گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اووم اواتــم دثـور؛تــیـروتـنـې،دطـالـب او حکومــت پــام
اووم اواتــم دثـور؛تــیـروتـنـې،دطـالـب او حکومــت پــام

اووم اواتــم دثـور؛تــیـروتـنـې،دطـالـب او حکومــت پــام

Nazar mohamad Motmaien 23

که سم او مناسب قضاوت وشی، په کا رده چې په زغرده وویل شی چې اووم  د ثور ۱۳۵۷ ل  او اتم د ثور ۱۳۷۱ ل   دواړه ورځې د افغانانود بېلابېلو ګوندونود مشرانو تېروتنې پکې جوتې دی، په دومره توپیر سره چې اووم د ثور کمونسټانو کودتاه وکړه او بیا د وینو ویالی وبهیدلی، تر یو میلیون ډیر افغانان شهیدان ، تر یو نیم میلیون پوری افغانان معیوب  او په میلیونو افغانان نورو هیوادونو ته کډوال شول.

اووم د ثور د کمونسټانو خونړۍ کودتاه

اووم د ثور ناورین او تورې ورځې اړوند ډیر څّه لیکل شوې، همهغه اووم د ثور له امله ده چې نن هم افغان ولس په وینو کې لمبیږی، له وینو سره لوبې کیږی، د افغان وینه دومره وړیا ده چې د نړۍ په هر هیواد کې یې وینه او هویت نږدې ارزښت له لاسه ورکړی دی.اووم د ثور و چې اتم د ثور یې وزیږاوه، که پر اووم د ثور د کمونسټانو کودتاه نه وای شوې، اتم د ثور ته به اړتیا نه وای پیدا شوې، اووم د ثور و، چې خونړیو کودتاو ته یې لاره پرانستله، اووم د ثور و چې د علماو سپکاوی او توهین پکې عملی شو، اووم د ثور و چې خالق اومخلوق دواړو ته په کې سپکاوی کیدی، اووم د ثور و چې په هرات کې په یوه ورځ کې ۲۴۰۰۰ مسلمانان قتل عام شول، اووم د ثور و چې جېلونه یې په افغانانو ډک کړل، اووم د ثور و چې د مسلمانانو څخه نوکان او څرمنی وایستل شوې، اووم د ثور و چې ډلئیز مرګونه او قبرونه یې ډک کړل، اووم د ثور و چې  افغانی کلتور ته پکې سپکاوی او شرقی کلتور ته درناوی پکې کیدی.اووم د ثور و چې د خلکو جایدادونه او شتمنۍ په زور سره ورڅخه واخستل شوې، اووم د ثور و چې زموږ د کلی غریب  سړی برنو اکا زموږ مشران سپکول، اووم د ثور و چې په لینن درود وویل شو، اووم د ثور و چې په بسم الله باندی رشخند وهل کیدی، اووم د ثور و، چې د بې خدا تخصلونه پکې پیدا شول، دکمونسټانو  اووم د ثور کودتاه وه، چې دوخت ولسمشر سردار داوود یې د هغه له کورنۍ سره په ارګ کې ووژل ،  او بالاخره اووم د ثور و چې  د افغانانو انځور یې د نړیوالو له پاره ناسم ترسیم کړاو تر نن ورځې یې موږ بد نتایج زغمو.

اتم د ثور د مجاهدینو کامیابی

اتم د ثور لویه تېروتنه د مجاهدینو د مشرانو وه چې په یو واحد حکومت یې توافق نظر ونه کړ، او هرې ډلې غوښتل چې واک د زور د لارې لاسته راوړی، همهغه و چې پر اسلامی حزب د نظار شورا وار له مخه کړ، کابل ته ننوتل او اتم د ثور د خپلمنځې اوکورنۍ جګړې بله پېلامه شوه.

اتم د ثور د مجاهدینو د کامیابۍ ورځ، د کمونسټی نظام د ړنګیدو ورځ، د شوروی اتحاد د دړې وړې کیدو ورځ، او د مسلمانانو، د هغه وخت د پاکو مجاهدینو او مهاجرینو د ویاړ ورځ وه، زموږ د هغې ورځی لذت اوس هم له یاده نه دی وتلی، خو متاسفانه چې ومو نه شوای ساتلی. یو په بل پسې د مجاهدینو مشرانو تېروتنې وکړی، چې جګړه اوږده شوه، او د مجاهدینو ویاړونه یې تر سوال لاندی راوستل، د کمونسټانو جنایتونه د مجاهدینو د خپلمنځې جګړو تر سیوری لاندی پټ شول.زما ښه یاد دی چې کله مجاهدینو خپل د کامیابې ورځ ۸ د ثور په دویم کال ۱۳۷۲ ل کې په ننګرهار کې لمانځله، موږ  دننګرهار پوهنتون تر سلو زیات محصلین هم په رسم ګذښت کې د تیریدو له پاره انتخاب شوې و، هم هغه ورځ هم په نورو ولایتونو کې جګړه وه، عزتونه لوټ کیدل، غلا کیدله او ولس له ډول ډیر غمیزو سره مخ و، ددې پرځای چې خوشالی وکړو، باور وکړئ چې سترګې مې د خفګان  له اوښکو ډکې وی.

دا هم د یادونې وړه ده اسلامی حزب چې یو منظم او لوی ګوند و، د ډاکټر نجیب الله د حکومت سولئیز انتقال یې اسلامی حزب ته ونه مانه ، ډاکټر نجیب الله له بېلابېلو لارو ښاغلی حکمتیار ته پېغام استولی و چې واک به همده ته سپاری، او د واک د سپارلو له پاره د خبرو غوښتنه یې کړې وه، ښاغلې حکمتیار چې د نشنل عوامی ګوند مشر ولی خان ته کوم ځواب ویلی و، د اسلامی حزب مشران پری پوه دی، افغانان  او په ځانګړې ډول پښتانه هر وخت د زور او بل له پښو غورځولو خبره کوی، همهغه و چې نظار شورا د انجنیر احمدشاه مسعود په مشرې د ببرک کارمل پرچم ډلې سره لاس پټ او یو کړ، او پر حکمتیار یې وار  له مخه کړ، حکمتیار چې غوښتل د زور د لاری کابل ونیسی، مسعود دمعاملی له مخې ننوت او حکومت یې په خپل لاس کې واخیست، که څه هم موقت ولسمشر حضرت صبغت الله مجددی و، خو واک او پوځی ځواک  د مسعود سره و.

دمجاهدینو تېروتنه، خپله دوی او ولس یې قربانی شول

آیا دا سمه ده چې موږ  ووایو چې ښاغلی حکمتیار تېروتنه وکړه؟  اوس  وخت ته په کتلو سره له خلقیانو او پرچمیانو سره په یو حکومت کې د اسلامی حزب د ګڼو کسانو یوځای کار کول، دی سوال ته جواب ویلای شی.آیا مسعود سم کار وکړ چې د ببرک کارمل پرچم ډلې سره یې معامله وکړه، د ملګرو ملتونو د سولې پروسه او د ډاکټر نجیب الله څخه د سولئیز واک د انتقال پروسه یې سبوتاژ کړه؟هغه تېروتنه وه چې خپله انجنیر احمد شاه مسعود دهمدې تېروتنې قربانی شو، هغه تېروتنه وه چې استاد برهان الدین ربانی د همدې تېروتنی قربانی شو، هغه تېروتنه وه چې بیا هم د مسعود پلویانو  امریکایانو ته د راتګ او یرغل بلنه ورکړه، ببرک کارمل روسان راوستل، دهغوئ په ټانکونو سپور تر ارګ پوری یې ځان ورساو، او داځل د امریکا د بی ۵۲ د بمبارد په زور پخوانی مجاهدین چې لویه برخه یې د شمال ټلواله وه ځان یې ارګ ته ورساو.د پرچمیانو سره د مسعود معامله ددې سبب شوه چې حکمتیار د چهار اسیاب څخه پر کابل راکټونه اورول، او د کابل ښار د اسلامی حزب، اسلامی جمعیت، نظار شورا، اسلامی اتحاد ، استاد مزاری او عبدالرشید دوستم  د پلویانو او وسلوالو له خوا د جنګ پر تنور بدل شو، د کابل ښاریانو باندی له هر لوری د مرمیو باران و.له دی ها خوا ژبنی، قومی او سمئیز توپیرونه په کابل او لویو ښارونو کې مخ پر زیاتیدو  و، له اطراف څخه او په ځانګړی ډول د جنوب او جنوب لویدیځ پښتون ته په کابل کې د نورو قومونو له خوا د شک په سترګه کتل کیدل، د مزاری هزاره ډله، د استاد سیاف پښتانه پلویان  او د مسعود تاجک ډله یوبل په بې رحمې سره تر تیغ تیرول.په ټوله کې د مجاهدینو د خپلمنځی جګړو  قربانیان افغان ولس و، د ولس شتمنۍ وه، د ولس بچیان و،  دولس قومونه او قبیلې وی، او د ولس له پاره عام المنفعه ځایونه و.د استاد ربانی او احمدشاه مسعود وخت کې چې کوم پښتانه وزیران و، هغوی ته ښه معلومیږې چې دوی څومره واک درلود؟ څومره بې واکه و، او ډیری اوس هم په دی نظر دی، که د حکمتیار راکټونه  او جګړه نه وای، د واک انحصار به تر ډیروکلونو دوام کړی وای، مګر له دی سره سره احمدشاه مسعود او استاد ربانی تر ۴ کلونو د واک انحصار له ځان سره درلود.

Ustarabani wa Taliban 27

د استاد ربانی له خوا دطالبانو د پاڅون ملاتړ

طالبان د پخوانیو مجاهدینو د تېروتنو زیژنده وه، ولس دومره ناهیلی او په تکلیف و، چې هرې اصلاحې ډلې ته یې لبیک وایه، طالبانو په ډیرلنډ وخت کې د ولس باور ترلاسه او کابل یې ونیوی، شمالی ولایتونو ته یې د خپل واک غځونه وکړه.

په لومړیو وختونو کې اسلامی حزب  له طالب سره په جګړه کې ښکېل شو، د کابل د هغه وخت د استاد ربانی حکومت او استاد سیاف د مسعود په ګډون طالبان د هیواد له پاره سپینې فرښتې ګڼلی، کله چې اسلامی حزب چهار آسیاب طالبانو ته پرېښود، د طالبانو د جګړې مخه له مسعود سره شوه، مسعود میدان ښار کې له طالبانو سره لېدنه وکړه، مذاکراتو نتیجه ورنه کړه، مسعود او ډلې یې د طالبانو د له منځه وړلو پروګرام جوړ کړ،  د طالبانو او مسعود تر منځ سختې جګړې وشوې. او طالبان لاس بری شول، کابل یې تر خپل واک لاندی راوستی

ننۍ طالب د ۱۳۷۱ ل کال د مجاهدینو پر ځای

اوس چې دادی امریکا خپل ډیر پوځیان وایستل، کټ مټ د ډاکټر نجیب الله د حکومت د تکرار وخت دی، او دهغه وخت د سیاسی پلې مهمه مهره  عبدالرشید دوستم ، نن یوځل بیا د ولسمشر لومړی مرستیال دی، د واک پر سر شخړه روانه ده، په ارګ کې د ولسمشر او اجرایوی رئیس د نظر تر منځ ډیر توپېر دی، پخوانی ولسمشر  کرزی چې دده په ټیم کې پخوانی ډیری جنګ سالاران هم دی، په دې تمه دی چې د ولسمشر غنی او عبدالله ترمنځ شخړې مخ په زیاتیدو شی ،  واک بېرته ده ته پاتې شې.

اوس چې طالبان پوځی ځواک لری، دبهرنیانو سره یې سخته جګړه په تیرو ۱۳ کلونو کې وکړه، د حکومت  او پاتې بهرنیانو د اډو او اهدافو پر خلاف جګړه کوی، امریکا نامنلی ماتې خوړلې ده، او د جګړې پر اور هغه وخت تېل وپاشل شول چې کله ولسمشر غنی له امریکا سره امنیتې تړون لاسلیک کړ.

طالبانو او اسلامی حزب (حکمتیار) ته په کار ده چې د مجاهدینو د ۱۳۷۱ ل کار تېروتنه داځل ونه شی، او بیا مو افغان ولس د پنځو او یا لسو او یازیاتو  نوروکلونو له پاره د اور په تنورکې ونه سوځی.

ننی طالب په همه هغه دریځ او ځای کې موقیعت لری چې په ۱۳۷۱ ل کال کې اسلامی حزب درلود، اشرف غنی مجبوریږی چې بیرته به مخه طالب ته اړوی، او د طالب غوښتنو ته به غوږ نیسی، دا که غواړی که نه غواړی، دده مجبوریت دی، بل خوا دوستم او اجرایوی رئیس به هم ورته هڅې کوی،  په کابل کې د سیاسی ګوندونو او ډلو له خوا وار له مخه دغه هڅې پېل شوې، د پارلمانو او سنا ځینې وکیلان په اړیکه کې دی، تر څو په  راتلونکې کې په واک کې د پاتې کیدو له پاره له طالب مفاهمه وکړی.

د طالبانو، سیاسی ډلو او حکومت څخه د ولس تمه

که اشرف غنی د هیواد پرمختګ، سولې او ارامې ته ژمن وی، که ډاکټر عبدالله او ډله یې غواړی چې خپل ولس یې په شمالی ولایتونو کې ارام ژوند ولری، که پخوانی ولسمشر کرزی او دهغه نوی ډله چې له واک څخه لیری شوې غواړی خپله شتمنې وساتی او خپلو ولسونو ته هوسا ژوند بسیا کړی، که هزاره توکم مشران غواړی چې ولس یې  تیر ۱۳ کلن لاسته راوړنې وساتی، او که طالبانو غواړی چې دافغان ولس سترګې ورته ډیرې اوړی دغه ولس ته سوله او ارامی راولی، او که حکمتیار غواړی چې ټوټه ټوټه شوې اسلامی حزب بیا کردار ولری، نو دوی ته په کار ده چې د بل اووم او اتم  ثور تکرار په هیواد کې ونه شی.

ولسمشر اشرف غنی چې څومره د سولې ژمنې کړی وی، څومره چې یې باور درلود چې پاکستان، چین او سعودی به طالبان اړ کړی چې دده خبره ومنی او طالبان به اړ کړی چې د ولسمشر غنی د خوښې او غوښتنې سره سم سوله ومنی، هغه طرحه او پلان یې کار ورنه کړ او نه یې هم دغه طرحه کار ورکوی.ښه به وی چې د مشرانو جرګې او ولسې جرګې د ځینو وکیلانو دغه  ږغ هم هیر نه کړی چې پر امنیتې تړون دی له سره غور وشی، هغه دی لغوه اعلان شی، ولسمشر غنی دی د بهرنیانو د وتلو نیټه اعلان کړی،او له طالبانو سره دی د هیواد د سیاسی او پوځی نظام اړوند مخامخ خبرې پېل کړی، او طالبان دی هم هغه د تېر ځل د اسلامی حزب تېروتنه نه کوی، چې باید د غنی حکومت په زور سره چپه شی، او کابل ته په زور سره ننوځی. او نه دی ولسمشر غنی او دده ډله نور د زور او جنګ له پاره بهرنیانو ته پلمه برابروی.که ولسمشر غنی پر دی عقیده وی چې طالب به تسلیم شی، جګړه به وګټې، نو دلته نږدې ۴۹ هیوادونو یرغل کړی و، په لکونو بهرنی پوځیان راغلی و، درنې بمبارۍ او درنې وژنی یې وکړی خو افغان ولس ورته تسلیم نه شو، نن چې د ۴۹ هیوادونو څخه په شمار څو هیوادونه پاتې دی، نن چې په لکونو بهرنی  پوځیان نشته، ولسمشر دی پوه شی چې په نږدې ۱۰۰۰۰  امریکایې پوځیانو دغه جګړه نه شی ګټلای.او که دا ځل طالب د سولې او امنیت له یوې سمې او سنجیده طرحې سره هیواد ته راستون شی، ولس ته سوله راولی، دابه هغه کردار وی چې تاریخ به یې ثبت اوپر دوی به دغه تهمت بیخې نفی کړی چې دواک له پاره یې جګړه کوله.خو دیته  هم توجه په کار ده که دلته پر لویدیځ پالو د علماو او اصیلو افغانانو فشار نه وی، بیا به مو هیواد د ځینو نورو هیوادونو په څیر د عیاشی او فحشا پر لور روان وی،اسلامی او افغانی کلتور ته به په سپکه کتل کیږی، او ځوان نسل او ځوانی نجونی به مو انحراف ته هڅول کیږی.په دی هیله چې ولس مو د بل اووم او اتم د ثور سره مخ نه شی.

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا