گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » دســولـې څلـوراړخیـزې نـاستـې اولاسـته راوړنـې: نـظر مـحمـد مطـمئـن
دســولـې څلـوراړخیـزې نـاستـې اولاسـته راوړنـې: نـظر مـحمـد مطـمئـن

دســولـې څلـوراړخیـزې نـاستـې اولاسـته راوړنـې: نـظر مـحمـد مطـمئـن

Nazar mohamad Motmaien 23

د روان کال د جنوری پر ۱۱مه اسلام اباد کې د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د افغانستان سولې اړوند ناسته وشوه.

kabul Ejlas 4 Janeba

له ناستې وروسته د افغانستان له اړخه مشر مرکچې حکمت کرزی چې کابل کې کومې څرګندونې وکړی، هغه د سولې خلاف څرګندونې وې او له طالبانو یې یو ځل بیا وغوښتل چې یا خو دې د حکومت د سولې له پروګرام سره یو ځای او یا به یاد هیوادونه په ګډوه دوی ځپی، د حکومت د سولې پروګرام تر دې مهاله طالبانو څخه د تسلیمیدو غوښتنه کوی.

د جنوری پر ۱۸ مه نیټه د یادو څلورو هیوادونو ترمنځ ناسته کابل کې وشوه، بیا هم د ناستې په پېل کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی پر طالبانو ږغ وکړ چې وسلې پر ځمکه کیږدی او د حکومت د سولې پروګرام سره یو ځای شی چې  په حقیقت کې بیا هم پر طالبانو د تسلیمیدو ږغ وو.د دواړو ناستو له پېل څخه مخکې او د ناستو وروسته ډیری افغان سیاستوالو په ټلویزونی بحثونو، مرکو او لیکنو کې دغه ناستې د سولې اړوند هیله مندې ونه ګڼلې، ډیری د نظر خاوندانو شک ښکاره کړ چې پاکستان د سولې اړوند رښتینی نه دی، دا ډول ځینو دا هم ویل چې افغان حکومت لا هم د سولې ښکاره تګلاره نه لری او د سولې له پاره ژمنتیا او اراده نه لری.

پر پاکستان بې باوری

په ټوله کې د پاکستان له خوا د افغانستان سولې اړوند هڅو باندې افغان ولس او افغان سیاستوال بې باوره دی، یواځی لوړ پوړی دولتی چارواکی دی چې څرګندونی کوی چې پاکستان کولای شی طالبان د سولې مذاکراتو میز ته په زور سره راکش کړی، او د دولت دننه بیا ګڼ شمیر داسی منځ پوړی چارواکی شته چې پر پاکستان شک کوی. حکومتی چارواکی ښایی ځکه د سولې هیلې پاکستان پورې وتړی، چې بله لار نه لری. دوی تیار نه دی چې له طالبانو سره مخامخ بې له کوم بهرنی منځګړی د سولې او جګړې اړوند مسئلې مطرح کړی؛ ځکه دوی اصلاً د سولې پر مذاکراتو نه، پر تسلیمۍ باور لری. هغه خام باور چې پنځلس کاله افغان حکومت له کومې پایلې پرته وپاله!د څلور اړخیزو ناستو اړوند افغان سیاستوالو او ډیپلوماټانو لیکنې وکړی، چې په دی ترڅ کې په اسلام اباد کې د پخوانی افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف لیکنه هم یادولای شو، هغه ویره ښکاره کړې چې دغسی ناستې د سولې اړوند نه بلکې د جګړې د اوږدیدو په موخه کیږی، او د جګړې پلانونه پکې طرحه کیږی، هغه په څرګند ډول د افغان حکومت پر ارادې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسی د سولې اړوند شک ښکاره کړی دی.

د سیاسی چارو کارپوه، احمد سعیدی چې پخوا په دې نظر وو چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لری، د جنوری په لومړۍ اونۍ کې  اسلام اباد کې د سولې خبرو اړوند کوم کانفرانس کې له پاکستانی چارواکو او سیاستوالو سره تر کتنو وروسته اوس په دی نظر دی چې پاکستان د سولې په نوم امتیاز غواړی چې د ډیورنډ کرښه او پوله د افغانستان له خوا په رسمیت پېژندل او دا ډول منځنۍ آسیا ته د ټرانسپورټ امتیاز او د هند له نفوذ څخه د افغانستان خلاصون غوښتنې لری، سعیدی خو لا دا هم وایی چې پاکستانی چارواکی او سیاستوال ادعا کوی چې ولسمشر اشرف غنی د هغه د حکومت په پېل کې ورسره یادې غوښتنې یو ډول منلی دی. له پاکستانیانو سره د سعیدی خبرو او د نظر بدلون پاموړ دی. سعیدی هم اوس پر دې باور دی چې پاکستان پر طالبانو کنټرول نه لری.افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر خلیلزاد هم د اسلام اباد ناسته د سولې اړوند نهیلی هڅې بللی دی.

سولې بهیر او نوې پېښې

له څلور اخیزه ناستو مخکې، وروسته  او جریان کې ځینې داسی پیښې وشوې چې بې باوری یې زیاتې کړی، په مزار شریف کې د هند پر قونسلګرۍ برید، جلال آباد ښار کې د پاکستان پر قونسلګرۍ برید، پېښور کې د افغان ډیپلوماټ پر کور برید او په کراچۍ کې د پاکستان استخباراتو له خوا د ۴ افغان امنیتی کسانو نیول.دا ډول د همدې ناستو په جریان کې کابل د بریدونو شاهد وو، کابل کې چې په سبا به ناسته کیږی په هغه شپه یې راکټی بریدونه وشول، ځینې راپورونه دی چې د ایټالیا سفارت هم د همدې بریدونو له امله زیانمن شوی، او د ناستی څخه یوه ورځ مخکې جلال اباد کې د یو قومی مشر په کور کې چې نور قومی مشران هم راټول شوی وو خونړی برید وشو، تر لس زیات افغان قومی مشران پکې ووژل شول.د اسلام اباد ناستې وروسته د پاکستان (سرتاج عزیز اوس یوازې د بهرنیو چارو سلاکار دی)  د بهرنیو چارو سلاکار، سرتاج عزیز چې د پاکستان له اړخه یې د پلاوی مشری کوله او د حکمت کرزی چې د افغانستان له اړخه یې د پلاوی مشری کوله د نظر ښکاره اختلاف ولیدل شو، سرتاج عزیز وویل چې طالبانو اړوند باید نظامی اقدامات یا نظامی عکس العمل ونه ښودل شی، برعکس حکمت کرزی وویل چې د طالبانو هره ډله که سولې ته اماده نه شی وبه ځپل شی.دا ډول په اسلام اباد کې افغان سفیر جانان موسی زی بیا وویل چې د داعش ډلې اړوند جنګیالی افغانستان ته د پاکستان له خاوری څخه را اوړی.د جنوری پر ۱۸مه نیټه چې کابل کې څلوراړخیزه ناسته وه، د مشرانو جرګې مشر مسلیمار وویل چې څوک سوله نه کوی هغوی باید ووژل شی. هغه وویل چې له هغه چا سره سوله کوو چې سوله غواړی او څوک چې له موږ سره جګړه کوی هغوی باید ووژل شی.د افغان حکومت د سولې ټولې پروسې او شعارونه له تیرو ۱۵ کلونو تر دې مهاله د طالبانو د تسلېمدو اجنډا لری، هغه څه چې په تیرو کلونو کې یې نتیجه ورنه کړه او ممکن په راتلونکې کې هم د سولې تر نوم لاندی د طالبانو تسلېمیدل شونی نه وی.

Taliban Leaders weth CIA Agent31

طالب سره خبرې

تر څو چې طالبانو سره مخامخ خبری ونه شی د هغوی غوښتنې وانه وریدل شی او هغوی د جګړې یو اصلی لوری ونه منل شی د سولې خبرې ممکن کله هم نتیجه ورنه کړی، لا هم افغان حکومت طالبان د جګړې اړخ نه ګڼی او پرځای یې غواړی چې پاکستان د جګړی اړخ وښیی چې پاکستانی چارواکی داکار د خپل هیواد پر تاوان ګڼی. افغان حکومت لا هم چمتو نه دی چې هغه حقایق ومنی، چې نور یې د انکار پر ځای د اقرار وخت رسېدلی. امریکا چې د جګړې اصلی لوری دی، د افغانستان ځمکنی حقایق یې ومنل، د پاکستان پر ځای یې د خپلو اسیرانو مشکل له طالب سره حل کړی؛ خو دا یوازې افغان حکومت دی چې خپلې خبرې ته اړم دی.امریکا هم تر ډیره  دا افغان حکومت خبرو ته غوږ ږدی او د حکومت ملاتړ کوی، دا ډول د جګړې د زیاتوالی او اوږدیدو خبر ورکوی، د اسلام اباد ناستې وروسته ولسمشر اوباما وویل چې افغانستان به په راتلونکې یوې لسیزې کې هم د تروریزم سره د جګړې ډګر وی، او ډیویډ پټریوس بیا وویل چې په افغانستان کې باید د ناټو هوایی بمباری زیاته شی، بل لور ته امریکایې او بریتانوی پوځیان عملا د هلمند جګړه کې لګیا دی له طالبانو سره جګړه کوی، چې طالبانو ویلی چې د امریکایی عسکرو په جګړه کې بیاځل ښکېلتیا به د سولې خبری ټکنۍ او منحرفې کړی.د افغان حکومت د ننه لا هم د سولې اړوند یو نظر، موقف او تګلاره نه لیدل کیږی، د غنی او عبدالله تر منځ لا هم د واک پر سر ناندرۍ پای ته نه دی رسیدلی، د ولسمشر لومړی مرستیال دوستم له تیرو دوو میاشتو راهیسی په رسنیو او مهمو دولتی مجالسو کې نه دی لیدل شوی، ویل کیږی له غنی څخه د واک پر سر ماڼیجن دی.په تیرو لسو کلونو کې بېلابېل دغسی یو اړخیزې ناستې شوې او ځینې وختونه له اوسنۍ څلور اړخیزو ناستو هم قوی ناستې شوې، ولی ستونزه دا ده چې د جګړې یو مهم لوری هر ځل په لوی لاس له دغسی ناستو څخه محروم ساتل شوی، تر څو چې د جګړی د ښکېلو لوریو غوښتنې او اندیښنې وانه وریدل شی، دغه ډول ناستې یواځی د ملتونو د اذهانو مغشوش کول او مصروف ساتل دی.امریکا هغه هیواد دی چې د یو لوی ایتلاف په جوړولو سره یې پر افغانستان حمله وکړه، افغان حکومت د همدې امریکا په زور پر افغان ولس تپل شوی او پاکستان د امریکا له خوا پر افغانستان د حملې پرمهال  یو له لومړنیو متحدینو د امریکا څخه دی چې د امریکا تر څنګ ودریدی، د امریکا په واک کې یې خپل هوایې ډګرونه ورکړل او امریکایی الوتکو د پاکستان له خاوری الوت کاو پر طالبانو یې بمبارد کاوو.

Raheel Sharif and USA Defance Minester Jan Carter 20

منځګړی که د جګړې لوری؟

درې واړه هیوادونه (امریکا، پاکستان او افغانستان) د جګړې یو لوری ګڼلای شو، چین هیواد سمه ده چې تر دی مهاله یو ډول ځان ناپېیلی ګڼی ولی د پاکستان ګټې بیا چین ته تر افغانستان او طالب ډیرې مهمې او لومړیتوب لری، نو بیا ویلای شو چې که د سولې اړوند کومه طرحه د یادو هیوادونو په شتون کې جوړیږی هغه به د طالبانو پر زیان، د افغان حکومت په ګټه او پاکستان ته به زیات امتیازات پکې منل کیږی، ځکه امریکا او چین دواړه له پاکستان سره نږدې ملګرتیا لری او غواړی پاکستان په سېمه کې سیاسی نفوذ ولری افغانستان یې د نفوذ تر ساحې لاندی وی.که موږ د سولې په نوم بلې جګړې ته ننوځو، امریکا، چین او افغان حکومت د پاکستان غوښتنې منی او د ډیورنډ پر سر معامله کیږی، داکه یواځی افغان حکومت یې ورسره ومنی او یا ممکن د فشار له کبله پر طالبانو هم دا شرط منل کیږی، پرته له شکه یوې نوی او اوږدې جګړې ته ننوځو، افغان ولس به د افغان حکومت او پاکستان پر ضد دریځ نیسی او بیا به هم افغانان د سیاستوالو د خامو پریکړو قربانی کیږی، په ټوله کې د سولې په نوم بله جګړه پېلیږی.د ولسمشر غنی پر اراده ځکه شک دی چې پاکستان او غنی دواړه د امریکا د لارښوونو سره سم پر مخ ځی، دواړه هیوادونه د امریکا له خوښې او غوښتنې پرته د افغانستان سولې اړوند خپلواکه پریکړه نه شی کولای، له همدې امله  په کار ده د طالبانو ځینې ستونزمنی خبرې مخامخ له امریکا سره مطرح او بحث پری وشی.

د حکومت نه ژمنتیا

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوی وکیل احمد متوکل وایې چې د ولسمشریزو انتخاباتو مخکې مې له اشرف غنی څخه پوښتنه وکړه چې غواړی  ډیری پیسې له جنګ سره ولرې او یا فقر او نیستی له سولې سره ولرې، هدف داچې که پیسی غواړی چې ولری نو نړیوالو سره به معامله کوې او جګړې ته به دوام ورکوې، خو که امنیتی تړون لاسلیک نه کړی نو پیسې به نه وی ولی سوله بیخې ممکن ده، د غنی ځواب دا وو چې جنګ له پیسو  سره، یعنی سوله یې نفی کړه!د پاکستان له خوا د سولې پخوانۍ تجربه لا هم افغانان یاد کې لری، کله چې یې د پخوانیو مجاهدینو د ځینو ګوندونو د خوښې خلاف په جینوا کې د هغوی په استازیتوب له روسانو سره معامله وکړه، هغه وخت کې هم څلور اړخیزه ناسته وه، امریکا، پاکستان، افغانستان او پخوانی شوروی اتحاد، اوس پاکستان ورته هڅې په دومره توپیر سره کوی چې داځل د پخوانی شوروی اتحاد پر ځای چین د خبرو میز کې ونډه لری. د پاکستان دهغه وخت د حرص او امریکا د ناسمو تګلارو له امله ده چې دا دی ۲۷ نور کلونه موږ په جګړه کې بوخت یو، او تر دی چې امریکا او ګڼ شمیر نور اروپایې هیوادونه هم افغان جګړه کې ښکېل، او نن د خپلو ماتو او تیروتنو جبران نه شی کولای.چین ته په کار ده چې د افغانانو باور له لاسه ورنه کړی، او که افغانان پر دې پوه شول چې چین د پاکستان اړخ نیسی او پاکستان ته امتیازات ورکولو کې له امریکا او افغان حکومت سره یوه خوله دی، پرته له شکه افغان ولس به پر چین هم داسی بې باوره شی لکه پر پاکستان چې بې باوره دی، او افغانانو بې باوری له منځ وړل به بیا چین ته اسانه هم نه وی، داچې چین غواړی په سېمه کې اقتصادی پروژې پېل او چین پکې مهم رول ولری، نو چین  ته په کار ده چې د سولې خبرو کې خپل ناپیلتوب وساتی او جګړې ښکېل اړخونو ته په یوه سترګه وګوری.

د رښتینو هڅو اړتیا

امریکا لا هم کولای شی چې د افغانستان جګړه په پوره مسؤلیت سره پای ته ورسوی، داچې د افغان حکومت ننګه پریږدی، او د سولې رښتینی خبرې پېل او د افغانستان د مسئلې اساسی حل ته ژمن شی، نه داچې د سولې په نوم موږ له ګاونډیو هیوادونو سره جګړې ته ټیل وهی او یا د افغانانو ترمنځ د شخړو زیاتولو هڅې روانی وساتی او غواړی افغانان په خپل منځ کې د نهو نورو کلونو له پاره وجنګیږی.امید دی چې امریکا هم نور خپل امریکایی ملت د سولې دروغجنې پروسی اړوند ونه غولوی، افغان حکومت هم د افغان ولس مظلومیت ته په کتلو سره نور دغه ملت د سولې په بېلابېلو دروغجنو ژمنو مصروف ونه ساتی او پاکستان هم د افغانستان له جګړې څخه د امتیاز تر لاسه کولو له هوډ څخه تیر او په ګډه یاد هیوادونه او زموږ نور ګاونډی، سیمه ییز او نړیوال شریکان په افغانستان کې د رښتینې او تلپاتې سولې اړوند هڅې په شریکه وکړی، تر څو د افغان ولس له کور څخه د اوږدې جګړې ټغر ټول شی.

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا