گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » دا نــاهیـــلی افـــغـــان مـــاشــوم !
دا نــاهیـــلی افـــغـــان مـــاشــوم !

دا نــاهیـــلی افـــغـــان مـــاشــوم !

Nazar Mohamad Mutmain 26

ښائسته ماشوم به وی، زړه او خیرنه نیم متر د ټوکر ټوټه به یې په لاس کې وی، د سهار د مکتب وخت به یې وی، د یو لوړ بیه کروزینګ د ښې اړخ شیشه به په داسی حال کې ورپاکوی، چې د موټرانو په ګڼه ګوڼه کې موټر تیز نه شی تللای، او دهمدې کار له امله به په کروزینګ، هایلوکس او کوم بل لوړ بیه موټر کې د مخی چوکۍ کې ناست سړی څخه د ۵ ، ۱۰ او یا هر څومره چې وی پیسو غوښتنه کوی. د ژمی په ورځو کې به دغه ماشوم په یخه هواء حتی په واورو کې همدا کار کوی، خو په موټر کې ناست کسان به د موټر ګرمې بخارۍ ته ناست وی، او شیشه به هم نه ورته کښته کوی، د دوبۍ په ګرم موسم کې به د همدې لوړ بیه موټرانو کې ناست کسان د موټر ایرکنډیشن ته ناست وی، او هغه ماشوم چې د ۵ افغانیو تر لاسه کولو له پاره ددوی د موټر شیشې په روان حالت کې ور پاکوی، په ګرمه هواء کې به ورسره منډې وهی، خو په موټر کې ناست کسان ډیر وخت شیشه ورته نه کښته کوی.په کابل کې یو، دوه، سل، دوه سوه او زر داسی ماشومان  (هلوکان او نجونی) نه دی، له دی نه یې شمیر زیات دی،  لسګونو زرو ته رسیږی، د ښوونځی وخت کې ددوی همدا کار وی چې د موټرانو پسې مڼډې وهی، او که وتوانیږی په موټر کې ناست خلک دده په اړه ترحم ته وهڅوی.ډیری چلونکې خو بیا په ډیر قهر سره پر ماشوم ږغ وکړی، هلکه صافه (د ټوکر ټوټه) دی خیرنه ده، زه ولاړشه د موټر شیشې مې را خیرنوی، مه یې پری موښه، مه یې پاکوه.او ځینې خو داسی وی چې دهمدې ماشومانو له پاره یې د ۲ افغانیو لوټونه په موټر کې ورسره ایښې وی، کوم ماشوم هلک یا نجلۍ چې ډیرې منډې ورسره ووهی بیا نو دوه ګون ورته ورکړی.

ما ډیر ځله داسی ښکلې او نازنین ماشومان لیدلی دی، د ډیرو لوړ بیه موټرانو شیشه ورته پاکوی، خو پکې ناست ښاغلی بیا دومره زحمت هم نه کوی چې ورته ووایې چې ولاړ شه ، میده پیسې نشته، همداسی ماشوم هلک یا نجلۍ ورسره منډې وهی، او بالاخره یې تمه وخیږی، ناهیلی پاتې شی. بیا نو څاری چې کوم بل موټر ته ځان نږدې کړی که د هغوئ د ترحم وړ وګرځی.کابل ښار کې چې د ماشومانو د غه زورونکی حالت سړی وینی،  بیا کله ناکله د فیوډالیزم او مارکسیزم نظریې رایادې شې، دواړه نظریې د اسلام خلاف نظریې دی، مګر ممکن دهمدغسی ناهیلیو زېژنده وی.که اسلام موږ عملی کړو، نو بیا به ددغسی ماشومانو منډو او بد حالت ته اړتیا نه وی، له دی ها خوا په کابل ښار کې سوالګر دومره زیات دی، چې کله هم موټر په ګڼه ګوڼه کې په کرار تګ سره روان وی، د موټرو  شیشو ته ماشوم هلک، نجلۍ او یا میرمن ولاړه وی او د سوال غوښتنه کوی، اوس خو خبره دی ته رسیدلی چې کله په کوم پټرول پمپ موټران تیل اچوی هم ورته سوالګر ځینې وختونه ولاړ وی.

یوه ورځ شاه دوشمشیره ته نږدې مې یو ډیر ښکلی ماشوم ولید، چې نږدې د ۸ کلونو به و، هغه خوار د سپین لوړ بیه کروزینګ موټر کې کیڼ اړخ ته ناست صاحب سره په ځمکه منډې وهلی، او موټر به کله ارام کله لږ تیز شو، ماشوم له همدې موټر سره ډیر زیات ولاړ، او تر اخره هم هغه ناست سړی شیشه ورته کښته نه کړه، هلته مې وویل چې که همدا ماشوم سبا واک ته ورسیږی له ده سره به د شتمنو اړوند کوم احساس وی؟

shahe do shamshera 26

یو بل ناسم دود چې اوس په کابل ښار کې رواج دی، کله چې کوچنۍ (۵نفره کرولا یا سراچه موټر) سواری خیږوی، بیا به هم د ښوونځی د عمر ښکلی ماشوم په لوړ اواز نارې وهی چې هله کوټه سنګې، حصه دو، حصه ۳، چهار راهی قمبر، دارالامان …کله چې موټر ته پنځه کسان ورپورته شی، بیا نو ټکسی چلونکی همدې ښایسته ماشوم ته ۴ یا ۵ افغانۍ ورکړی، او ځینې وختونه خو ما داسی هم لیدلی چې کله د ټکسی سوارلی ورته پوره کړی، او ماشوم ډیر زحمت وکاږی، چلونکی خدای ناترسه همداسی موټر ورڅخه وزغلوی او همدا ۴ یا ۵ افغانۍ هم هغه ماشوم ته ورنه کړی، نو بیا چې کله همدا ماشوم لوی او  واک ته ورسیږی له ده سره به د شتمنو اړوند کوم ډول احساس وی؟

هلته به یو بل ماشوم د دوکان په دروازه کې ودریږی، سپلنی به یې په لاس کې وی، د نظر وچ له پاره به د دوکان دننه دود وکړی، خو دوکاندار به پرې ږغ کړی، زه هلکه ولاړ شه، د سپلنو بوی راباندی ښه نه لګیږی، هلک چې د ۲  افغانیو ترلاسه کولو په موخه به یې همدا کار کاو، بیا هم ناهیلی روان شی، بیا به همدا هلک د کوم موټر شیشې ته ودریږی، او هغه ته به وایې چې ماما شیشه کښته کړه سپلنی درته دودکوم، هغه صاحب به ورته نظر هم نه کوی، که د کوم موټر شیشه کښته وی، او همدا ماشوم د شیشې څخه موټر ته د سپلنو هغه دود ور پوه کړی، بیا به هم کله ناکله ترټل کیږی او چلونکی به ورته وایې چې ولی دی موټر کې دود وکړ، خو کله ناکله به ۲ افغانۍ یا ۵ افغانۍ هم تر لاسه کوی.دغه د سپلنو د دبلې په لاس ماشوم چې هره ورځ د شتمنو له خوا له ډول ډول ناهیلیو او ناسم چلند سره مخ کیږی که همدا ماشوم لوی او واک ته ورسیږی هغه وخت به یې د شتمنو اړوند کوم احساس وی؟یو ښایسته ماشوم به په افغانۍ جامو یا پتلون کې د موټر شیشې ته ولاړ وی، د ژاولو (ساجک) بنډلونه به ورسره وی، جوس به ورسره وی، او یا کوم بل ارزان بیه شی، هغه به په موټر کې ناستو کسانو ته وایې چې ماما! نن مې سودا نه ده شوې، همدا ساجک په ۵ افغانۍ درکوم وایې خله، خیر یو دانه خو واخله، خیر یو جوس واخله، ټوله ورځ مې سودا نه ده شوې، بیا به هم کله ناکله همدا ماشوم له همدې موټر څخه هم ناهیلی روان شی، دومره ناهیلی به وی چې په ټوله نړۍ کې به داسی څوک په نظر نه ورځی چې دده سره دده د کورنۍ د یوې ګولې ډوډۍ په پیداکولو کې مرسته وکړی، همدا ماشوم چې بیا واک ته ورسیږی، د شتمنو اړوند به کوم احساس لری؟د سیند پر غاړه به د مېلې له پاره ځوانان ناست وی، هلته به ماشوم یوه درنه تخته په غاړه ودریږی، دهغه سره به د ۵  افغانیو یا ۵ کالدارو (جلال آباد کې) زڼی په وړو خلطو کې وی، ورسره به ممپلی او نور د خوراک شیان وی، ټول به ارزان بیه وی، ځوانانو ته به دریږی، او کله خو به دا ماشوم هلک یا نجلۍ  رشخند کیږی هم، همدا ماشوم چې ګرده ورځ په ګرمۍ او یخ کې یې همدا تخته په غاړه وی، چې کله  واک ته ورسیږی کوم احساس به د شتمنو اړوند ولری؟

په شمالی او پغمان کې به ماشوم پیره کې/ بولانی (یو ډول په غوړو کې سره شوې ډوډۍ چې په منځ کې یې کچالو او یا ګندنه وی) په لاس کې وی، هغه ځوانان چې د میلې له پاره تللی وی، ډلې ډلې ناست وی، هرې ډلې ته به دریږی، وایې به کورنۍ بولانی دی، ډیر خوندور دی، نن مې سودا نه ده شوې، وایې خلۍ، خو بیا به هم په ناهیلۍ روان شی، دا ماشوم هلک  یا نجلۍ به ګرده ورځ ګرځی، هلته به ګوری چې په مېله ځای کې ځوانان او پیغلې ډول  ډول خوراکونه کوی، ماهیان، د پسه د غوښو کړایې، تازه تازه میوې به یې مخته ایښې وی، خو همدا ماشوم به سرګردانه ګرځی که څوک یې د ۵ افغانیو او یا ۱۰ افغانیو بولانی ورڅخه واخلی،

Bolani Pazi kabul 26

همدا ماشوم چې واک ته ورسیږی دده سره به هغه وخت د شتمنو اړوند کوم احساس وی په هوټل کې به ځوانان او خلک ناست وی، هغوی به ځان ته ښه ښه خوراکونه راوغواړی، بیا به یو هلک یا نجلۍ دړه (یو ډول تخته) په غاړه ددوی تر څنګ ودریږی، وایې به ماما! ستاسی بوټونه رنګ کړم؟ دلته به دغه خلک هیڅ ږغ نه کوی، بیا به همدا ماشوم ووایې ماما ډیر ښه به یې درته رنګ کړم، ستاسی بوټونه رنګ غواړی، خیرن شوې، دوړې پرې شوې، بیا به هم دا ماشوم په داسی حال کې چې د همدې خلکو مخکې ډول ډول کبابونه، وریجی، پیپسې او نور هر څه وینې کوم یو به پرې ږغ کړی، هلکه لاړ شه، په عذابوه مو مه، نه یې رنګو، ماشوم به ناهیلی شی، خو د وروستی ځل له پاره به بیا ووایې چې نن مې کار نه دی کړی، خیر ماما ستاسی بوټونه به ورنګوم، چې هر څو پیسې مو زړه وی هغومره راکړئ، خو بیا به هم د ناهیلۍ اواز اوری، دغه ماشوم چې کله واک ته ورسیږی، د شتمنو اړوند به یې احساس څه ډول وی؟هلته یو بل ماشوم وی، دهغه سره کوچنی ترازو په لاس کې وی، د ځوانانو مخکې ودریږی، وایې ماما! ځان تلۍ (خپل وزن معلوموئ)، ځوانان به وایې څو پسیې غواړی، ماشوم وایې په یوه نفر ۵ افغانۍ، بیا به همدا ۵ ځوانان وایې که ټول په ۱۵ افغانۍ کوی، ماشوم وایې سمه ده کار نشته، اخر به بیا همدا ځوان ورته ووایې نه نه! موږ ځانونه  نه تلو، ماشوم هلک  یا نجلۍ به ناهیلی/ناهیلې روان شی.

همدا ټول ماشومان (هلوکان / نجلۍ) چې ما یې یادونه وکړه او یا خو د لیکنې د اوږدوالی له امله ددوی نور سخت او زړه دردونکې کارونه مې یاد نه کړل، ددوی عمرونه د ښوونځی له پاره دی، دوی باید په ښوونځی کې استاد ته په ټولګې کې ناست وای، دوی باید پاکې جامې اغوستی وای، دوی باید د راتلونکې له پاره روزل شوې وای، دوی هم باید د شتمنو خلکو د زامنو ترڅنګ د ښوونځی په ټولګې کې په چوکۍ کې ناست وای، خو د نږدې ۳۷ کلونو جګړو  افغانان دومره ځورولی چې ډیری کورنۍ بې سرپرسته دی، ددوی هم مجبوریت دی چې د همدې ماشومانو ګټې ته کښینې چې که کار وکړی نو ممکن د ټولې ورځې ګټه به یې له ۵۰ افغانیو تر ۸۰ او سلو ورسیږی.د نړیوالی ټولنې بې حسابه پیسې هم ددې ماشومانو په درد ونه خوړلی، هغه هم شتمنو چارواکو ورنه غلا کړی، ددوی حقونه یې په خپلو اولادونو وخوړل، د ښوونځې ودانۍ یې هم ورنه غلا شوې، د ښونځې نوم شته، پیسې اخستل شوې، مګر یواځی د کاغذ پر مخ یې راپور شته، په سېمه کې ښوونځی نشته، هغه غوړی او بسکویټ چې په جنوب کې په ښوونځیو کې ماشومانو ته ورکول کیدل هغه به هم ښوونکو ورنه  غلا کول، او خپل پوره حق به یې ماشوم ته نه ورکاو.

کرزی صاحب ته خو ډیر ورکوټۍ وختې ؟ددغه مظلوم ملت د وینو څاڅکو خو په تا پسی اقتدا کړی وه دا ته نن څه وایی؟

په دغسی یوه ټولنه کې چې د ماشوم ځای پکې نه دی معلوم، د ماشوم قدر پکې نشته، ماشوم ته پکې په درنه سترګه نه کتل کیږی، د ماشومانو د حقونو تش په نوم  ځینې ادارې هم یواځی د غلا په نیت جوړې وی، که همدا ناهیلی ماشوم، همدا له خپلو حقونو محروم شوې ماشوم بیا لوی او واک ته رسیږی، د شتمنو او خپلې ټولنې اړوند به یې احساس څه ډول وی؟افغان حکومت او لویدیځوال چې د ماشومانو د حقونو نارې وهی، د نجونو د حقونو نارې وهی، د میرمنو د حقونو غوښتنه کوی، هغوئ چیرته دی، آیا همدا ماشومه نجلۍ د سبا پېغله، خور او مور نه ده؟ رښتیا هم چې د لویدیځوالو د میرمنو د حقونو اواز کوم بل هدف لری، که نه تر هرچا همدا ماشومه نجلۍ ډیره مستحقه ده چې دهغې د ژوند په اړه ورسره مرسته وشی، هغې ته زمینه برابره شی چې د نجونو ښوونځی کې درس ووایی.یا الله زموږ دا ښکلې بې وزله، غریب او محروم ماشومان چې د کورنۍ او د ټولنې د راتلونکې تمې ورپورې تړلی، له دغه بد حالت څخه یې وژغورې، یا الله موږ تاسی ته سوال کو، د پردیو په لاس جوړ شوې حکومتونه به هیڅکله هم د افغان ولس اساسی ستونزو ته پام ونه کړی.

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا