غنی احمد زی سره اوسیده تل به یی د خپل ورځینی ژوند راپور په بیروت کی هغه کلیسا ته ورلیږه کومه چی په لومړی ځل یی اشرف غنی احمدزی ته د تعمید غسل ورکړی ؤ او له کوچیانی قرئت اسلام په پریښودو یی او د خپلی مسیحی مارونی میرمنی رولا سعد  په خوښه په هغی کی مسیحیت منلې ؤ . نو ځکه خو د هیڅ شانی حیرانتیا وړ نده کله چی په لومړی ځل د امریکا د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیر جان کری John Forbes Kerry په مینځګړتوب د افغانستان د ملی وحدت د حکومت درئیس د میرمنی په توګه د ارګ پر لویه قلعه وردننه شوه نو د BBC د رادیو تلویزیون د پښتو څانګی د یوی همکاری پیغلی ثنا صافی سره یی د یوی مرکی په ترځ کی په انګریزی ژبه له خولی راووتل چی یوازی ډاکترصاحب غنی په غوښتنه زموږ د عقد خطبه یوه سنی امام ولوسته  او زما پلار هم د شاهد په توګه نقش سرته ورساوه او هیڅکله هم ددی پوښتنه نه ده را پیدا شوی چی زه دی له مسیحیته اسلام ته واوړم .

د رولا جان غنی سره د مرکی اصلی برخه چی ځان یی په انګریزی ژبه  یوه سپیڅلی مسیحی بللی دی .

داځکه چی زه یوه داسی مسیحی یم چی د یوه خدای هغسی چی مسلمانان یی پرستش کوی نمانځنه کوم . که څه هم ویل کیږی کله چی د BBC لخوالیږل شوی ټیم لندن ته ستون شو او ددغه مرکی لومړی برخه د  BBC په ستډیو کی واوریدل او ولیدل شوه نو د BBC د پښتو څانګی یوه  همکار له کابل په ځانګړی توګه له ډاکتر اشرف غنی احمدزی سره په تماس د BBC رادیو تلویزیون له رهبری څخه غوښتنه وکړه چی د مرکی دغه برخه چی رولا جان غنی ځان یوه سپیڅلی مسیحی بولی سانسور کړی

د رولا جان غنی سره د مرکی هغه برخه چی د  BBC د رهبری بورډ په امر او د  BBC دپښتو څانګی دیوه همکار په غوښتنه سانسور شوی ده 

لنډه داچی د دغه مرکی  فارسی او پشتو برخه چی پکی په څرګنده یی پر مسیحیت نه یوازی اعتراف کړی ؤ بلکه اسلام یی هم ددومره رواداریی دین ګڼلای ؤ چی د رولاجانی په شان د مسیحی عقیدی درلودونکی یی هم دلومړی میرمنی په توګه زغملی ده له خپریدو پاته شوه .

محمد قاسم حلیمی چی د علمأؤ شوری د ویاند په توګه د طالبانو سره دسولی په هکله دسعودی عربستان څخه خپریدونکی تلویزیونی کانال العربیه سره مرکه کوی :

دیادولو وړده چی د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان څو څانګو له هم هغه اوله د ښاغلی ډاکتر اشرف غنی احمدزی دانتخاباتی  کمپائین مرسته کوله او د داسی نا تا ئید شویو راپورونو له مخی ویل کیږی چی د مولوی عبدالحکیم منیب په مشرې د حرکت انقلاب اسلامی د څانګی د فعالیت په موخه  د محمد حنیف اتمر په مشری د امنیت شوری لخوا په لوړه بیه دفترونه په کرایه رانیول شوی  او دهغوی د ورځینیو مصارفو لپاره هم زیاته اندازه لګښت  ورکول کیږی . داسی راپورونه هم موجود دی

محمد قاسم حلیمی په کابل کی دسعودی عربستان دسفیر او محمد اشرف غنی ترمینځ ناست لیدل کیږی :

چی په تیرو ټاکنو کی د  ډاکتر محمد اشرف غنی احمدزی بریأ د مولوی عبدالحکیم منیب د یوه نږدی دوست محمد قاسم حلیمی چه د سعودی عربستان سره نږدی اړیکی لری او اوس ځان د مولوی حکیم منیب په حرکت انقلاب اسلامی پسی تړی  او محمد حنیف اتمر چی هغه هم د انګلستان د MI6 د استخباراتی اداری پخوانی جاسوس دی د هلو ځلو زیږنده ده داسی چی دغو دواړو ښاغلو د جمهوری ریاست  له ټاکنو پخوا ډاکتر محمد اشرف غنی احمدزی ته د عمری چکر ورکړ او دسعودی عربو له استخباراتو یی ورته دڅو میلیونه ډالر و چیک په انتخاباتو کی د لګښت په موخه ترلاسه کړ .

حکیم مننیب با اشرف غنی

دیادولو وړده چی دا سی ګنګوسی هم موجودی دی چی محمد قاسم حلیمی په ننګرهار کی دداعش له یوه مهمو حامیانو دی او دننګرهار داعش چی زیاتره یی د پاکستان تحریک طالبان او په هغوی پوری تړلی ډلی ټپلی جوړوی او د کابل د استخباراتی کړیو ترمینځ اړیکی جوړوی او راپور یی په کابل کی د  عربستان سفارت ته ورکوی . نو ځکه خو د ۱۳۹۵ کال د کب په شپږمه په ارګ کی د ډاکتر محمد  اشرف غنی احمدزی د اسلام د مقدس دین ته د خدمت په موخه د ستایلو یوه لوحه ورکړه او ډاکتر محمد اشرف غنی احمدزی هم د مشروعیت ددغه جعلی لوحی په بدل او دداشانی معنوی او دینی ازښتمندو کارونو د سرته رسولو په خاطر د خپلی شخصی سرمائی څخه دری میلیونه افغانی د خلکو د حرکت انقلاب اسلامی د مشر مولوی عبدالحکیم منیب ته وسپارلې .

او مولوی عبدالحکیم منیب هم د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او پالنې په برخه کې یې د جمهوررئیس کارونه وستایل، وې ویل: په ارګ کې د جمهوررئیس غني له خوا د میلاد نبي نمانځل یو داسې نیک ګام و چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره‎ترسره شو او په دې کار یې یو داسې اساس کېښود چې راتلونکي وختونو کې به هم دوام کوي.مولوي منیب جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ وې ویل، دا چې د دوی د ګوند اکثریت غړي دیني عالمان دي او حتا د هېواد لېرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي، تر هر څه لومړی به یې هڅه دا وي چې له هر ډول قومي، مذهبي او ژبني تعصباتو سره مبارزه وکړي. 

نواندیشی د هرچا او هر ډول نظر تر تاسو

یادداشت نواندیشی :  با طلب پوزش و تشکر از جناب آقای گل افغان تره خیل نویسنده محترم این مقاله هرچند اکثر بخش های این نوشته غیر مستند و مملو از اتهام بستن های بر اشخاص حقوقی و حقیقی  به نظر می آمد و طبیعی است که ما به عنوان تربیون نواندیشان مسلمان افغانستان  از انتشار هرنوع مطالب ماجراجویانه اکیدأ پرهیز میکنیم لهذا این نوشته پس از آنکه توسط سرپرست تربیون نواندیشی ویرائیش اساسی گردید انتشار یافت .  به آرزوی موفقیت های بیشتر تان 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا