گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ظاهرقدیر : داعش د اشرف غنی د ملی امنیت دسالا کار حنیف اتمر پروژه ده!
ظاهرقدیر : داعش د اشرف غنی د ملی امنیت دسالا کار حنیف اتمر پروژه ده!

ظاهرقدیر : داعش د اشرف غنی د ملی امنیت دسالا کار حنیف اتمر پروژه ده!

nauandeshi kabul 15

  داعش  د افغانستان حکومت لخوا د د طالبانو د ځپلو په موخه په وسلو سنبالوی

نواندیشی کابل : د افغانستان د خلکو د ولسی جرګی غړی او ددغه جرګی مرستیال ښاغلی حاجی ظاهر قدیر د هغه ځانګړی مرکی په ترځ کی چی د کابل څخه د خپریدونکې تلویزیونی شبکی شمشاد سره یی د ننګرهار ولایت د جلال آباد په ښکلی  ښار کی ترسره کړه وویل چی داعش د افغانستان د مافیائی اداره په ځانګړی توګه د دلسمشر محمد اشرف غنی د ملی امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر دراتلونکی انتخاباتی کمپائین یوه پروژه ده . دغه ټکئ  د افغانستان د ولسی جرګی دلومړی مرستیال  ښاغلی حاجی ظاهر قدیر لخوا هغه مهال وویل شو چی د شمشاد د خصوصی تلویزیونی شبکی د یوه تن تکړه خبریال ښاغلی ستانکزی د پوښتنی په ځواب کی چی تاسو په  افغانستان کی د واکمنی اداری څخه د کومو اقداماتو غوښتونکی یاستی ؟ ښاغلی حاجی ظاهر قدیر په ځواب کی ټول تش په نامه دولت په ځانګړی توګه د ملی امنیت سلا کار حنیف اتمر ته په خطاب کی وؤیل چی : زه ټول دولت په ځانګړی توګه حنیف اتمر صاحب ته وایم چی نور نو په افغانانو باندی زړه وسوځاوه ، ته په دی فکر کی یی چی زه به په آئنده کی د ریاست جمهوری لپاره د کمپائین په موخه دغه پروژه پرمخ بوزم خو ډاډه اوسه تاته  نو څوګ رأ یه نه درکوی . ته افغانانو ؤپیژندی …..زه تاته وایم چی دای ( حنیف اتمر ) تراوسه دداعش په هکله څه غږ پورته کړی دی ؟ ترننه پوری په دی باره د هغه کومه مرکه تاسو لیدلی ده ؟ ته چیرته پټ ئی ؟ …..دا تړون چی له پاکستان سره تا امضأ کړ دا دچا فشار ؤ ؟ دا چا امضأ کړ ؟ آیاپه  دی تړون کی دا خبره نه وه  چی پکستان به په خوا کی خپل عملیاتونه کوی ؟ نو پاکستان دا ډول عملیاتونه پر موږ کوی ؟ تا دا ډول تړون ورسره امضأ کړی ؤ ؟ ګورې یارانو هغه تړون مخی ته روا خلی !د تړون هغه مادی مخی ته را واخلی ! چی دوی به استخباراتی معلومات هم سره شریکوی په بعضی ځایونو کی به دوی ( پاکستان ) خپل عملیات کوی . دا ډول ما پری وژنې ؟!

Daesh and Taliban 14

دا ډول ما پری بی حیأ کوی ؟ دا ډول زما خور او مور پری بی حیآ کوی ؟ دا ډول زما کور پری سوځوی او دا ډول زما خور او مور پری بی پته کوی ؟ آیا ددغه تړون موخه داوه ؟ کله چی د شمشاد تلویزیون خبریال له حاجی ظاهره ؤپوښتل چی دا خو ډیر خطرناکه  تور دی نو حاجی ظاهر قدیر په ځواب کی ؤویل : چی ورشی دغه پوښتنه له حنیف اتمره ؤپوښتې . د شمشاد د تلویزیونی شبکی خبر یال ؤویل چی آیا داعش په افغانستان کی د حنیف اتمر د انتخاباتی کمپائین یوه پروژه ده ؟ د افغانستان د ولسی جرګی مرستیال ښاغلی حاجی محمد ظاهرقدیر په وار واراو په تکرار سره وؤیل چی ـ بلی – بلی – بلی ……

دچارو څارونکی له شمشاد تلویزیونی شبکی سره د ښاغلی حاجی محمد ظاهر قدیر  دغه صریحه او روښانه ؤنکی مرکه ستا ئی او هغه د سعودی عربستان – پاکستان او انګلستان  هغه  لویه او کرغیړنه پروژه بربنډه وی کومه چی په ټول منځنی ختیځ اوپه جنوب لویدیځه آسیا کی د سیمی د استخباراتی سازمانونو له لوری  دداعش په   نوم د اسلام او مسلمانانو د بد نامولو په موخه رامینځ ته شویده . تاسو درانه کتونکی او لوستونکی هم کولای شې چی دغه مرکه په  بشپړ توګه ولولې او ؤګورې .                                                                                                                                                   

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا