گـزیده اخبــار
خانه » شعر هنر و ادبیات » دشیر مست حوالدار حواله ! په دې کې څه وایې؟ عصمت قانع
دشیر مست حوالدار حواله ! په دې کې څه وایې؟ عصمت قانع

دشیر مست حوالدار حواله ! په دې کې څه وایې؟ عصمت قانع

 kandahar charsyan 17

                    دشیر مست حوالدار حواله ! په دې کې څه وایې؟ عصمت قانع

                                                                                                                                                                                                                                  Qaneh Esmat14

خدازده شیرمست حوالدار څه وخت لیونی شوی وو؟ خو زړو کُندل خالي کنداریانو به ویل د صدراعظم شاه محمود خان په وخت کې ونیول شو، چې له بندیخانې را خلاص شو سد یې په سر کې نه وو. همداسې پرته به ګډ وو خپلو خبرو ته به یې پام نه وو، سر خانه، سرخانه چرس به یې وهل او د دنیا له هر ډول کار څخه لاس پر سر شو. سیاست یې هم پرېښود او په شکارپور دروازه کې یې د پلار او نیکه پر جایداد هم ټیکه ونه شوه. هوایي به ګرزېدو، د عملیانو او چرسیانو یوه وړه ډله ورسره وه سهار وختي به راووتل او غرمه به په خپله ملنګۍ ځاله ننوتل، تر بل سهاره پورې به یې شوروا جوړوله او د چرسو سرخانۍ یې ډکولې. شیر مست حوالدار عجب او غریب سړی وو، چې سهار وختي به راووت، نو ږیره، سر، تخرګونه او د وجود ټول ویښتان یې خرېل، کمېس او پرتوګ یې غورځولي وو، تنها یو برنډی بالا پوښ یې اغوست. په ژمي او دوبي، په مني او څوړمني کې به له یوه برنډۍ بالاپوښ سره ګرزېدو، چې تڼۍ به یې ټینګې ورتړلې وې. پر دوکاندارانو یې قلنګ درلود، تر لس روپۍ یې کم باج نه اخیست. سهار وختي چې د ښار دوکاندارانو به دوکانونه خلاص کړل، نو شیرمست حوالدار به هم د قلنګ د راټولېدو لپاره حاضر وو. په خورا امرانه لهجه به یې دوکاندارانو ته وویل، را واړوه زما لس کابلۍ. شیرمست افغانۍ ته کابلۍ ویله. کوم دوکاندار چې به د قلنګ له ورکولو انکار کاوه، نو شیرمست به د بالا پوښ تڼۍ ورته خلاصې کړې، په ښي لاس به یې خپل میرغضب ورته ونیوه او د چپ لاس په بټه ګوته به یې خپل میرغصب ته اشاره وکړه او دوکاندار ته به یې وویل، چې په دې کې څه وایې؟ دوکاندار چې سهار وختي به یې لا سم دسلاف نه وو کړی مجبور وو، چې د شیرمست لس روپۍ له بل چا قرض کړي او شیرمست ته ووایي، د بالاپوښ تڼۍ دې بندې کړه، ستا په دې شي کې به نو څوک څه ووایي! د شیرمست لک میر غضب به هر سهار له دوکاندانو څخه لس لس روپۍ را ټولولې، په ټول بازار کې داسې څوک نه وو، چې ووایي، زه ستا په شي کې دا وایم. شیرمست خو د استبداد زندان لیدلی وو، دهمزنګ یې لیدلی وو، روحي فشار یې حواس ورڅخه اخیستي وو او بیا یې د ژوندانه د دردونو د دوا لپاره د بنګو لوخې ته پناه وروړې وه او د بنګو لوخړې هم د دنیا له غم څخه بې غمه کړی وو

Hamed karzai in Charse 17

اما اوس د افغان وطن پر لوی سرنوشت باندې داسې شیرمستان مسلط دي، چې نه یې روحي عذاب لیدلی دی، نه یې زندان کتلی دی، نه یې د دردونو څړیکو د نجات کوم لور او طرف لټولی دی بس د یوه پردي جنګ په دلالۍ کې دومره مست شوي دي، چې ددې وطن د هر ډول حقوقو د غوښتنې په وړاندې هماغه د شیرمست خبره تکراروي. پنجشیري شیرمستان، جهادي شیرمستان، طالبي شیرمستان، مافیایي شیرمستان، تاریاکي شیرمستان، تکنوکراتي شیرمستان، پروژه یې شیرمستان، دیموکراتیک شیرمستان، سوټیکراتیک شیرمستان، د مځکو د غصب کومیک شیرمستان، د سفارتي استخباراتي پروګرامونو دیپلوماتیک شیرمستان، د پارلمان د معاملو کمیشني شیرمستان او د میډیا فیشني شیرمستان ټول د قانون تهذیب او د وطن د اجتماعي ګټو پر وړاندې همدا یوه کلمه خبره کوي، چې په دې کې څه وایې؟ قانون د لسو زرو افغانیو رشوت خور په کلونو بند محکوموي، خو د پنځوسو میلیونو ډالرو بانکي غل همدغه قانون ته وایي، چې په دې کې څه وایې؟ د خړې اومې جونګړې جوړونکی د ښاروالۍ له خوا احضارېږي او له جونګړې شړل کېږي او بیا په بند او جریمه هم محکومېږي، خو د میلیونونو جریبو دولتي مځکو غاصبین سرې سترګې ګرزي، تر پایڅه یې را اېستلی دی او هر چاته وایي، چې په دې کې څه وایې؟ په سلهاوو میلیونه ډالر پانګه د بیا رغونې له پروژو را تروړل کیږي په سپینه ورځ یې فهیم خلیل او الماس خیل په بډه وهي حتی جنرال آلن یې هم شکایت کوي، خو د زور او ترور شیرمستان پر خپل خره سپاره دي او همدا ګردان کوي، چې په دې څه وایې؟ د یو کیلو ګرام تریاکو قاچاقبر په ۱۸ کاله بند محکوم شوی دی او د سلهاوو ټنه تریاکو سوداګر مست او خراب ګرزي، د ټولې دنیا قانون ته وایي، چې په دې کې څه وایې؟ انډیوالان کله کله استدلال کوي، چې حاکمه کثیرالابعاده مافیا د خارجي ملاتړ په زور د قوت شان او شوکت سندره وایي که نه په غریب افغانستان کې داسې سپین سترګي اخلاق چا نه درلودل، چې هم غلا وکړي او هم د غلو تر بیرغ لاندې په سپینه ورځ د خپلې پاکۍ او شیخۍ بابولاله وغږوي. یاران وایي، چې دا هرڅه د پردو حربې او طریقې دي، چې هدف یې د یوه ملت د کلتور هویت، امن او موجودیت د څلو او منارونو چاودل دي، زه هم په همدغه عقیده یم. تر څو پورې چې ملتونه په هر اړخیز ډول فاسد نه شي او فاسد پرهرونه یې ناسور ونه ګرزي تر هغو پورې قومونه او ملتونه له پښو نه غورځي. زموږ د وجود د فاسدولو او مردارولو لپاره په سپینه ورځ ډېرې بدې حربې روانې دي او انجام یې هم معلوم دی، چې د یوه ملت د عظمت تخریب او له منځه وړل دي. ځکه چې مافیایي فرهنګ د ټولو اخلاقي موازینو بر خلاف میرغضب په لاس کې نیولی دی او وایي، چې په دې کې څه وایې؟ موږ بې وسه، بې کسه، بې تکیې او بې آسرې خلک به څه پکې ووایو؟  

له محور ورځپاڼې څخه په زیاته مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا