گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دا ټـول وطـن نـامـوس دی ! لـیکـوال : عــــصمـــت قـــانـــع
دا ټـول وطـن نـامـوس  دی  !   لـیکـوال  : عــــصمـــت قـــانـــع

دا ټـول وطـن نـامـوس دی ! لـیکـوال : عــــصمـــت قـــانـــع

 de Namos Mutawalyan Esmat 24FP

      دا ټول وطن ناموس دی !   لیکوال  : عصمت قانع

                                                                                                                                         Qaneh Esmat New Foto 24

                                                                                                                                                                                            لیکوال عصمت قانع 

زموږ د کلي د جومات لویه چوتره چې په عامه ژبه به یې ورته دنګاچه ویله هر مازیګر د ستړو ستومانو بزګرانو د بنډار او دمې ځای وو. د دنګاچې مخامخ زموږ د کلي د کاریز سرچینه پرته وه، چې شنې او شفافې اوبه ترې را خوټکېدلې. له همدغې سرچینې څخه پونده ګانو ژۍ ((مشکونه)) ډکول، بوټبنو، اوښبنو، درمو، شپنو او د لویې لارو مسافرو به په بوریو کې ګنډلي پتکونه له همدغې سرچینې څخه ډکول. د کاریز اوبه یخې او خوږې وې. همدغه وجه وه، چې کاریز په نږدې او لیرې سیمو کې خپل خاص شهرت درلود او ټولو به ورته دوعاوې کولې، چې شینکیه مه وچېږې! د جومات د دنګاچې خواته د شنډه توت یوه لویه او زړه ونه ولاړه وه، چې زموږ د کلي ۸۰ کلن سپین ږیري مخامد کاکا به ډډه ورته وهله او بیا به یې د خپل تېر عمر کیسې کولې. دده زیاتې کیسې به د وطن دوستۍ او ناموس دارۍ کیسې وې، خاوره یې ډېره سپېڅلې بلله. په هماغه وخت کې یې د جنوب او شمال خوا دواړې په بد شګون نیولې وې. اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ته به یې ولي اذرت ویلو او د اویاوو ولیانو د مرتبې په باره کې به یې شک د کفر مترادف عمل بللو.

Jomaat 24

مخامد کاکا به ویل، چې متولیان د اسلام د پاچاهۍ څوکیداران دي او دا پاچاهي د خدای په پزل او د ولیانو په خاص کرم جای په جای ده. د پاچایۍ په ساتلو کې د هر بسلمان وظیفه داسې مهمه ده لکه د خدای فرض لمونځ. مخامد کاکا مملکت ته پاچاهي ویله. زما ښه یاد شي په هماغه وخت کې یې روسانو او د جنوب پنجابیانو ته په خپله خاصه اصلاح د پاچاهۍ دښمنان ویل. ده یوې خواته د غجرو خطاب کاوه او دا بله خوایې مغل بلل، چې آن له وختوو، وختو راهیسې د افغانستان پاچاهۍ دښمنان دي. ایرانیان یې هم د غجرو زامن بلل او د پاچاهۍ حفاظت یې د ناموس حفاظت باله. د ناموس لپاره یې ساده تعریف درلود. زه د څلورم صنف متعلم وم، چې یوه ورځ له مکتبه راتلم مخامد کاکا شنډه توت ته ډډه وهلې وه او د مکتب د سبقو پوښتنه یې رانه کوله. ما ورته د تاریخ او جغرافیې تعریف هماغسې چې یاد کړی مې وو لکه طوطي غوندې تکرار کړ، پر سر یې لاس راتېر کړ او بیا یې راته وویل، د ناموس تاریف یې درښودلی دی؟ زه وازه خوله ورته ودرېدم او کاکا په خاصه مهربانه لهجه راته وویل، بچکه ناموس دغه کاریز ته وایي، ناموس دغې خاورې ته وایي، ناموس دغه دېوال ته وایي او ناموس هغه شنه چنار ته وایي. دا ټول وطن ناموس دی، څوک چې وطن نه لري هغه بې ناموسه وي. 

shien Chinaar Aw Namoos 24

پاچاهي په همدې وطن جوړه ده او پاچاهي په دې ډول ساتل کېږي، چې څوک د پاچاهۍ ولیان او متولیان له ځانه خفه کړي. د غازي صاحب جان خان تره کي کیسه یې راته وکړه. ویل یې، بچو د هندوستان لخوا یې غازي صاحب جان ته شنې روپۍ راوړې، دوه جواله به وې او غازي ته یې وویل، چې د مقر او قره باغ له لارې کابل ته لاره راکړه، چې پردی لښکر پرې تېر شي. غازي صاحب جان خان پر دواړو جوالونو چې له شنو روپو ډک وو متیازې وکړې او د پردي لښکر مخه یې ونیوله. د پاچاهۍ متولیانو د غازیانو صداقت ولیدو او پردي لښکرونه تارو مار شول. پخوا یې فلزي سکو ته شنې روپۍ ویلې، چې له نقرې او سپینو زرو به جوړې وې. ډېره موده د متولیانو په معنی نه پوهېدم، کله به مې ویل، چې دا به خدای ته ورنږدې ډېر پرهیزګاره کسان وي، چې موږ ګناګاران به یې نه شو لیدلای. د متولیانو په باره کې زما تلوسه ورځ په ورځ زیاتېدله ځکه د مخامد کاکا په وینا متولیان د پاچاهۍ څوکیداران وو او دا څوکیدران خو واړه او کمکي کسان نه وو. د وړکتوب یوه بله خاطره مې هم په همدې متولیانو پورې تړلې ده. زما کشر تره او د کلي شپږ تنه نور ځوانان عسکرۍ ته روان وو، خلکو ویل چې پچه یې ختلې ده او باید چې د پاچاهۍ خدمت ته ولاړ شي.

watan Namos 24

غرمه جلبیانو خپلې بسترې تړ‍لې وې او د جومات په مخ کې زیات کسان سره راټول شوي وو. ټولو کلیوالو د جلبیانو د رخصتۍ په وخت کې هغوی ته یوه خاصه دوعا کوله. ملا کاکا د رخصتۍ په وخت کې دوعا وکړه: رب العالمین دې تاسې د خپلې پاچاهۍ په خدمت کې کامیابه کړي، د پاچاهۍ خدمت غزا ده. د اسلام د خاورې خدمت عین غزا ده. په همدې وخت کې مخامد کاکا پر خپله زیړه لکړه تکیه ولګوه او جلبیانو ته یې وویل، کله چې د وطن د خدمت کمربند تر ملاتړئ، نو اول به اودس وکړئ تر اودس وروسته به دوه رکعته نفل لمونځ وکړئ، چې له لمانځه خلاص شوئ، نو بیا بیا به د عسکرۍ کمربند تر ملا وتړئ او خدای ته به دوعا وکړئ، چې خدایه ددې وطن په ساتنه کې مې مه شرموه، خدایه د پاچاهۍ د حفاظت متولیان راڅخه راضي وساتې. د روسانو د هجوم اول کال وو له کوټې څخه په پټه کلي ته راغلی وم، د مخامد کاکا آخري وه، پوښتنې ته یې ورغلم. ویل یې، د پاچاهۍ متولیان خفه شوي دي، ما ورته کړه، چې بابا دا متولیان څوک دي؟ هغه په بنده ژبه راته وویل: متولیان هغه اخلاق وو، چې ستاسو پلرونو دا خاوره پرې ساتلې وه. زه فکر کوم چې په رښتیا هم د وطن پالنې اخلاق هغه ستر محافظین وو، چې دا خاوره یې په پیړیو پیړیو د پردو له منګلو ساتلې وه، خو اوس داسې څوک شته چې وطن ته د ناموس په سترګه وګوري؟ اوس داسې څوک شته چې یوه خوشحال خاني ته چیغه پورته کړي؟

که اوګره د بټو شته په شلومبو سپینه

د مغلو پلاو پاتو ښه پرې ډک یم

لکه باز په لوی لوی ښکار زما نظر دی

نه چې ګرزي ګونګټ نشي بادخورک یم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچینه : له محور ورځپاڼې څخه په مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا