گـزیده اخبــار

خانه » استراتیژی امریکا » امنیتی تړون او دپروپاګنډ بړبوکۍ د عصمت قانع لیکنه
امنیتی تړون او دپروپاګنډ بړبوکۍ د عصمت قانع لیکنه

امنیتی تړون او دپروپاګنډ بړبوکۍ د عصمت قانع لیکنه

 زما د ماشومتوب دوره د راډیو دوره وه. که څه هم راډیو دومره عامه نه وه، خو زموږ په کلی کې نیک ماد خیاط او د کلی میرزا منان دواړه د راډیو څښتنان وو.د نیک ماد خیاط راډیو فلپس وه، چې لاندې ترې په انګریز حروفو سیرا لیکل شوی وو او د میرزا منان کاکو راډیو نیشن جاپانۍ وه، چې ده به یې په صفت کې ویل، چې له اسمانه غږ راکشوی. راډیو ګانو به سرودونه او سندرې خپرولې، خو د موسیقی تر څنګ راډیو د سیاسی معلوماتو د حاصلولو تر ټولو چټکه وسیله وه. زما د ماشومتوب په دوره کې کلیو او ولسوالو ته اخبارونه نه رسېدل، که به یو نیم اخبار کلی ته راغی، نو میاشت به پرې تیره شوې وه. کلیوالو مبصرینو به د سیاسی خبرو او سیاسی واقعاتو په باره کې ډول ډول تبصرې کولې، په دغو تبصرو کې به یې ځینې نومونه او مفاهیم داسې تحریف کړل، چې پر تحریف شوې بڼه به یې د حقیقت ګومان کیده. زموږ د کلی حاجی مامنور اکا به باختر اژانس ته باختر اجان ویل او د باختر اجان په باره کې به یې تبصره کوله، چې باختر اجان یو رسېدلی ولی الله دی، چې پټې ورته معلومې دی.زیات پیریان یې تابع دی او چې کله هم پېښه وشی، نو پیریان باختر اجان ته خبر ورکوی او باختر اجان بیا له ظاهر شاه پاچا څخه اجازت غواړی چې مخلوق پرې خبر کړو کنه؟ مامنور کاکا به پاچا ته ولی حضرت ویل. خلکو او میرزا منان کاکا به ورته ویل، چې دا د پاچا په باره کې ولی حضرت مه وایه، اصلاً اعلیحضرت دی، خو مامنور کاکا همدا ولی حضرت ټینګ کړی وو.زیاتو کلیوالو فکر کاوه، چې باختر اجان له واقعاتو څخه د داسې یو باخبر کس نوم دی، چې پاچا ورته موټ موټ طلاوې ورکوی او باختر اجان خبرونه راټولوی او د پاچاهۍ خدمت کوی.په همدې ترتیب بی بی سی هم مشهوره شوې وه. زموږ د کلی دیګان خرکار رستم اکا به ویل، چې بی بی سی په لندن کې یوه داسې ښځه ده، چې په ټوله دنیا کې یې د پیریانو د تابعدارۍ ټیکه اخیستې ده او په دې څلور کنجه دنیا کې چې څه پېښ شی، نو بی بی سی پرې خبرېږی. ده به ویل، چې بی بی سی فیرنګۍ ده، خو اوس د خدای په حکم بسلمانه شوې ده. په مشورتی لویه جرګه کې مې د ماشومتوب ټولې خاطرې د ذهن پر سکرین راپورته کیدلې، هغه ټولې خبرې، هماغه کلیوال تعبیرونه، هماغه معصومانه او بې ګناه اندونه، چې د بې سوادۍ، ناخبرۍ او سادګۍ پردې به پرې غوړېدلې وې. په مشورتی لویه جرګه کې یو ګروپ لګیا وو، ددې پر ځای چې په تړون کې د افغان وطن د ګټو، ثبات، سولې، استقرار او په همدغه جغرافیه کې د افغانی اقتدار په باره کې بحث او خبرې وکړی، هماغه د باختر اجان او بی بی سۍ د پیریانو د تابعدارۍ توهماتی لیکچرونه یې ورکول. زموږ په کمیټې پورې یې مشهوره کړې وه، چې دا کمیټه د امریکا د منافعو او ګټو لپاره کار کوی، ځکه چې په کمیټه کې د انهم امریکایی شرکت رییس جاوید لودین ګډون لری. جاوید لودین هم نه وو خبر چې بهر په ما پورې د باختر اجان پیریانو کوم تعبیرونه او تحریفونه تړلی دی،
javed Lodin in Loya jerga 02
خو په کمیټه کې هغه لومړنی کس وو، چې زما نوم یې د کمیټې د رییس لپاره تایید کړ. دا چې زه یو څه له مسوولیته څخه د فرار لاره ډېر ژر پیدا کولای شم، نو فوراً مې وویل، چې زه بهر له میډیا سره دومره مصروف یم چې د کمیټې د رهبرۍ لپاره وخت نه راسره پیدا کیږی، هماغه و، چې لودین زما په وړاندیز د کمیټې رییس وټاکل شو. څو ځله به له چپنو، لونګیو، قره قلیو او ګوبیچو سره د مشرتوب په جامه کې ملبس کسان راغلل، هر یوه یې د قام او اولس د ټیکه دارۍ دعوه کوله او هر یوه دا طمعه درلوده، چې ډالر ترلاسه کړی، خو نه زموږ په کمېټه کې د ډالرو درک لګېدو او نه د لویې جرګې په یوه څنډه کې پیریانو د ډالرو د موجودیت خبر ورکاوه. موږ هڅه کوله، چې تړون ته له افغانی عینکو وګورو، خو ځینې کسان وو، چې پر تړون یې بحث د پیریانو تر اوازو پورې غـځولو. ملایانو او هغو مذهبی اورپکو چې افغانی ګټې یې نه پیژندلې او صرف او صرف دین یې د خپلو نفرتونو لپاره د لُنګې غوا په څیر لوشلو، همدا اوازې یې خپرې کړې وې، چې که هر څو دغه تړون د افغانی ګټو ساتندوی وی باید وشی، ځکه د مکې مکرمې امام خوب لیدلی دی، چې افغانان په امنیتی تړن کې خپل هغه رول له لاسه ورکوی، د کوم رول په باره کې چې رسول کریم فرمایلی وو او د خپلې لمدې ږیرې د اوبو څاڅکې یې د افغانستان پر لور را شړلی وو او فرمایلی وو، چې په اخره زمانه کې به زما دین د اوسنی افغانستان له خاورې ساتل کېږی او افغانان به زما پر دین ننګ کوی. په دغه جرګه کې د دین ړندو چرګانو د نبی اخر الزمان (ص) لوړ شخصیت هم د پرو پاګنډونو ډګر ته را اېستلی وو. قربان د نبی اخر الزمان تر نامه شم. کله چې جرګه ختمه شوه او په بشپړه ازاده فضا کې جرګې خپل پرېکړه لیک اعلان کړ، نو ددغه پرېکړه لیک په باره کې ډول ډول تبصرې شروع شوې. چا ویل چې د جرګې غړی د امریکا سفارت ته وغوښتل شول او د امریکا په ګټه پرېکړه لیک صادر شو، چا ویل چې حضرت صبغت الله مجددی ته د امریکا سفیر دوه میلیونه ډالر رشوت ورکړی، چا ویل چې په ۲۴ کمیټه کې د انهم شرکت رییس خلکو ته پیسسې ورکولې، خو حقیقت دادی چې په ټوله جرګه کې نه چا و چاته سور شانزده پولی ورکړی، نه ډالر توزیع شوی او نه صبغت الله مجددی د امریکا ډالر اخیستی دی. ځکه امریکایانو ته د پانګې د لګولو مؤثر ځایونه ښه ورمعلوم وو او که یې پانګه لګوله هماغلته به یې لګولې وی. کله چې د لویې جرګې غونډې خلاصې شوې او د کابل کلا بندی ختمه شوه، نو د کابل یوې داسې ورځپاڼې چې تر اوسه یې د تمویل سرچینه نا معلومه ده، یو خبر خپور کړ، چې کټ مټ یې هماغه اوازې را اخیستې وې، چې په لویه جرګه کې خوله په خوله وې. حال دا چې پر امنیتی تړون باندې ټول افغانان موافق وو. صرف د نه توافق خبره داوه، چې نړیواله ټولنه باید له متحد افغانستان سره د افغان وطن په وحدت او حاکمیت کې مرسته وکړی.موږ په واحد افغانستان کې د واحد حکومت، واحد مملکت، واحد بېرغ تر سیوری لاندې د واحد حاکمیت پیاوړتوب د افغانستان او نړۍ بریالیتوب بولو، نه اسلامی امارت، اسلامی جمهوریت، او …په جرګې پورې نورې اوازې هماغه د باختر اجان او میرمن بی بی سی تعبیرونه وو، چې باید د تیرو وختونو ساده کیسه یې وبولو.

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا