گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست د والی ساتونکو د پوهنی ریاست یو بی ګناه کارکوؤنکې خان جان نومۍ د سرتیری برید ګر په تور ؤواژه .
دخوست د والی  ساتونکو د پوهنی ریاست یو بی ګناه کارکوؤنکې خان جان نومۍ د سرتیری برید ګر په تور ؤواژه .

دخوست د والی ساتونکو د پوهنی ریاست یو بی ګناه کارکوؤنکې خان جان نومۍ د سرتیری برید ګر په تور ؤواژه .

نواندیشی  کابل : د نواندیشی همکار له خوست څخه خبر ورکوی چی  پرون د شنبې په ورځ د خوست والي عبدالجبار نعيمي ساتونکو د خانجان په نوم يو دولتي مأمور په دې شک وواژه، چې ساتونکو پرې د سرتيري بريدګر ګومان کړی و.راپورونه وايي، چې وژل شوی خانجان د خوست ولايت پوهنې رياست کې د مأموریت دنده درلوده د خداي بښلی خانجان خپلوان او د پوهنې رياست مسؤولين وايي، چې وژل شوی خانجان د پوهنې رياست مامور و او هيڅ ډول چاودېدونکي توکي او وسله ورسره نه وه.د خوست ولايت اوسیدونکي او د خانجان کورنۍ وايي، که خانجان سره چاوديدونکي توکي وای، نو د وژل کیدو دا تصوير کې به ښکاريده.د والي شخصي ساتونکو د پوهنې رياست کارکوونکو، د خوست پوليسو او د ملي امنيت مامورينو ته اجازه نه ورکوله، چې د وژل شوي خانجان جسد راپورته کړي، تر هغو چې د والي عبدالجبار نعيمي شخصي رينجر له کوره راغله او د خانجان جسد يې په موټر کې واچاو. د نواندیشی دهمکار زیاتوی چی د خوست د والی زیاتره ساتونکی بی سواده او د خلکو د پیژندګلوی څخه عاجز دی . دو ی پخواهم د خوست د پروژی په سیمه کی پر یوه بی ګناه ډزی کړی وی . د پیر سید حامدګیلانی تر نامه لاندی فیس بک پاڼه کی هم چی ویل کیږی ښاغلې عبدالجبار نعیمی د هغه په ډله پوری تړلې دی ددغه خبر په خپرولو سره داسی راغلی دی : تیره ورځ( ١٣٩٣/٦/٢٢) مه نېټه دخوست دنوي ولايت مقام په داخل كې د ننه يو ملكي وكړى ، دخوست ولايت والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د شخصي او خاصو عسكرو له خوا په دې نام چې( ځانمرگى ) بريد كوونكى دى، په شهادت ورسوه.شهيد شوى کس ( خانجان ) نوميږي ، چې دخوست ولايت د پوهنې په رياست كې د( حاضرۍ ) مامور اواصلأ طوطاخيل دى.دپوهنې رياست او دخوست ولايت مقام اونور اكثره اداري رياستونه په يوه احاطه كې قرار لري.نوموړى كس بې گناه و، هيڅ كوم چاوديدونكي مواد او لاسي بمونه او مهمات ورسره نه وو.ديادونې وړده چې د خوست والي ښاغلى نعيمي اودده ټول پرسونل بدمعاشان او ديكتاتوران دي.کیدای شی چی که چیری دکابل  مرکزی اداره ددغه پیښې عاملین پر سزأ ونه رسوی دخوست خلک به په ډیر زوګ سره ددغه جنایت پر ضد په لاریونونو لاس پوری کړی . 

له نواندیشی پرته بله منبع : د پیر سید حامد  ګیلانی ځانګړی د فیس بک پاڼه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا