گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » حراست اوثبات؛څېرې،کړنې او ژمنې
حراست اوثبات؛څېرې،کړنې او ژمنې

حراست اوثبات؛څېرې،کړنې او ژمنې

nazar amohamad Motmain 06

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر متوکل صاحب ډیر وخت دا خبره کوي چې د مجاهدینو د ډیرو ګوندونو او اختلافونو له کبله وروسته هغوی اتحاد نه کاوو، ځکه هر ځل چې به ګوندونو اتحاد وکړ بیا به اتحاد مات او نوی ګوند به يې وزیږاوو. هر اتحاد به د یوه نوي نفاق لامل شو.افغانستان ته د امریکايي پوځیانو راتګ، د امریکايي او بریتانوي استخباراتي کړیو پراخ شتون کابل کې هغه پلان ته ډیر کار وکړ چې دلته د نفاق اور بل کړي، په سلګونو ګوندونه نوي ایجاد شول ، مګر ځينې داسي سیاسي ګوندونه هم پکې پيداشول چې د نفاق له پاره کار کوی، او د بهرنیو هیوادونو له سفارتونو څخه يې د خپلو فعالیتونو ترلاسه کولو له پاره پيسي ترلاسه کولي. د نوو رامنځته شوو ګوندونو یو ډیری داسې دی چې په همدې پلازمېنه کابل کې هم لسګونه غړي نه لري!یو پلان دا هم و چې پخوانيو مجاهدینو مشهور او لوی ګوندونه یا کمزوري او که وتوانیږي له منځه یوسي، ولي زموږ په دودیزه او نالوستي ټولنه کې دا کار د امریکا او بریتانیا له پاره اسانه هم نه وو چې د پخوانیو جهادي ګوندونو ځای دي نوی لېبرال او سیکولر ګوندونه ونيسي.د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخوند خپلو ملګرو ته د یو ځواب پر مهال ډیره ژوره خبره کړي وه، هغه ويلي وو چې «زړې پُرزې چې هر څومره رنګ کړو کار ورڅخه نه اخستل کيږي».

څنډې ته شوي سیاستوال

تیره اوونۍ د «حراست او ثبات» په نوم د پخوانیو مجاهدینو یوې مجموعي د خپل موجودیت اعلان وکړ، دوی لا هم پر یو ځانګړي مشرتابه نه دي سلا شوي، مګر استاد سیاف ته د سیاسي موخو لاسته راوړني له کبله اوسمهال درناوی کوي ځکه دی تر ټولو ژبور او زړور غړی دی. د دې مجموعي مهم غړي عبدالهادي ارغندیوال د کابل د اسلامي حزب مشر، محمد یونس قانوني د پخواني ولسمشر مرستیال او پخوانی د ولسي جرګې مشر، بسم الله محمدي پخوانی د دفاع وزیر، اسماعیل خان پخوانی د اوبو او انرژۍ وزیر، عبدالرووف ابراهیمي د ولسي جرګې مشر، فضل هادي مسلم یار د مشرانو جرګې مشر، محمد عمر داودزی پخوانی د کورنیو چارو وزیر او صادق مدبر د کرزي د وخت لوړپوړي چارواکی.په پېل کې د استاد سیاف پرته دي نورو ټولو هڅه کوله چې کرزی وهڅوي او د غني د حکومت مقابل کې اپوزیسون اعلان کړي، مګر د کرزي مشوره ورته دا وه چې استاد سیاف د دوی مشرې وکړي، تر ډیره دوی په ګډه له کرزي سره دغه پروسه مخکې وړله، او د کرزي غوښتنه دا وه چې راتلونکې کې په ګډه سره د دودیزې لویې جرګې له پاره کار وکړي، او کله چې دغه جرګه دایره شي، د حکومت د مشرتابه له پاره نوی کس ونوموي.

کله چې د کندز ښار طالبانو تر خپل کنټرول لاندی راوستی، پورته یادو کسانو د کرزي پرته د غني سره لیدنې کتنې وکړي او له غني څخه يې په حکومت کې په امنيتې برخو کې د څوکیو غوښتنه وکړه، دا چې دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او امنیت ریاست کې به غوښنه ونډه دوی ته ورکوي، دا ډول د امنیت شورا کې به دوی ته ونډه ورکول کیږي، له دي سره سره د سولې شورا به هم دوی ته سپارل کيږي.

ghani karzai 23

غني کرزی مات کړ

غني چې له سیاسي لوبغاړو سره د لوبې کولو اړوند ځیرک سلاکاران لري، لومړۍ هڅه يې دا وه چې د مجاهدینو په نوم مخکې له دي چې د کرزي پلان کامیاب شي، د مجاهدینو اتو ګوندونو د حکومت د اصلاح او ملاتړ په موخه غونډه وکړه، چې استاد سیاف او ملګرو ته يې درنه ضربه ورکړه، بیاځل يې د کرزي او د هغه د یادي ډلې ترمنځ درز پيداکړ. له دي سره سره يې هڅه کوله چې د استاد سیاف او شمال ټلوالي د غړو تر منځ درز پيدا کړي، هم هغه وو چې یونس قانوني ته د غني له خوا د سولې شورا د ریاست وړاندیز وشو، قانوني هم هوکړه وکړه، خو ویل کیږي چې دوه لاملونه وو چې یونس قانوني بیرته په شا شو:

لومړی: یونس قانوني غوښتنه کوله چې که د سولې شورا ریاست ورته سپارل کيږي پوره واک او صلاحیت به لري، او نور چارواکي به پکې مداخله نه کوي، ډیری کسان په دي نظر دي چې د سولې عملي پروسه اوسمهال د امنیت شورا له خوا په مخ وړل کیږي او د سولې شورا یواځی د سمبول په توګه ساتل شوي. دوېم: یونس قانوني ته استاد سیاف ویلي وو چې یواځي د سولې شورا ریاست منل سم نه دي، تر څو چې زموږ ټولې غوښتنې يې نه وي منلي هوکړه مه ورسره کوه، همغه وو چې غني ونه توانیدی چې د استاد سیاف او شمال ټلوالي د کسانو ترمنځ درز راولي.د حراست او ثبات ډلې داعیه تر ډیره هغه زړه د کرزي داعیه وه، خو بشپړه د کرزي داعیه دوی وړاندی نه کړه، له همدې کبله وو چې د غونډي تر ځایه او پېل پوري لا هم د کرزي ملګري له دوی سره وو، او د کرزي د ملګرو غوښتنه داوه چې لنډمهاله حکومت او یا نوی مشر د ټاکلو له پاره دوی ږغ وکړي، کله چې استاد سیاف او ملګرو يې داکار ونه کړ، نو د کرزي ځينې ملګري له غونډې ووتل، اوس نو کرزی له دوی سره ملګری نه دی، ممکن ډیر تاثیر به ونه لري، ځکه دوی خپل اعتبار په بېلابېلو وختونو کې له لاسه ورکړي دی.

له ټاپي حراس؟!

ځینې سوالونه لا هم د ولس په ذهن کې ګرځي، دا چې دوی د مجاهدینو نوم کاروي، آیا لا هم دوی مجاهدین پاتې دي؟ د مجاهدینو ټولي ډلې ورسره دي که نه؟ د همدي جلسو له پاره مصارف  به يې له کومه کړي وي؟ پخوا وخت ته په کتلو سره دوی له خپل ځانه مصارف نه کوي.دغه ډول د دوی له پاره مصارفو ته اړتیا ده، که بیا ځل روسيې، هند او یا ایران ته لاس اوږد کړي، د جګړې او ستونزو د دوام په معنی به وي.دا چې د ټاپي پروژې د پرانیستې د خبرو سره هم‌مهاله دوی شتون اعلانوي او ګوت‌ څنډنه کوي، سوالونه پيدا کوي، ځکه لا هم په سیمه کې ځينې هیوادونه او کړۍ د ټاپي پروژې د مخنیوي له پاره هڅې کوي. یو له هغو هېوادونو چې له پيله د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو له لېږد څخه خوښ نه و ایران و. ایران غوښتل چې دا ګاز د افغانستان پر ځای د ایران له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدول شي. خو هغه لاره اوږده وه او د افغانستان لار له نېکه مرغه لنډه وه. دا احتمال هم نه شي رد کېدای چې د ټاپي له پیل او تود هرکلي سره دې ایران د دغسې یو نوی سیاسي بهیر تر شا په لنډ وخت کې ودریږي، ځکه ایران غوښتل چې د ټاپي پروژه د ایران له خاوري تیره شي.دوی د ملي وحدت خبره هم کوله، ملي وحدت باید په هره برخه کې وي، مګر دوی خو یواځي پخواني مجاهدین دي، د نورو ډلو او نظریو خلک ورسره نه لیدل کیدل.

لړزانده ایتلافونه

خلک لا هم ډاډه نه دي چې دغه ډله به تر کوم وخت پوري یوځای سره پاتې شي، ځکه تیر دوه ځله د ولسې جرګې پر مشرتابه باندی د استاد سیاف او یونس قانوني ترمنځ رقابت هغه څه دي چې یونس قانوني د استاد سیاف مشرتوب ونه منی، او دوېم ځل بیا خبره ديته ورسېده که قانوني منلي وای نو استاد به د ولسې جرګې مشر وای، د دوی د اختلاف له کبله ابراهيمي د ولسي جرګې مشر شو.زموږ یو ډیر ښه دوست کله ناکله وایې چې استاد سیاف چې د استاد رباني او احمدشاه مسعود سره د کابل په جګړو کې یوځای پاتې شو، یو لامل يې دا وو چې استاد فکر کاوو چې د رباني څخه وروسته به ولسمشر شي، او احمد شاه مسعود کومه ورځ ورته ویلي وو چې تاسي زموږ راتلونکی مشر یاست.ډیر لنډ مخکې که د ډاکټر عبدالله وفا له استاد محترم سره وګورو، نو د یوه وزارت له پاره يې هم د هغه غوښتنه ونه منله او د پوهنې وزارت يې د استاد سیاف له ډیر اصرار سره سره ورنه کړ چې استاد خپل کس ورته معرفي کړي.دا پوښتنه هم ده چې له ۴۰ زیات کلونه کیږي چې دوی په بېلابېلو وختونو کې د ډلو او دولتونو مخالفتونه کړي مګر تر نن ورځ پوري يې هر مخالفت او هره هڅه بې نتیجې ده.سمه ده چې د ښاغلی حکمتیار په مشرې اسلامي حزب په تیرو ۱۴ کلونو کې له کابل څخه بهر وو، خو د اسلامي حزب ډیری غړي په کابل کې د ایتلافونو غړي، او لا هم دي، مګر مخکې وختونو کې ښاغلي حکمتیار او دوی په ګډه د ایتلافونو غړي او ماتونکي وو.مهمه داده چې په تېرو لسيزو کې، په ځانګړې توګه په تېره يوه نيمه لسيزه کې، دا ټول ايتلافونه تر غټو غټو نومونو لاندې جوړ شوي دي، خو پايښت يې تر ټولو غټ چلنج وو. يعني يو داسې ايتلاف هم په تېرو څوارلسو کلونو کې نه لرو چې دوام يې کړی وي، يا يې يو ستر مشترک هدف ته کار کړی وي. د دوستم، محقق او ضياء مسعود ملي جبهه او د عبد الله ملي ايتلاف يې بېلګې دي. په اوسني ايتلاف کې يو غټ تناقض چې د شلېدلو او پاشلو سبب يې کیدای شي دا دی چې د داودزي، سياف او قانوني په څېر کسان پکې راټول شوي دي، چې هر يو يې ځان ته مشر وايي، هر يو يې غواړي نور ور پسې ولاړ شي، هر يو يې غواړي راتلونکی سياسي رهبر يا رييس جمهور شي. دا ځانځاني او سياسي نرګسيت د دغه ايتلاف بنسټ لړزانده کوي، او اصلا د وجود فلسفه يې تر سوال لاندې راولي.اوسمهال دوی ادعا لري چې حکومت به سم کړي، د دوی له «تجربو» څخه دي کار واخستل شي، همدا نږدې ۱۴ کلونه دوی د حکومت برخه وو، دوی په حکومت کې لوړ پوړي چارواکي وو، د امریکا او ناټو د ۱۵۰۰۰۰ عسکرو او ۳۰۰۰۰۰ قراردادي عسکرو په موجودیت کې دوی امنیت رانه وستلای شو، نو اوس به کومه تمه وشي.دا چې دوی وایې د دوی له «تجربو» څخه دي کار واخستل شي، په تیرو وختونو کې کومه کامیابه تجربه دوی لري، سمه ده که دوی وایې چې د جګړې تجربه لري نو بیا خو هر ځل دوی جګړه بایللي ده، یواځي د روسانو، خلقیانو او پرچمیانو سره د جګړې خبره هغه د ولس جګړه وه.هر مخالفت چې دوی د کوم شعار لاندی کړی وو، هغسي نه دي پاتې شوې، له پاچا ظاهر سره د دوی مخالفت د هغه د حکومت پر مهال وو، مګر بیا مو ولیدل چې هغه ته يې سرې غالۍ ویړې کړي وي.متوکل صاحب وايې چې په تاشکند کې د شمال ټلوالي او د هغوی سره د ملګرو قوتونو سره د سولې مذاکرات نهايې شول، په ټولو برخو کې توافق وشو، په وروستي وخت کې ډاکټر عبدالله دا خبره وکړه چې واک به پاچا ظاهر ته سپارل کيږي، کوم چې طالبانو ته د منلو نه وه.له داوود خان سره د همدوی مخالفت هغه پخوانیو کمونسټانو ته د مرستي له پاره مجبوره کړی وو، که همدوی چې د اخوانیانو په نامه یې سیاست کاوه، ورسره د تفاهم لاره خپله کړي وای ممکن پخوانیو کمونسټانو د کودتا چانس نه وای پيداکړی، او همدوی وو چې دهغه نظر خلک يې ووژل چا چې ویل د داوود خان سره دي تفاهم وشي.

تصاویر سلاطین گذشته افغانستان

خامې تجربې

همدوی وو چې د پخوانیو خلقیانو او پرچمیانو سره يې په لومړیو وختونو کې تر حد زیاته دښمنې کوله، د خلقي او پرچمي سپین ژیری پلار چې د خلق او پرچم اهداف هم ورته معلوم نه وو دهغه د زوی په جرم يې وواژه، او ځینو پکې خپل وروڼه چې د خلقي او پرچمي نظریه یې درلودله په خپلو لاسونو ووژل، مګر بیا موږ ولیدل چې دوی په کابل کې د پخوانیو خلقیانو او پرچمیانو سره یوځای او په یوه میز يې کار کاوو، د مجاهد وزیر سکرټره د کې جي بي پخوانۍ افغانه کارکوونکي وه او تر ډیره ځينې مجاهدین په فساد کې هم ککړ شول.د پخوانیو مجاهدینو ۴ کلنه دوره داسي دوره وه چې ولس د ناامیدي او مایوسي اخر حد ته رسیدلي وو، هغه وخت کې چې ولسمشر استاد رباني، دفاع وزیر احمد شاه مسعود ، د کورنیو چارو وزیر یونس قانونی او صدارت د استاد سیاف په برخه کې انجنیر احمدشاه احمدزي ته رسيدلي وو، په کابل کې د استاد سیاف + احمدشاه مسعود جګړې له استاد عبدالعلي مزاري سره د هیچا هیرې نه دي،

 

دا ډول د نظار شورا او اسلامي حزب جګړې هم د خلکو لا په یاد کې ژوندۍ دي، د دوی د ناسمو کړنو له کبله ووچې بالاخره طالبان راپيدا شول.له طالبانو سره برعکس د همدوی ځینو يې لومړی د مرستي اعلان وکړ، وروسته يې ورسره خونړۍ جګړې وکړي او بیا چې تر کولابه ورسیدل نو د امریکا د پلي پوځ په توګه دا ځل کابل ته ننوتل، او تر نن ورځې پوري له طالب سره کلکه دښمني پالي.(سي آی اې په پنجشیر) کې  چې پښتو ته د ژباړل شوې کتاب نوم يې همدا دی که وکتل شي نو بیا د امریکایانو سره د همدي خلکو ملګرتیا او له دوی څخه د امریکا استفاده ښه تحلیل کیدای شي.د ولس له ځوانانو سره دا پوښتنه هم شته چې تر کومه وخت به دوی د چوکۍ او واک په نښه کې وي، او کله به دوی دا کار خپلو ځوانانو ته پريږدي، دا پوښتنه کوي چې دوی په خپلو ګوندونو کې ځوانان نه لري چې نور هغوی د افغانستان د راتلونکي په اړه فکر وکړی، د داوود خان له وخت نه تر اوسه نږدې  دوی په خپلو ګوندونو کې ځوانان لري که نه؟ هغه د ځوانانو څانګه يې څه شوه؟ تر ګوره تګ پوري به دوی نورو ته چانس نه ورکوي؟ او خپله هم څه نه شي کولای.که اوس هم ملت پوه شي چې دوی د ازادۍ، استقلال، سولې، امنیت د افغانانو د ښه راتلونکې له پاره کار کوي بیا به يې هم باور پري کړي وای، خو دوی د ولس په وړاندي باور له لاسه ورکړي دی.د دوی د زور زیاتي، د واک انحصار، ځمکو غصب له امله دا دي په روان کال کې تر ۱۲۰۰۰۰ افغان ځوانان له هیواده اروپا او نورو هیوادونو ته وتښتيدل، که دلته کار وای، که امنیت وی، سوله وای، د هغوی له پاره د کور ځمکه وای، بیا به ولي زموږ دغه ځوانان استعدادونه تښتيدل چې پېغور يې غني ته هم په جرمني کې ورکړل شو.د دوی هڅې یواځي د قدرت له پاره دي، نه د سولې او امن له پاره او دوی بدبختانه خپلې ګټې په جګړه کې بولي، حال داچې تر دي زیاته ګټه يې په سوله او امن کې ده.

ترس از طالبان

له طالبانو وېره …

که همدا کسان له طالب نه ویره لري، چې هغه به دوی په کلي ډول له سیاسي صحنې څخه وباسي،  نو تر دوی لومړي خو د  پخوانيو خلقیانو او پرچمیانو خبره به مهمه وي، دوی بې ځایه ویره لري، فکر کوم طالبان پر دي نظر دي چې داسي یو نظام جوړ شي چې د افغانستان ټول وګړي، سیاسي ګوندونه، قومونه او سمتونه ځان پکې وویني.  که همدا له سیاسي صحنې څخه د وتلو ویره له دوی سره وي بیا دي همدا پخوانی مجاهدین ملت ته مراجعه وکړي، هغوی به  د دوی او طالب تر منځ منځګړیتوب وکړي، آیا طالب چې افغان او مسلمان دی هغه به ښه وي چې ورسره سوله وشي او که د امریکا او ناټو عسکر چې دوی ورڅخه د خپل سر د ساتنې په موخه د هغوی شتون دلته غواړي.کوم شعار چې دوی ورکوي چې  ملي ارزښتونه، ځمکنۍ بشپړتیا، ټولنیز او اقتصادي ثبات، امنیت او سوله غواړو، دا ډول له فساد، بي اتفاقي، تروریزم، اداري فساد، نشيي توکو سره مبارزه کوو، کاملا د دوی عمل د پورته شعار پر عکس دی، او ارغنديوال صاحب خو لا وایې چې په فساد ملوث خلک نه پريږدو او له فساد سره مبارزه کوو، مګر د ده د خپل ډلې کسان د کرزي په تیره دوره اوس د اجرایوي رییس ترڅنګ په فساد کې ککړ دي، او په همدي ورځ يې هم ډیر داسي کسان تر څنګ ناست وو چې د فساد ډیر لوی تورونه لا هم پري شته.د پای خبره دا ده چې د پخوانیو مجاهدینو عزت او ویاړ په دي کې نغښتی دی چې بهرنيو پوځیانو ته له افغانستان څخه د وتلو لاره هواره او له ټولو مخالفو وسله والو اړخونو سره عملا د سولې پروسې ته ور ودانګي، که دا کار ونه کړي، اوس خو په حکومت کې ځای نه لري، یو وخت به داسي وي چې د همدې بهرنیانو له خوا به هدف وي او بیا به دا فرصت هم ونه لري چې د سولې ږغ اوچت کړي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا