گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » دسولې شورا محوری غړی؛دجنګ وزیر!
دسولې شورا محوری غړی؛دجنګ وزیر!

دسولې شورا محوری غړی؛دجنګ وزیر!

Nazar mohamad Motmaien 23

کلونه کیږی چې افغان ولس ویل چې د سولې شورا ځینې غړی  پخوانی جنګسالاران دی، سولې ته ژمن نه دی، او نه هم د رښتونی سولې له پاره کار کوی.افغان حکومت پر دی ټینګار درلود چې هر ډول د سولې خبرې باید د سولې شورا د لاری مخکې یوړل شی، ولسمشر غنی هم د خپل کمپاین پر مهال ویلې و چې د سولې شورا ته به نوره اړتیا نه وی، که ارګ ته ننوت د سولې شورا اړوند پریکړه به یې په لومړیتوبونو کې وی، ولی دادی نږدې اته میاشتی تیری شوی لا هم د سولې شورا په خپل حال پاتې ده.د سولې شورا کې محوری رول ښاغلی معصوم ستانکزی درلود، هغه څوک چې صلاح الدین ربانی هم وخت ناوخته شکایت درلود چې واک او صلاحیت او په ځانګړی ډول مالی حسابونه ګرده له ښاغلی ستانکزی سره دی، او د سولې شورا مشر تر ډیره له مالی چارو څخه ناخبره ساتل کیږی، دا خبرې هم وشوی چې په پېښور، کراچۍ ، کویټه او کابل کې ځینو کسانو ته په پټه د سولې شورا د غړیتوب حق ورکول کیږی چې دا هم د ښاغلی معصوم ستانکزی تر چتر لاندی صورت مومی.معصوم ستانکزی د ولسمشر غنی له لوری د دفاع وزیر ونومول شو، هغه وزیر چې له طالب او د ولت مخالفو وسلوالو سره د جګړې پر مخ بیولو دنده به لری، هغه وزیر چې په هر ډګر کې به جګړه کوی، هغه وزیر چې خپلو عسکرو ته به د وژلو امر کوی.عجیبه نا متجانس جوړښت زموږ د ټولنی، سیاستوالو او چارواکو دی، پرون یې د سولې نارې وهلی، له مخالفینو سره یې د سولې د هر ډول هڅو کوشش کاو، نن به د سولې پرځای ټوپک پر اوږه ږدی، سوله به نفی کوی، او د جنګ له لاری به خپل ځان مطرح کوی، جګړه به شدت پیداکوی او وژنې به ډیریږی.د معصوم ستانکزی د دفاع وزارت ته نوماند کیدو ته په کتلو سره ښکاری چې ولسمشر غنی د سولې له پاره رښتونې ژمنتیا نه لری، هغه کس چې د سولې اړوند هر مجلس او د سولې اړوند ډیرې پټې خبرې او رازونه ورسره و، کلونه یې د سولې په شورا کې کار وکړ، نن یو ناڅاپه د سولې خلاف د جنګ وزیر ټاکل کیږی، ددی معنی به څه وی؟

masoom stanezai 22

ولی دغه د سولې استازی د جنګ لاره خپله کړه؟څه ډول به اوس افغان ولس د ولسمشر غنی د سولې پر ژمنو او د سولې شورا پر نورو غړو باور ولری چې دوی رښتیا هم د سولې له پاره کار کوی، د ولس باور به پر حکومت نور هم زیانمن شی.داسی هم نه ښکاری چې معصوم ستانکزی به د اردو ځواکونو ته ووایې چې نور جګړه کمه کړئ، نرمه یې کړئ او یا خو یې بس کړئ، موږ له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو لاره خپله و، دا چې ولسمشر د افغان ځواکونو اعلی سرقومندان دی، هغه څو ځله د وسلوالو مخالفینو د ښه ځپلو خبره کړی،  او همدا نن یې بیاځل هغه خبره د ۵۰ هیوادونو د استازو په لویه غونډ ه کې تازه کړه  چې د جګړې ځواب به په جګړه سره ورکو، همداسی د کورنیو چارو وزیر هم ورته څرګندونې کړی.یوه بله خبره هم کیږی چې تر کومه به حقیقت ولری، ویل کیږی چې د ګډ حکومت یو لوړ پوړی چارواکی جرمنی ته تللی و، هلته یې له امریکایانو او انګریزانو سره د جرمنیانو په ګډون ګډه ناسته درلودله، د افغان حکومت د غه چارواکی ته ویل شوې و چې ځینې ولایتونه باید طالبانو ته خوشې کړل شی، چې په هغه کې هلمند، ارزګان، فراه او نیمروز و.دغه خبره چې کله د افغان اردو لوی درستیز شیرمحمد کریمی ته شوې وه، هغه یې له منلو څخه ډډه کړی وه، هغه ویلی و چې تر څو زه لوی درستیز یم، ددغه کار پړه به پر ما راتپل کیږی، او د اردو د مورال بایلل او ولایتونو له لاسه ورکولو پړه به زما پر غاړه وی.طالبانو ته نږدې سرچینې وایې چې طالبان د امریکا او انګلستان د هیواد د تجزیې پر پلان په ۲۰۰۶ کال کې  خبر او شکمن  ؤ، هغه وخت کې هم هڅه شوې وه چې طالبانو ته ځینې ولایتونه خوشی یا ورکول شی، مګر طالبانو د هیواد یو موټې پاتې کیدو له امله په هغه وخت کې په جنوب کې خپلې حملې کمې کړی.په ۲۰۱۵ ز کال کې چې یوځل بیا هڅه وشوه په شمال کې د امریکایې ګټو له پاره په بېلابېلو نومونو وسلوال راپیداشی، او د ګډ حکومت په کمزوری جوړښت سره د هیواد تجزیې ته لاره پرانستل شی، طالبانو همدغو ټکو ته په پام سره د جګړې مخه شمال  ته او په شمال کې یې خپل حملې په داسی حال کې  زیاتی کړی چې هم مهال په جنوب کې هم د سختو جګړو راپورونه ورکول کیږی.سیاسی شنونکې د امریکا او انګلستان له دغسی طرحو څخه د هیواد د تجزیې ویره لری، انګستان او امریکا غواړی چې په کرار کرار د هیواد تجزیې ته لاره هواره شی، ځکه خو یې ګډ حکومت چې ولسمشر غنی د پښتنو او اجرایوی رئیس د تاجکو استازیتوب وکړی، یو به د جنوب او بل به د شمال استازیتوب کوی، په راتلونکې کې به د هیواد په جنوب او شمال وېښلو ته زمینه برابره کړی.معصوم ستانکزی چې پخوانۍ د جنګ ډیره تجره نه لری، او په تیرو ۱۳ کلونو کې یې هم یواځی په ملکې برخه او په ځانګړې ډول د سولې اړوند پروسه کې کار کاو، دهمدې پلان د عملی کولو له پاره د دفاع وزیر ټاکلی وی تر څو ګډوډی زیاته شی، ځکه زه باوری یم چې ستانکزی به د ملی اردو د جنرالانو د کنټرول او پر هغوئ د اوامرو د تطبیق توان ونه لری، ځکه چې نه یې لوړی پوځی زده کړی لیدلی او نه هم د لوړی کچې پوځی تجربه لری.ولی یو شی واضیح ده چې ستانکزی داسی ځانګړتیا لری چې هیڅوک هم نه خفه کوی، او د ولسمشر او امنیت شورا هیڅ ډول غوښتنه او پریکړې ته به نه ونه وایې بلکه په ورین تندی به یې د تطبیق کولو کوشش کوی.د اهم یو سوال دی چې ولی ولسمشر د دفاع وزارت اړوند ۱۸۰ درجې تغیر کړی، لومړی یې د پوځ لوی درستیز باتجره پوځی شیرمحمد کریمی نوماند کړ چې په ولسې جرګه کې ډیری وکیلانو په ځانګړی ډول د خوست وکیلانو د شمال ټلوالی په هڅو دهغه له نوماندی سره مخالفت وکړ او رایه یې خپله نه کړه.دوېم ځل یو سرسخت پخوانی کمونسټ او باتجربه پوځی چې ممکن هغه د پوځ په برخه کې په جګړه کې لاسته راوړنې درلودلی وای، افضل لودین دفاع وزارت ته نوماند شو، مګر دهغه د پخوانی سخت کمونسټی شالید لرلو له امله په کوردننه د پخوانیو مجاهدینو له سخت غبرګون سره مخ شو، لودین اړ شو له خپلې نوماندی څخه استعفی وکړی.درېم ځل دومره لوی بدلون چې د سولې شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزی، هغه څوک چې پخوا یې ویل پر جګړه باور نه لری، هغه څوک چې په تیرو څو کلونو کې یې په وازه خوله د جګړې مخالفت کړی، او جګړه یې د حل لاره نه ده ګڼلی، تر ډیره یې سرو کار له ډیپلوماټانو سره و، نن په لوی لاس جګړې ته ورټېل وهل کیږی، ددی معنی څه ده؟هم مهاله د پاکستان له آی ایس آی سره د افغانستان د ملی امنیت تړون چې دواړه ادارې به د مخالفینو په ځپلو کې له یو بل سره مرسته کوی، او مخالفین به د ډیورنډ لیکې دواړو لورو ته ځپل کیږی. د پخوانی پاچا ظاهر شاه ګروپ چې هر وخت یې نارې وهلی چې لویه جرګه د حل لاره ده، د افغانانو وژل باید ودرول شی، جګړه ختمه شی، په جګړې یې باور نه درلود، نن همهغه ګروپ عملا په جګړه کې شکېل دی، او مشرې یې د ولسمشر غنی پر غاړه ده.د معصوم ستانکزی له نوماندی سره د جمعیت اسلامی د ځینو مشرانو د مخالفت سره سره، چې تور پری لګوی چې د استاد برهان الدین ربانی په مرګ کې یې لاس درلود، ولسمشر غنی د هغه د دفاع وزارت ته نوماند کول نن  د ۵۰ هیوادونو د استازو په لویه غونډه کې اعلان وکړ، او کوشش به وشی چې داځل ستانکزی د پارلمان څخه د تاید رایه هم خپله کړی، ځکه معصوم ستانکزی د امریکا او بریتانیا او ډیری لویدیځو سفارتونو سره ډیرې نږدې او پټې اړیکې لری. ښکاری چې لاهم د سولې له پاره رښتونې ژمنتیا نشته، او ګډ حکومت د امریکا او انګلیستان تګلارې پر مخ وړی، جګړه به دوام کوی، دلته به په یو او بل نوم نورې وسلوالې ډلې هم د امنیت د خرابوالی په موخه د حکومت له خوا په لوی لاس ایجاد کیږی، امریکا به له روسې سره خپله تربګنې پالی، د چین د تهدید له پاره به خوبونه وینی، له روسانو څخه به په اوکراین کې د امریکا او ناټو د ناکامی غچ اخستلو تمه لری.

د سولې استازیه، د جنګ هوډ دی تاسی ته مبارک وی، کله چې په سوله کې بریالی نه شوې، باور ولره چې په جګړه کې به هیڅکله بریالی نه شی.

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا