گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » دآسمانـــو نـــو دپورته خـــوا نـــه !
دآسمانـــو نـــو دپورته خـــوا نـــه !

دآسمانـــو نـــو دپورته خـــوا نـــه !

Dr Soraia Khadeem Nam

درندو او عزتمنو دوستانوخویندو وروڼو بیا می هم درناوی ومنئ !

په ډیر مینه مننه کوم له دوستانو چی د( کوترې صوفیانه ژوند) لیکنه یی راسره شریکه او په مینه لوستی ده .نن دا د بیا هم دلوی استاد ( استاد خادم ) له ادبی اثر څخه دالاندی ډیره په زړه پوری ادبی اوعلمی ټوټه را غوره کړی چی عنوان یی دی ( د آسما نونودپورته خوا نه ) هیله په مینه او غوریی ولولئ . بیا هم مننه

داکتر ثریا خادم

دخپلې ټولنې یوه کوچنې خدمتګاره

نیټه : د مارچ نهمه ـ ۲۰۱۶

دآسمانـــو نـــو دپورته خـــوا نـــه

آها ، ها ، ها ، ها ، ! ۰۰۰ دومره لوی شین دریاب ! چی انتهایې دلا یتناهی په امکان کښې ورک ده ! ۰۰۰۰۰۰ څومره لاتعدو لاتهصی واړه او غټ منور موجودات یو تر بله په جنبش کښې دی ! هاغه ، هوغه ، اوهوهغه لمرونه او سپوږمئ دی : نشی ویلی چی دا له کله او تر کله او څله ـ !

Great O...n10

 ۰۰۰۰۰ددغو بیشماره عالمونوپه منځ کښې هوغلته یوه ګردۍ ده چی ځمکه بللی شی هلته اوبه غرونه خاوره رنګارنګ ژوندی مخلوقات شته او لوئېدونکی نباتات او دانسان په نامه یو خورا ښکلی حیوان وجود لری ! ۰۰۰۰۰۰ دا موجود دوه پښې لری ، دوه لاسونه اودوه وزرونه ! دا دوه وزرنه ” عشق ” بولی او” عقل ” په دغه دوه وزرونو هری خواته آلوزی مګر یوه لویه بلا چی ( آز) دی دده ترغاړې چاپیره او دپرواز یې مانع دی ! دده عمر داسی دی لکه په زرو کالو کښې یو سترګې رپ ! هغه هم د(آز) له لاسه په غم لړلی ! په دی غیر محدود عالم کښې دغه نقطه پر شوره ده !

هو دغلته ده او دغه ده زندګې !!!

pay

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا