گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بام ددې دنیا ده، دپامیرڅوکه !
بام ددې دنیا ده، دپامیرڅوکه !

بام ددې دنیا ده، دپامیرڅوکه !

ziba khadem Face Book 31

افغاني وطن

ښکلی دی او بر دی، افغاني وطن

هر ځای نه بهتر دی، افغاني وطن

ډک دی د لعلونو، جواهرو نه

څه وشوه که غر دی، افغاني وطن

بام ددې دنیا ده، د پامیر څوکه

تل په مېر او نمر دی، افغاني وطن

لوړ غرونه سیندونه، ځنگلونه دي

لمنځې او نښتر دی افغاني وطن

شگې د سیندو یې، له طلا ډکې

خاوره شگه زر دی، افغاني وطن

وگوره انسان که ښاپیری دی دا

حسن جلوه گر دی، افغاني وطن

مور د تمدن، پلار د قومونو دی

ارین ټبر دی، افغاني وطن

ځای د سړیتوب، او د اخلاقو دی

کور د زرتشتر دی افغاني وطن

تیږه د گډ ژوند په کې ملي کښیښوه

غالی دی د فتر دی، افغاني وطن

مړه ډېوه د کور، روښان را بله کړه

روڼ او منور دی، افغاني وطن

 

khadem saheb Dar 5 Sertara 05

خپل جلا تهذیب، او تمدن لري

نورو ته رهبر دی، افغاني وطن

گرچه اوس له پښو، نه رالویدلی دی

کلک لکه سنگر دی، افغاني وطن

ملا د استعمار ورباندې، ماته شوه

سخره، تړه غر دی، افغاني وطن

سر ټیټول دلته، نه پوهیږي څوک

حر او زړور دی، افغاني وطن

دلته شرافت او غیرت، وزېږید

ډک له دې هنر دی، افغاني و طن

دا اتحاد کله ماتیدلی شي

یو قام او ټبر دی، افغاني وطن

ساک دي که کاسي دې، د دایک سره

دغه یې مقر دی، افغاني وطن

کورد که بلوڅان که داردیان دي څوک

څانگې دي شجر دی، افغاني وطن

گورئ هزاره ځانته، غوري وايي

خلاص د بل له شر دی، افغاني وطن

پارت، یوچي، تخار ټول سره وروڼه دي

ستوري دي، قمر دی، افغاني وطن

پښت د ټولو سټه، نورې څانگې دي

څومره مستقر دی، افغاني وطن

سیند د اباسیند یې، بېلوې نه شي

پروت ترې لر و بر دی، افغاني وطن

قام وطن دې وپیژنه، ځوانه ته

موردې ده، پدر دی، افغاني وطن

فکر د تحریر او د تقریر سره

وروزه مضطر دی، افغاني وطن

ټول جهان ازاد شولو، اباد شولو

نن ولې ابتر دی، افغاني وطن

ځئ چې خپل حساب، له سره ونیسو

فکر او عمل دواړه، غوره ونیسو

de Nareng Gul 05

کابل

د ١٣٥٣ کال

د قوس پنځلسمه

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا