گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » جنګ او پیســـې کـه سـولـه او فــقـر ؟ د ســـــبا فــکـر پنځمـــه نــاســـتـــه !
جنګ او پیســـې کـه سـولـه او فــقـر ؟ د ســـــبا فــکـر پنځمـــه نــاســـتـــه !

جنګ او پیســـې کـه سـولـه او فــقـر ؟ د ســـــبا فــکـر پنځمـــه نــاســـتـــه !

de saba FEEEEEKAAAER16

د افغانستان د روانو حالاتو او دا چې په اوسنی وضعیت کې افغان جهتونو ته څه کول په کار دی، په یوه علمی او څېړنیزه ناسته کې ډېرى ګډونوالو په هېواد کې د سولې ټینګښت د ټولو هیوادنیو چارو او ټولو جهتونو لومړنۍ اړتیا وبلله. دغه ناسته د سبا فکر ټولنې له خوا د” افغان جهتونو ته څه په کار ده ” تر سرلیک لاندی سې شنبې ورځ د روان کال د تلی میاشتې پر  ۲۱مه نېټه کابل ښار کې جوړه شوې وه.
په دې ناسته کی چې ویناول پکې د مالیې پخوانی وزیر ډاکټر انوارالحق احدی او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوی  وکیل احمد متوکل و، یو شمیر سیاسی او علمی شخصیتونو، د پوهنتونو استادانو، علمی او څیړنیزو مرکزونو څیړونکو سربیره، د پوهنتونو یو شمیر محصلینو هم برخه اخیستې وه. له هغه ځایه، چې په دې وروستیو کې د هېواد په دننه وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، د هېواد په لر او بر کې جنګ جګړو زوراخیستی، له هېواده د هېوادوالو تېښته خپلې وروستۍ کچې ته رسېدلی، بیکارۍ، بیوزلی او نورې امنیتی، ټولنیزې، فرهنګی او اقتصادی ناخوالی خلک تر سپږمو رسولی، نو په همداسې ناورینجنو شرایطو او حالاتو کې، څه کول په کار دی؟ په ټولیزه توګه د افغانانو او په ځانګړې توګه په هېواد کې د سیاسی او ټولنیزو جهتونو اسلامی او ملی مسوولیتونه او مکلفیتونه څه دی؟ ترڅو هېواد له روانو ناورینجنو شرایطو او حالاتو وژغورل شی.  د سبا فکر ټولنه، چې د هېواد پر روانو حالاتو، خپلې عملی او څېړنیزې ناستې جوړوی، په خپله پنځمه ناسته کې یې همدا موضوع د خپلې ناستې بنسټیز بحث او څېړنې په توګه غوره کړې وه، چې د غونډې ویناوالو او نورو ګډونوالو پرې خپل نظرونه ورکړل.غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

peac or mony 16

سوله یوه اخلاقی اړتیا:

د غونډې لومړی ویناوال د افغانستان د مالیې او سوداګرۍ پخوانی وزیر او د افغان ملت ګوند افتخاری ریس ډاکټر انورالحق احدی و. ښاغلی احدی دې ته په پام سره، چې په هیواد کې د جګړو دوام د هېواد د وروسته پاته کیدو، ناخوالو او سترو غمیزو لامل ګرځېدلی، په هېواد کې د سولې ټینګښت یې د هېواد او هېوادوالو لپاره تر ټولو لومړنۍ اړتیا وبلله.احدی وویل: ((سوله یو اخلاقی ضرورت دی. چې سوله نه وی، نه مدنیت شته، نه اقتصاد، نه معارف پرمخ تلی شی. دا دومره کلونو کې مثلاً د ۱۵ تر شل میلیارده ډالرو بلډینګونه جوړ شوی، ډېر پرمختګ شوی، خو که جنګ راشی دا به ټول په یوه هفته کې له منځه یوسی.))ډاکټر انورالحق احدی دې ته په پام سره، چې سوله دوه حالته لری زیاته کړه: (( یو دا چې څوک نظامی بری ترلاسه کړی، هغوی بیا د خپلې خوښې او فکر مطابق یو دولت او قانون جوړوی. نظامی فتحه چې راشی بیا سوله باندې څوک دومره بحث نه کوی، چې سوله څنګه وشی، او ناکام لوری څنګه شو. بل  حالت دادی چې یو طرف هم نظامی فتحه نه شی کولی. دې وخت کې بیا سیاسی حل ته اړتیا ده. او سیاسی حل کې باید د ټولو اړخونو یو څه غوښتنې په پام کې ونیول شی، او په عین حال کې د ټولنې د خلکو غوښتنې هم په نظر کې ونیول شی، کیدای شی د خلکو غوښتنې فرق ولری، خو مهمه ده.))

ahai cartoons 16

ښاغلی احدی، دې ته په اشارې سره، چې یو مهال افغانانو به د غرور جګړه کوله، خو په اوسنی جنګ کې متاسفانه هېڅ غرور نشته، د سوال جنګ دی او موږ په پردیو متکی یو، زیاته یې کړه: ((اوس چې د پنځمې ستنې خبره هم کېږی ټول پوهېږی، چې څومره هرڅوک په پردیو متکی دی. پخوا زموږ یو کمزوری دولت و. د داودخان په وخت کې، غریب وو، خو فکر نه کوم، چې چا دې کولی شوای له پردیو سره روابط  ولری  او بیا دې کرار ناست وای، هغه دی په ډاډ د پردیو له پاره کار کړی وای)). احدی وویل، چې په دې جګړه کې هرڅوک هڅه کوی، چې بر لاس ولری، او هرچا چې برلاس درلودلی، بل لوری ته یې چندان توجه نه ده کړې، چې همدغه مسله د سولې په لاره کې خنډ ګرځېدلی دی.

باور جوړونه د سولې بنسټیز ټکی:

یو مهم اصل، چې په سوله او د سولې په خبرو کې مهم دی، د باور او اعتماد فضا موجودیت دی. په دې وروستیو کې، چې په دې برخه کې هرڅومره هڅې شوې، خو دغه اصل پکې پیکه ښکاری، طالبان پر دولت باور نه لری، دولت پر طالبانو بې اعتماده دی. ښاغلی احدی همدغه اصل ته په پام سره وویل: ((دلته چې د سیاسی سولې په اړه په دې کلونو کې خبره کېږی، نو د اعتماد جوړونې لپاره ږغ کېږی. زما په باور، د اعتماد لپاره کافی زمینې شته، خو بیاهم ویره لرم چې بې اعتمادی به راشی. مثلا، طالبان وایی بندیان راخوشی کړئ، دولت به وایی چې زه څه پوهېږم چې په دې سره سوله راتلی شی که نه؟ بندیان به خوشی شی خو سوله به ونه شی)).

روښانه دریځ او نرم شرایط:

د افغانستان د سولې پروسې په مخ کېبل مهم خنډ د دواړو طرفونو ناروښان دریځونه او د سولې لپاره د نه منلو وړ شرایط دی. دولت طالبانو ته وایی، چې راشئ، وسله پر ځمکه کېږدئ، اساسی قانون ومنئ، دا سوله ده، خو طالبان بیا وایی، چې بهرنی پوځونه ووځی، اساسی قانون کې بدلون راشی او موقته اداره دې جوړه شی. د ښاغلی احدی په باور، په دغو شرایطو کې یو شمېر یې ممکن او د منلو وړ دی، څه مشکل نشته. لکه په اساسی قانون کې تغییر، خو طالبان باید مشخص ډول ووایی، چې په قانون اساسی کې څه شی غواړی تغییر کړی. کوم مواد یې تغییر کړی. خو له دې سره سره، ځېنې وار دمخه شرایط، هغه څه دی، چې د سولې بهیر ټکنی کوی، لکه د بهرنیانو وتل. د ښاغلی احدی په وینا، که چیرته امریکایې پوځیان له افغانستان څخه ووځی، اوباما داکار وکړی، همدوی د امنیتی ځواکونو ټول لګښتونه ورکوی. څلور میلیارده ډالره د امنیتی ځواکونو لپاره مرسته کوی. پر دې بنسټ، په سوله کې باید دا مساله هم یاده شی، چې د دولت تمویل له کومه ځایه کېږی.ښاغلی احدی همدی ټکی ته په پام سره وایی: ((په قطر کې زه له طالبانو سره کیناستم، هغوی ځینې داسې غوښتنې درلودې، چې زه فکر نه کوم چې د دولت په وس کې پوره وی)).په دې برخه کې بله مهمه ستونزه دا ده،چې هر لوری له مذاکراتو مخکې هڅه کوی، چې نظامی بری ترلاسه کړی او له همدې امله مبهمې خبرې کوی. ښاغلی احدی وایی، چې د ده په باور هر طرف په ښکاره او څرګند ډولباید ووایی، چې له څه تیریدلی شی.احدی د موقتی ادارې د جوړېدو په اړه وایی، د موقت حکومت په اړه باید ووایم، چې دا مهمه ده، چې څرګنده شی، دا اداره به څرنګه یوه اداره وی، بې طرفهبه وی؟ که به ترکیبی وی؟ که ترکیبی وی څوک به پکې اشتراک کوی؟ طالبان، شمالی ټلواله، دولت او نور…هغه زیاتوی، په سوله کې د راتلونکی دولت په اساساتو باندې باید توافق وشی. احدی وایی: ((زما له نظره باید په جمهوریت موافقه وکړو، انتخابات به وی، رقابتی به وی، څوکاله بعد به وی. په دغه اصل باندې باید موافقه وکړو. طالبانو په یوه ورقه کې چې موږ ته یې راکړې وه، ویلی وو موږ انحصار نه غواړو، رقابتی سیاست منو. ما ورته وویل چې رقابتی سیاست جمهوریت دی، انتخابات دی… که په دې باندې توافق وی، نو ډېره مساله حل ده. نور التبه د افرادو حقوق هم شته… د ښځو د درس او کار حق، د رایې حق، او طبعا مهم شی دا دی، چې په انتخاباتو کې شفافیت وی او طبعا بین المللی تعهدات هم مهم دی)).

jehad and animal 16

د ټولو اړخونو نظر او د انصاف اصل:

سوله هغه مهال شونی ده، چې د انصاف او عدالت پر بنسټ  وی. د افغانستان د تېرو او روانو ستونزو یو مهم لامل دادی، چې دلته هر څه د بې انصافۍ پر اصل ولاړ و. د ټولو اړخونو نظرونه په پام کې نه نیول کېدل. ښه بېلګه یې د بن کنفرانس دی، چې طالبان او اسلامی حزب له سره پکې له پامه غورځول شوی و او یوازې د یو جهت او محدودو جهتونو په ګټه پکې پرېکړه وشوه. همدې ټکی ته په پام سره، ښاغلی انورالحق وایی: (( په مجموع کې، سیاسی سوله باید وشی. د ټولو اړخونو نظر په پام کې ونیول شی. او د انصاف رعایت. پر دې بنسټ دغه سوله باید منصفانه وی)).

 د سولې لپاره د ارادې موجودیت:

د سولې لپاره د سیاسی ارادې موجودیت ډیر مهم اصل دی، چې د زیاترو له انده، ورته پاملرنه نه ده شوې. که د سولې لپاره په دواړو اړخونو کې ټینګه اراده موجوده نه وی، نو د سولې پروسه او د سولې خبرې به بې ګټې وی. ښاغلی احدی وایی، له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۹ پورې دولت سره اراده نه وه، چې له طالبانو سره کینی، خو له ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ راهیسې بیا طالبانو سره اراده نه ښکاری، چې سولې ته کینې. طالبان اوسمهال دولت ته وایی ته څوک یې؟ زه له امریکا سره کینم.دسبا فکر د همدې غونډې بل ویناوال، د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوی وکیل متوکل هم پر همدغه ټکی په ټینګار سره زیاتوی، چې د سولې لپاره د ارادې شتون یو مهم اصل، خو دغه اصل تر ډېره هغه لوری ته متوجه ده، چې ځان ته دولت وایی. ښاغلی متوکل په دې اړه وایی: ((د کرزی صاحب حکومت چې کله و، کرزی صاحب به وخت په وخت ورغوښتلو، د سولې په اړه. لیکن موږ پوهېدو، چې د سولې اراده نشته. اوس چې بیا تحول راغی، نوی حکومت راغی، نو هغه اصلی انتظارونه یې شاته وغورځول. داخلی کشمکشونو، حرصونو او جګړو په نتیجه کې لومړیتوبونه او سوله وځنډېده. د جګړې مساله باید څېړل شوې وای، چې ولې پېل شوې ده. غلطی باید رفع شوې وای. ډاکتر غنی تر کامیابۍ مخکې د کاندیداتورۍ وخت کې راڅخه پوښتنه وکړه، چې سوله څنګه وکړو؟ ما ورته وویل، چې سولې ته اراده شته کنه. وایی هو. ما ورته وویل، چې کامیاب شوې، نو دوراهی داده، چې جنګ له پیسو سره او سوله له فقر سره، په دې کې به کوم یو غوره کوې؟ ده صادقانه وویل پیسې مهمې دی، ځکه هرڅوک او هر افغان پیسې غواړی. زه مایوسه شوم، چې کوم امیدونه خلکو لرل بیا به نو څنګه کېږی، خو ده وویل، چی امنیتی تړون هم کوم، او سوله هم کوم. بیا چې کله کامیاب شو، ما یوه طرحه ورکړه، چې خلاصه یې داوه چې منځګړتوب باید وشی، ځکه مخامخ سوله مشکله ده. همدا طرحه مې طالبانو ته هم ولېږله. انتظار مې دا و، چې د غنی ځواب به ژر راشی. د طالبانو نظر څو هفتې وروسته راغی، نیمه مثبت و. هغوی ویلی وو، تر اوسه د سولې کار نه دی شروع شوی، چې شروع شی له دغو اشخاصو څخه استفاده کوو، چې تاسې ورته اشاره کړې. د غنی ځواب وځنډېدی، د قیوم کوچی له خوا مې استطلاع وکړه، ځواب منفی وو. هغه راته وویل، چې یا به سوله مخامخ کېږی، او یا دا چې نه یې کوو. پاکستان مجبوروو، چې طالبان راسره کینوی. هماغه وو په مری کې یې د طالبانو د صحت مسول سیاسی خبرو ته کیناوه، دغه حالت ته په پام سره، جنګونو شدت پیداکړی، ماته سوله نژدې نه ښکاری)). ښاغلی متوکل د سولې په لار کې له یو شمېر نورو خنډونو څخه هم یادونه کوی او وایی، د سولې دوه نور عمده موانع، د بهرنیو اشغالګرو موجودیت  او بل انانیت او ټول غوښتنه یا ځانغوښتنه ده.

دولت ډېر څه کولی شی:

په سوله کې باید هغه لوری، چې ځان دولت او مسوول بولی، ډېر مسوولیت لری او باید ډېر څه ترسره کړی او ډېر انعطاف هم ولری. مولوی وکیل احمد متوکل همدې ټکی ته په اشارې سره وایی، دولت ډېر څه کولی شی، دنیا ورسره ده. مطبوعات یې په لاس کې دی، پر دې بنسټ، نسبت هغه بل طرف ته ډېر څه کولی شی. هغه زیاتوی، په اساسی قانون کې مشترکات شته دی. او د بحث وړ مسایل هم شته دی. مثلا، د انتخاباتو مساله او ریاستی سیستم.

منځګړیتوب او صالح میزبان:

د سولې د خبرو د پیلېدو او د سولې پایلې ته رسولو په موخه د منځګړیتوب او صالح میزبان شتون، هغه مسله ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوی وکیل احمد متوکل ورته څرګندې اشارې لرلې. د ښاغلی متوکل په باور، منځګړیتوب مهم دی. او باید افغانان یې وکړی. په مختلفو سطحو.که څه هم اوس د سولې عالی شورا په نامه یو تشکل هم موجود دی، چې ځان د سولې د هڅو مسوول او یو شمېر خلک پرې د منځګړی ګومان او فکر کوی، خو ښاغلی متوکل وایی، چې دغه شورا د سولې لپاره منځګړی شورا نه، بلکې د سولې لپاره یوه دولتی شورا ده. هغه وایی: ((د سولې عالی شورا منځګړې شورا نه وه. هغه د تسلیمولو لپاره یو ادرس و. د سولې لپاره هم نه و، او نه یې صلاحیت و، او نه یې غوښتل پوه شی، چې ولې هغوی جنګ کوئ او راشی سوله وکړی. هغه دولتی ادرس و. اوس موږ خپلواک او بې طرفه ادرس ته اړتیا لرو. او دا منځګړی باید افغان وی)).

Motawakel 16

ښاغلی متوکل زیاتوی، په منځګړیتوب کې، ځینې اشخاص د یو ګروپ په بڼه راټولیدلی شی، البته بانفوذه اشخاص، ګوند یا تنظیم نه، هغه کسان به وی  چې ولسی ملاتړ ولری، او همدا ډول پر دواړو اړخونو فشار راوړی، چې ولې سولې ته غاړه نه ږدی؟د ښاغلی متوکل په باور، د سولې لپاره یو قوی ادرس هم په کار دی. دغه ډول ډېر شیان دی، چې اختلاف پکې نشته، حتی چپ او راست پکې اختلاف نه لری. یو قوی صف د دغسې اشخاصو جوړیدلی شی چې متنازع مسایل تعریف کړی، توافق رامنځته کړی. هغه وایی، د طالبانو پر اوسنیو او پخوانیو قوانینو باندې دې کار وشی، او له اوسنیو سره پخلا شی.د صالح میزبان شتون هم د سولې پروسې د پرمخ بیولو لپاره مهم دی. د ښاغلی متوکل په باور پاکستان صالح میزبان نه دی، چې دولت پرې اتکا کړې او داسې فکر کوی، چې هغوی کولی شی، طالبان سولې ته راضی کړی. هغه په دې باور دی، هغه اړخ، چې غواړی، د سولې لپاره میزبان شی، باید صالح میزبان وی. پاکستان او چین دواړه له افغان سولې څخه، ځانته ځانګړی اهداف لری. پاکستان د سولې له لارې غواړی، په خپلو حدودی مسایلو کې ګټه وکړی. چین غواړی د سینکیانګ مساله پرې حل کړی.

زور کارونه د سولې لامل نه ګرځی:

د سولې د ټینګښت په برخه کې یوه بله مسله چې مطرحه ده، د زور کارونه او د پوځی فشار استعمال دی. خو د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وایی، زور او فشار د سولې د ټینګښت لامل نه ګرځی. ښاغلی متوکل وایی: ((د زور او فشار له لارې سوله نه راځی)).

اوربند او مسووله میډیا:

mozhda in afghan 16

ښاغلی متوکل د سولې خبرو د پیلېدو لپاره دوه نور مهم لاملونه هم په ګوته کوی. هغه وایی، یو مهم لامل په دې برخه کې د اوربند ټینګښت دی. هغه وایی، هغه سیمې چې اوس د طالبانو په لاس کې دی او په همجواره سیمو کې چې دولت پرې واکمن دی، امکان لری هلته یو افغانی اوربند رامنځته شی. د اوربند ساتلو مساله مهمه ده. دغه کار باید په مختلفو ولایاتو کې ترسره شی. په دغو سیمو کې دې نه خارجی او نه افغانی اړخونه ډزې  وکړی. ښاغلی متوکل د سولې خبرو د پیلېدو او باور جوړونې په برخه کې د مسوولې میډیا شتون هم اړین ګڼی. هغه زیاتوی: ((اوسنۍ رسنۍ داسې ښکاری چې دې ته ناست وی، چې سوله څنګه خرابه کړی. مسؤله میډیا دې ته کار وکړی چې څه ډول تصالح/تسامح راولی)).د ده په باور مسووله میډیا باید د دواړو لورو خبرونه او نظرونه خپاره کړی، ښاغلی متوکل وایی، ذبیح الله مجاهد  وویل، چې څوارلس کاله د طلوع تلویزیون له پیلېدو څخه پوره کېږی، خو دغه تلویزیون تراوسه پورې څورالس ثانیې هم د ده غږ نه دی خپور کړی او فقط د پاکستان لاسپوڅی یې بولی. پر دې بنسټ ښاغلی متوکل څرګندوی، که رسنۍ ډېر صفت او مدح ونه کړی، د تسامح لپاره خو دې محیط او زمینه نه خرابوی.همدارنګه د سولې د ټینګښت په برخه کې نور لاملونه هم موثر برېښی، همدې ټکی ته په ټینګار سره ښاغلی متوکل د بهرنیانو خبره یادوی او وایی: ((خارجیان دا کار کولی شی، چې خپلې مرستې  تر سولې پوری مشروطې او تعلیق کړی. تر څو چې واقعی سوله راځی، دوی کولی شی ووایی، چې په سوله کې  څومره پرمختګ راځی هومره مرستې به کوی، که مرستې په جنګ کې روانې وی، نو بیا ددوی مرستې هم په اوبو لاهو کیږی)).د یادونې وړ ده، چې د سبا فکر ټولنه یوه خپلواکه او ناپیلې ټولنه ده، چې د یو شمېر کابل مېشتو ځوانانو له خوا رامنځته شوې او وخت په وخت د هېواد د روانو حالاتو د څېړلو په موخه علمی او څېړنیزې ناستې جوړوی.

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا