گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » داځـــــــکه چــي پښتـــون یــم
داځـــــــکه چــي پښتـــون یــم

داځـــــــکه چــي پښتـــون یــم

Dr Soraya Khadem Name

درندو او عزتمندودوستانو خویندو وروڼو درناوی می ومنئ !

وروسته له یوې اوږدی مودې چی د(خیالی دنیا )،(نبوغ اوعبقریت)ددرندو اثاروله بیا چاپ څخه ؤزګار شوم ،الحمدالله دواړه اثره چاپ اودتاسی خدمت اومطالعې دپاره وړاندی شول اود( آسمانی غږ ) او ( دمرغلرو اميل ) دچاپ چاری پرمخ روانی دی ، انشاء الله ډیر ژر به دتاسی خدمت ته وړاندی شی ، نودادی بیا وخت لاس راکړ چی ورو ورو د لوی استاد ( استاد خادم بابا ) له چاپی اثاروڅخه هره ورځ د (دعلامه خادم ) او له خپلې دغی پاڼې دخادم بابا ځینې شعری ټوټې او نثرونه د تاسی حضور ته واندی کړم ، مخکی له مخکی مننه ، هیله ده په غور سره دغه لاندی نظم چی له نن څخه شپږ اویا کاله مخکی لیکل شوی اودادی پښتون (افغان )اواز دی ، خپله پښتنې مینه ورسره ملګری کړی . په درنښت

دخپل ولس اوهیواد یوه کوچنې خدمتګاره

داکتر ثریا خادم

نیټه : دفبروری درویشتمه کال ۲۰۱۶

داځـــــــکه چي پښتون یم 
چوکئ میز دې دبل وی 
ماله توره او سپاره !
داځکه چی پښتون یم ! 
لتاړ ویجاړ می کور دی
پردي رانه خپل وروردی 
غلیم ته هسې پړ یــــــــم 
اوس ګوره دا می زور دی 
جرمن رعیتوم په تیره توره بل دپاره 
دا ځکه چی پښتون یم ! 

پښتانه د تاریخ په رڼا کی
ټوتې ټوټې می تن دی 
تیار راله کفن دی 
هیڅوک پرما نه ژاړی 
پردی را نه وطن دی 
زګیروی هم نه اوباسم نه خبر یم له اسراره 
دا ځکه چی پښتون یم !

Khadem Peume and Bute
پښتو ده نه رغیږی 
بې دې نه کله کیږی 
تربورمی نه سړی شو 
هجره کښې لا غږیږی 
ګاڼه می پټي واخله روپي راکړه ساهو کاره 
داځکه چی پښتون یم !
ملت وطن زما دی 
دښت ودمن زما دی 

Pakhtana 22
دپلار نیکه په وینو 
دا سور چمن زما دی 
بخښلي می دی تاته ، شه روزې دې برخورداره 
داځکه چی پښتون یم !
تعلیم ته که رضا یم 
پاړسې اردو به وایم 
له ځانه پټې سترګې 
دبل چا ښه به ستایم 
بد ظن په خپله ژبه له قومی ژونده بیزاره 
دا ځکه چی پښتون یم !
که شمه افلاطون 
دعقل په مضمون !
لایق کیدلی نشم 
لا بل دی شواخون !
مردود می هر دلیل وی لا څه مخکې له اظهاره 
دا ځکه چی پښتون یم ! 
مطلب زما دې ژبې 
مکتب زما دژبې 
وې دې دبل په لاس کښې 
منصب زما دې ژبې
پروا ما لره څه ده که مې ژبه شی مرداره 
داځکه چ پښتون یم !
خپل قوم خپل می ملت دی 
قومی می حکومت دی 
پرې تیرتر سرومال یم 
همدغه مې نیت دی 
میلمه می دی په مخکښې راته ښئ خپله لاره 
دا ځکه چی پښتون یم !
مخلص دی که تورسم 
دا حال ورته ښیم 
فداء دې غور وکا
رساء پری خبروم 
نورنو نه شم ټینګیدلای له دې هسې کاروباره 
دا ځکه چی پښتون یم !
په زړه می دې دردونه 
رښتیا وایم حالونه 
(خادم ) کله وریږم 
له خپل هسې مضمونه 
را خلاص دې وی پښتون له یوسفزی تر کنداهاره 
داځکه چی پښتون یم !
(۱۳۱۸)
هغو دوستانو ته ډالۍچی د پښتو نړیواله ورځ ( دفبروری ۲۱) یی په ښه شان یاده او نمانځله دی . 
هیله ده ادبی او پښتنې مینه مو پری ماته شی . په درنښت

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 ددغه مطلب تر موږه درارسولو دښاغلی غزنی خان ځاځی صاحب څخه یوه نړې مننه کوو 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا