گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دبن لادن دوژونکی هویت څرګندیږی
دبن لادن دوژونکی هویت څرګندیږی

دبن لادن دوژونکی هویت څرګندیږی

نو اندیشی قاهره  : د امریکا د متحدو ایالاتودفاکس نیوزFox News channel  په نوم تلویزیونی  چینل  خبر ورکړې چی د روان کال د نومبر په ۱۱ مه او ۱۲ مه نیټه به چی د لړم د شلمی او ۲۱ می سره سمون لری  داسی مستند فیلم خپور شی چی  د  اسامه بن لادن د وژونکی هویت به هم په لمړی ځل ښکاره شی . نوځکه خو به دغه مستند فیلم نوم « د هغه څوګ چی بن لادن یی وواژه » ایښودل شوی دی . دغه تلویزیونی شبکې د یوی اعلامیې په ترځ کی خبرورکړی دی چی په دغه مستند فیلم کی به د امریکا د بحری پوځ د ځانګړو عملیاتو هغه تمرینونه هم وښودل شی چی له زیاتی مودی را په دی خوا د اسامه بن لادن د وژلو په په خاطر ترسره کیدل . همدا ډول به ددغه پیښی ټول اړخونه په ګوته شی . همداشان به دریاب د هغه د مړی د غورځولو بهیر هم څرګندشی .او داسامه بن لادن د دریاب ته دغورځولو ټول مراسم به په نیویارک کی د سپتمبر د ۱۱ می موزیم ته د بن لادن د کمیس د ورکولو په ګډون په دغه مستند فیلم کی وښودل شی .

سر چینه : فاکس نیوز 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا