گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » خدایه په مونږ کی لوی انسان پیدا کړی !
خدایه په مونږ کی لوی انسان پیدا کړی !

خدایه په مونږ کی لوی انسان پیدا کړی !

ghazi khan zazai Face book 22

                           دوستانو دا هم د (داکتر ثریاخادم) دعایه کلام او دزړه خواله

                                    زما دعــــــــــــــــا

خدایه په مونږ کـــــی لوی انسان پیدا کړی

ښه با ایمـــــانه مســـــلمان پیدا کــــــړی

کودتاګانو ځورولی یو ډیـــــــــــــــــــــــــر

مونږ ته دسولی قهـــــرمان پیدا کـــــــړی

چی زمونږ هیواد پری سراسر ابــــاد شی

داسی مــــــــلی مبارزان بیدا کــــــړی

چی دافغان به واحد نوم را ټـــــول شـــــی

داسی پـــــیاوړی افغانـــــــــان پیدا کــړی

چی ګورګینیان وه په لړزه ورځــــــینــــی

په مونږ کی هغه میرویس خــان پیدا کړی

چی بیا ایران تر هندوستان کړی فتــــحه

بیاعدالت او احمــــــــــــدخان پیدا کــړی

چی انګریزان لاس په سرکړل دژونـــــــد

مونږ کی ایـــــوب او اکبرخان بیدا کړی

چی وهلی سر به سنـــــــګ ورسره

مونږ کی رحمان او خــــوشحالخان بیدا کړی

چی دپامیر واخان ساتنه وکــــــــــړی

دلوی ارین هغـــــــــــه بچیان بیداکړی

بیا دآمـــــو نه تر جــــــــهلمه پوری

دلوی وطن ته ستر غــــــازیان بیدا کړی

مونږ ملبس کړی په عصری عــــلومـــو

مونږ کی رښتینی عالـــمان بیدا کړی

چی تیر تاریخ مورا ژوندی کړی بیرته

په مونږ کی داسی خادمان پیدا کړی

داڅه بد حال راغلو زمونږ په خاوره

دایشیا زړه کی داود خان پیدا کړی

چی درنځور ملت درمل پری وشی

داسی داکتر او طبیبان پیدا کړی

زمونږ چی ډک له کارنامو تاریخ دی

ددی تاریخ محافـــــظان پیدا کړی

خدایه ! زما دعا قبوله کړی تـــــه

دبیټ نیکـــــــــه زوی کی ایمان پیدا کړی

آمین یا رب العالمین

کانادا ـ جنوری ۲۰۰۴

داکتر ثریا خادم دافغانی ټولنی یوه کوچنی خدمتګاره

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

 د غازی خان ځاځی له فیسبوک پاڼې څخه 

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا