گـزیده اخبــار

خانه » اندیشه » تش په نوم اسلامی هیواد اوپه کراچۍ کی د بنګالۍ ښځواو ماشومونجونود رانیولوتر ټولو غټه منډیی !
تش په نوم اسلامی هیواد اوپه کراچۍ کی د بنګالۍ ښځواو ماشومونجونود رانیولوتر ټولو غټه منډیی !

تش په نوم اسلامی هیواد اوپه کراچۍ کی د بنګالۍ ښځواو ماشومونجونود رانیولوتر ټولو غټه منډیی !

د نواندیشی یادونه : فیس بک می کوت چی ناڅاپه می د لراوبرپه  انټرنیټی پاڼه کی خپاره شوی  پرهغه لیکنه سترګې ولګیدی چی د پاکستان دکراچئ د بندری په لوی ښار کی د بنګالی نجونو او ښځینه ؤ د خرڅلاؤ د منډیی رښتیانې کیسه یی د ښاغلی محمد فاروق کاکړ په قلم لیکل شوی او خپره شویده نو داده هم هغه لیکنه د نواندیشی د سرپرست په وړاندیز او غوښتنه د لراوبر او د ښاغلی لیکوال څخه په ژوره مننه تر تاسو در رسوؤ .

 

تش په نوم اسلامی هیواد اوپه کراچۍ کی د بنګالۍ ښځواو ماشومونجونود رانیولوتر ټولو غټه منډیی !

Kakar Mohamad Farooq 30

د محمد فاروق کاکړ لیکنه : 

له دغه ښاره بې مخه دلالان بیکوره بېوسه ښځی د نړۍ نورو هیوادوته هم لیږی . چیری چې له ۸ کلو بیا تر ۴۰ کلو پوری ښځه زات د حیوانانو په ښان له ۲۰ زرو بیا تر ۵لکو کالدارو پوری موندل کېږی!شتمن او ماړه خلګ دغه بېوسه ښځی رانیسی!د غه بیوسه بیکوره ښځی او انجونی یو څو موده له جنسی ظلم د وهلو ټکولو ظلم په یوه ځای کښې د تړلو د ظلم سهلو ورسته بیا دویم واری هغه شتمن خلګ خر څی کړی! او د نوی ښځو د رانېولو دپاره له بنګالی دلالانو سره اړېکی نیسی! و هغه بې مخه بنګالی دلالانو ته د ښځو د رانیولو د سوداګری ټولی بې قانونه لاری او لیکی ور ما لومی وی!اکثره وخت دغه دلالان دغه ماشومی انجونی او ښځی له موره پلاره اوکوره څخه په تښته او بې ایمانی سره را ولړی وی !چې د کورنۍ خلګ خبر هم نه وی!او نه ښځو ته مالو میږی!چې موږ چیری روان یو!  د بنګالۍ ښځو دسوداګری یو نامتو بازار د کراچې په ښار کښې له تیرو ۳۰ کلو اباد دئ!په دغه بازار کښې د انسانیت بشریت مسلما نی په ژبه هیڅوک نه پو هیږی!دلته فقط دوه توری ژبه چلیږی      ۱پیسه     ۲ ښځه

women and Dollars in the Karachi City 30

ښځه ذات دلته بیوسه وی!د هغې فریاد ژړا خواست څوک نه اوری دلته خلګ د هوس وږی بې غیرته نارینه دښځی مخ ته عمر ته او بدن ته ګوری! کمه ماشومه یا ښخه که چیری ډېر فریاد او ژړا کوی!دهغې بیوسه بدن په سګریټوسوځل کیږی!  د ډېرو ښځو او ماشومو انجونو پر مخ د سوځلو داغونه مالومیږی! اخر دغه بیوسه ښځی له وهلو رټلو ورسته په پټه خوله د هر ظلم وسهلو ته حاضری او چمتو سی! چې کور نه وی!مور پلار ورور نه وی د کورنۍ یو غړی نه وی! پرېدی وطن وی!په ژبه دی څوک نه پو هیږی!په ژړا او فریاد دی څوک غوږ نه نیسی!پر دې ټولو سربیره وهل ټکول رټل وی!دهغې ښځی ۸یا۹ یا ۱۰ کلنی ماشومی پر زړه پر اعصابو پر بدن به څه تیرېږی!هغه چاته نه دی مالوم!

Atesh sozi Bar segret 30

ولی چې هغه دظلم، دجبر،د حیوانیت ،د انسانیت،د شرم او حیا له پر دې هم وتلی یو بله نړۍ ده! ډېری خبری دلته د لیک وړ نه دی! ولی چې د هغو تورو په لیکلو لاس رېږدی ! په لیدلو یې سترګی له شرمه پټیږی! په ویلو یې خوله بندېږی!د هری ښځی د هری ماشومی خپلی کیسې وی!چې په ژړا او سرو ژړاندو سترګو یې کوی!بیا دلته خلګ په کمه او سپکه سترګه هم ورته ګوری!وایې دا بنګالۍ ده لکه هغه چې یو بل جنس وی انسان نه وی! د یوې۱۰ کلنی ماشومی دغه خبره انسان ژړه وی!چې وایې له ماسره پپو بنګا لی کاکا دا کلکه وعده کړېده ده چې ما بیرته خپل مور پلار ته لیږی!زه ژر خپل کور ته ځم!هو له ما سره یې قول وکړه! د ګل په ښان کوچنی ماشومه خبره نه ده چې یوه بیغرته انسان پر بل بیغرته انسان په پنځه لکه روپو خر څه کړېده او هغه د کور پر ځای د ظلم تورو تیارو ته روانه ده!د دغی ماشومی له رانیولو ورسته دلال د رانیولو و سوداګر ته وایی!تا ماته پیسې راکړې اوما وتاته لس کلنه انجیلۍ درکړه!اوس که یې سوځې که یې وژنې دا اوس ستا سوه ! د ظلم دغه بازار تل اباد وی!د بیغرته بې دینه خلګو تګ راتګ هروخت په کښې روان وی! د بنګله دیش هیواد هیڅ یو عملی ګام نه پورته کوی چې هغه ته دا هر څه ور مالوم هم دی!نه پاکستان له تېرو دیرش کلو د دې ظلم مخه نیسی.چې هر څه خپل په سترګو وینی! انسانیت، بشریت، شرم او حیا ، دین، درناوی او عزت، سر لوړی او شرافت، هر څه دلته تر پښو لاندی کیږی!خو افسوس………………….چې دمخ دنیولو دپاره یې هیڅوک ګام نه پورته کوی! په زرګونو چیغی دلته پورته سوی دی!په زرګونو بې وسه ښځی او ماشومی انجونی دلته د حیا او شرم له پردې په زوره را ایستل سوی دی! و دغه ځای ته که انسان وګوری! دهری بېوسه ښځی او ما شومی په درد به و پوهېږی……..چې کله یوه حیاداره ،کورداره،پلار داره دعزت ننګ او ناموس لرونکې ښځه په پرېدی وطن کښې د بېوسی په حال کښې په ژړاندو سترګو د بې حیا بې ننګه بې ناموسه بیغرته بې پلاره خلګو دلالانو ومنځ ته راسی او هلته ودرېږی.

هر خواته نارې وی!

۲ لکه ………..

۳لکه ……….

درېنیم لکه……….دهغې ښځی به څه ژوند وی! دهغې ماشومی به څه ماشومتوب وی؟ مخ ته په وار وار بیا خر څېږی.د ښځې له زات او دراناوی ناخبره دغه لانتیانو دخپلی مور خور لور ورینداری اودمیرمنی قدر اوعزتهم تر پښو لاندی کړئ وی! ولی چې سړی بیغیرته سی!هغه بیا دخپلو قدر هم نه کوی!که لږ هم انسان یوڅه غیرت لری هغه بیا د شرم او حیا له لیکی څخه نه اوزی!

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 سرچینه : د لر اوبر انټر نیټی پاڼه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا