گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » جان آقا الکوزی د خد مت د کالونو کالونو منزل په وهلو تر خدایه ورورسید
جان آقا الکوزی د خد مت د کالونو کالونو منزل په وهلو تر خدایه ورورسید

جان آقا الکوزی د خد مت د کالونو کالونو منزل په وهلو تر خدایه ورورسید

nauandeshi kabul 15

Enalellah wa ena 16

نواندیشی کابل : په ډیره خواشینې سره مو خبر واخیست چی د افغانستان د فرهنګ او ادب د ډګر یوه لوی ستوری چی د هیواد سره د مینی په انرژی یی خدای ج ته در سیدو هیله په اخلاقی او علمی ډګر کی درقابت په ځغاسته پیل کړی وه دغه هیلی ته ورسید او له دی فانی نړې یی سترګی پټی کړی .

jan Aqa Alakozai 16

خدای بښلۍ جان آقا الکوزي چی په  ۱۳۳۶ هجری لمریز کال کی دغه فانی دنیا ته راغلۍ ؤ خپلی زده کړی یی د کابل پوهنتون په انجنیري پوهنځي کې یې زده کړې سرته رسولې وې او د ماسټرۍ لپاره یې په تایلند کې وخت تیر کړی وو. الکوزي د افغانستان په ملي راډیو او ټلویزیون کې ډيره موده نطاقي کړې وه او بیا کاناډا ته مهاجر شوی وو.جان الکوزي په کاناډا کې هم له مطبوعاتو سره همکاري کوله او د افغان کډوالو لپاره د مرستې په پروګرامونو کې فعال وو.خدای بښلی الکوزي په ۱۳۸۱ هجري لمریزکال کې له ازادي راډیو سره کار پيل کړ او بلاخره يې د سنبلې د ۲۴ ورځې په لومړیو شیبو کې، له نړۍ سترګې پټې کړې. نواندیشی او ددغه تربیون سرپرست د افغانستان زړوراولس ، د هغه غمجنی کورنې او د ادب او هنر د څانګې مینه والو ته دزړه کومی د ډاډ ګیرنې مراتب وړاندی کوی او له لوی خدای ج څخه غواړی لکه څنګه  یی چی خدای بښلی الکوزی تر ځانه ورؤ غوښت د هغه کورنې او پاتی کسانو ته صبر ور پر برخه کړی .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا