گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دا ســـتا غـــونـــدې، انـــسان یـــمــه ، خــپل واک او خــپل وجـــدان یــــمه !
دا ســـتا غـــونـــدې، انـــسان یـــمــه ،  خــپل واک او خــپل وجـــدان یــــمه !

دا ســـتا غـــونـــدې، انـــسان یـــمــه ، خــپل واک او خــپل وجـــدان یــــمه !

Majed Qaraar Name 24

ډېرې ښځې به دا ویل غواړی، خو ویلای به یې نشی. که یې ما ته اجازت وی، زه به یې د دوی په ژبه ووایم:  

 دا ستا غوندې انسان یمه
  خپل واک او خپل وجدان یمه
   که ګټه، که تاوان یمه
  زه ښځه یم، د ځان یمه

نه یاره، نه دلبره یم
نه سروه، صنوبره یم
نه مینه، نه جانان یمه
خپل نوم یم، خپل نښان یمه
جذبه د خپل ایمان یمه

شمله نه یم، نه تاج یمه
نه ستاسې دروند رواج یمه
ساده نه یم، په سد یمه
بدل نه یم، نه بد یمه
پاړسی نه یم، پښتو نه یم
خرڅېږم نه، بیزو نه یم

ښځه تر ډبرو لاندی ۲۴
د ځان یمه، د چا نه یم
د بل سړی حیا نه یم
د بل سړی نېکی نه یم
د بل سړی خطا نه یم

زه مور نه یم،زه خور نه یم
عزت د چا د کور نه یم

ځواب د چا د تور نه یم
ادا د چا د پور نه یم  

ټبر ته مې پیغور نه یم
دا ستا غوندې، انسان یمه

 خپل واک او خپل وجدان یمه
که ګټه، که تاوان یمه
زه ښځه یم، د ځان یمه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا