گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » تاند پاڼه،استاد سیاف او زما لیکنه
تاند پاڼه،استاد سیاف او زما لیکنه

تاند پاڼه،استاد سیاف او زما لیکنه

Nazar mohamad Motmaien 23

د بیان د ازادۍ ‌له مخې د تاند پاڼې تګلارې ته زه شخصا درنښت لرم، دوی د پاڼې تګلاره د خپلو غوښتنو، موخو او خپلو مقاصدو ته د رسیدو له امله همداسی‌ ټاکلی ده.ولی حق لرم چې ګیله وکړم چې د تاند چلوونکی دی د ژورنالیزم د اصولو په مراعت کولو کې تر نورو پاتې نه وی، ځکه ځینې لیکوال ورته لیکنې کوی. په دې کابل کې هم د ژېړ ژورنالیزم کمی نه شته چې اوس یو څو پر لیکه رسنۍ هم د غیرمعیاری تولید برخه شی. د پګواش کانفرانس اړوند مې یوه لیکنه کړی وه چې سرلیک یې (د سولې له پاره د استاد سیاف د وژلو غوښتنه – پګواش  غونډ‌ه ) و.د تاند پاڼې چلوونکو زما د فیسبوک په حواله زما د لیکنې ځینې برخې په ډیر لوی توپیر او ان متضاد تفسیر سره  د (طالبان وایی جنګی جنایتکارانو ته بخښنه کوی) تر سرلیک لاندی د راپور په ډول را اخیستی دی. دا به کوم ژورنالیستیک اصل وی چې د یوه خپلواک لیکنه او نظر دې په دې مقصد راواخیستل شی چې ګواکې پلانۍ ډله یا سیاسی جهت څه نظر لری.د تاند پاڼې چلوونکی پرته له دی‌چې زما سره اړیکه ونیسی او یا زما څخه پوښتنه وکړی زما د فیسبوک او زما د نوم په حواله یې یو تحریف شوی راپور ترتیب کړی.زه له تاسی‌ درنو لوستونکو سره زما د لیکنې  اصلی بڼه او د تاند پاڼې لخوا تحریف شوې برخې شریکوم بیا نو قضاوت تاسی ته پریږدم: 

مالیکلی:

«د ولسمشر اشرف غنی تره قیوم کوچی د خپل وراره له ډیر صفت کولو وروسته او پر طالبانو له توندو نیوکو کولو سره سره یوه د زړه خبره هم وکړه،‌ هغه طالبانو ته وویل چې تاسی ظالمان یاست، بې ګناه خلک وژنئ، بې ځایه جګړه کوئ، ‌حکومت نه شئ نیولای، راشئ له حکومت سره یوځای شئ او زه په خپل وراره ویاړم چې په ډیر مهارت سره یې له ډاکټر عبدالله سره ګډ حکومت جوړ کړ.ښاغلی کوچی وویل طالبان چې په کابل او نورو ځایونو کې بې ګناه عام افغانان وژنی او غټ مجرمین نه وژنی‌ دا زموږ له پاره د منلو وړ نه ده،‌ طالبان که رښتیا غواړی چې د افغانانو قاتلین او اصلی مجرمین ووژنی نو مهربانی دی وکړی تر ټولو لومړی دی استاد سیاف او د هغه هم مثله ووژنی. خینې ګډونوال وایې چې د استاد محقق نوم یې هم واخیست خو دغه نوم بیا نور ګډونوال نه تایدوی یواځی د استادسیاف د وژلو غوښتنه د کوچی له خوا تایدوی».

زما پورته لیکنه د تاند پاڼې چلوونکو په لاندی بڼه په خپل راپور کې تحریف کړې:

«په کابل کې د طالبانو د ډلې یوه پلوی نظرمحمد مطمئن خپله فیس بک پاڼه کې یاده کړې ده چې ښاغلی ستانکزی د پګواش په غونډه کې ویلی دی چې پخوانیوجهادی مشرانو ته چې افغانان یې په کورنیو جګړو کې له بشری حقونو څخه د سرغړونې، د لسګونو زره کابل ښاریانو د وژنې او د کابل ښار د ورانونې له امله جنګی جنایتکاران ګڼی، بخښنه کوی او وایی چې د هغوی هملاری دی».داچې د تاند پاڼې چلوونکو زما اړوند د کومې ډلې د پلویتوب خبره کړی، بېله مسئله ده،‌ ځینې خلک په لوی لاس ازاد او خپلواک افغانان له هیواده وتلو ته مجبوروی، ولی‌ ډاډه اوسئ افغانستان زموږ کور او ټاټوبی دی، همدلته به یو،  د تړلو سیاستوالو او د هغوی د پلویانو تهمتونه او فشارونه موږ نه شی‌ مجبورولای چې هیواد پریږدو.

ښاغلی قیوم کوچی ته د طالبانو د هیئت له خوا د جواب اړوند زما لیکنه داسی‌ ده:

«د طالبانو د هیئت او قطر دفتر مشر ښاغلی‌ شیرمحمد عباس ستانکزی د ښاغلی قیوم کوچی د استاد سیاف د وژلو د غوښتنې اړوند ځواب کې ورته وویل چې: موږ ټولو هغو مجاهدینو کشرانو او مشرانو ته په درنه سترګه ګورو چې پخوانی شوروی اتحاد سره یې په جهاد کې برخه اخستی او کمونیزم یې د نړۍ له مخې ورک کړ. استاد سیاف د جهاد د رهبرانو څخه دی هغه له کمونسټانو سره جهاد کړی، موږ به هغه څوک وژنو چې د شوروی د یرغل پر مهال دهغوی غلامان او دهغوی له پاره جنګیدل، په اوس مهال کې د امریکا غلامان او د امریکا د ګټو له پاره له افغان ولس سره جګړه کوی، موږ به د هغو سیکولر کسانو سره هم جګړه کو چې له لویدیځ څخه راغلی‌او په افغانستان کې د سیکولریزم له پاره مبارزه کوی. ښاغلی کوچی! موږ پوهیږو چې لویدیځ غواړی زموږ او مجاهدینو تر منځ اختلافات لا زیات کړی او غواړی موږ په مجاهدینو او د مجاهدینو مشران په موږ ووژنی ، موږ به هیڅکله د مجاهدینو د مشرانو وژلو له پاره د لویدیخ د دغی سیسی ښکار نه شو».تاسې وګورئ چې چیرته لیکل شوی چې طالبان به مسلکی او ازاد په هیواد مین هغه افغانان چې له لویدیځ څخه د افغانستان د پرمختګ او افغانانو ته د خدمت له پاره راځی هغه به ووژنی. دا خبره خو طالبانو په ځلونو واضحه کړې هم ده. له لوېدیځ یا بل هر ځایه په پوهه او هنر سنبال افغان سره طالبان څه دښمنی او ستونزه نه لری!

د تاند چلوونکو زما پورته لیکنه دا ډول تحریف کړی ده:

«د ستانکزی له خولې را نقل شوی دی چې هغوی به له غرب څخه راغلی مسلکی کسان چې ډېری افغانان یې د وطن د جوړونې په برخه کې یوه هیله ګڼی په دې پلمه ووژنی چې ګویا هغوی سیکولران دی.»

د تاند چلوونکی د خپل راپور په وروستۍ برخه کې لیکی: 

«د سیاسی چارو پوهان پوښتنه کوی چې که چېرې طالبان د هغو کسانو پر ضد چې ولس یې جنګی جنایتکاران ګڼی او محاکمه یې غواړی څه ستونزې نه لری، دا خلک خو د طالبانو د نظام له نسکورېدلو څخه وروسته تر ننه پورې نه یوازې په واک کې دی بلکې له همدې لارې په مالی او میډیایی مافیاوو باندې واوښتل، بیا نو طالبان په کوم دلیل ملکی خلک، د ملی اردو او ملی پولیسو ځواکونه په نښه کوی او وژنی یې».اوس نو پوښتنه دا ده که د تاند چلوونکی په دی قناعت رسیدلی‌ وی چې په تیرو کلونو کې همدا خلک چې دوی یې یادونه کړی په واک کې و، نو بیا یې ولی خپله پاڼه د دوی په چوپړ کې ورکړی ده.او زه پوښتنه کوم چې دوستم او ځینې نور کسان د همدې ډلې خلک دی‌که نه؟ آیا همدا نن ورځ‌ همدا خلک د حکومت برخه دی که نه؟ که ځواب هو وی نو بیا زموږ هغه درانه لیکوالان او پوهان چې له همدغسی خلکو سره د کار کولو مخالف دی‌ او د دوی محاکمه غواړی ولی‌ نن په ارګ کې یواځی د سلاکار په نوم خوشاله دی!تاند پاڼه چې د مرحوم پسرلی صاحب د زامنو له خوا پر مخ وړل کیږی دوی ته خو په کار ده چې ناپېیلې او د هیواد ملی ارزښتونو ته ژمن وی، بیا خو په کار نه ده چې غضنفر صاحب دی‌ په دغسی حکومت کې دنده ومنی‌ چې لومړی مرستیال یې لکه چې دوی ویلی د پښتنو قاتل رشید دوستم وی او د شمال ټلوالی مهمه څیره ډاکټر عبدالله عبدالله اجرایوی رئیس او دارنګه ډیر نور هغه کسان چې په کورنی جګړه کې ښکېل او نن په واک کې دی.که زما اړوند لیکوالو او د نظر لرونکو له خوا کومې څرګندونې او یا لیکنې په تیر وخت کې شوې ما یې ځکه جواب نه دی ویلی چې د هغوی حق یې ګڼم،‌ ولی د یوې داسی پاڼې له خوا چې چلوونکی یې لیکوال او ادیبان وی او په رډ ډول زما نظر په بدله بڼه خپروی نو اړینه مې وګڼله چې څه ولیکم، که بیا هم زما پر لیکنه د تاند پاڼې راپور جوړوونکی خپل نظر یا تبصره کړی وای ستونزه به نه وای.امید دی چې یو پر بل تورونه ونه لګوو او دا ډول د ژورنالیزم اصولو ته درناوی ولرو.

زما بشپړه لیکنه سپوږمۍ رادیو 

تاند پاڼه کې خپور شوې راپور  

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا