گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افـــغـــان یــمـــه افـــغــان یــــــم ،
افـــغـــان یــمـــه افـــغــان یــــــم ،

افـــغـــان یــمـــه افـــغــان یــــــم ،

د ډاکتر ثریا خادم یاد ونه : نن دوږی دمیاشتې پنځمه کال ۱۳۹۴د خدای بخښــــلی لــوی استــــاد (استادقیام الدین خادم بابا) د مړینې شپږدیرشم تلین دی ، استاد د۱۳۵۸کال دوږی دمیاشتی په پنځمه نیټه ددې نیمګړی دنیا څخه دابدې دنیا په لورله مونږ سره په مخه ښه وکړه ، په مخه یی دجنت ګلونه ، یادیی تل تازه روح یی ښادغواړو په همدی مناسبت می سږکال دتیرو کلنو په څیردغه لاندی یو په زړه پوری نظم غوره اود(خادم بابا) مینه والو او دوستانوته یی ،دده په یاد ډالی کوم .

 مننه

دخپل وطن او ولس یوه کوچنی خدمتګاره :

 ډاکتر ثریا خادم

 

په زړه د ایشیاکی یو لال دبد خشان یــــــــــــــــم  افغان یمـه افغان یم ، افغان یمه افغان یـــــــــــــم  رو غ شوی په عمرونو ، پوخ شوی په عمرونـــــــــو  په منځ دکوهستان کښې لوی شوی په عمرو نـــــو    Badakhshan 28 تاریخ ته دقومونو په خپله زه داستان یــــــــــــــــــــــــــــــــــم  افغان یمه افغان یم ، افغان یمه افغان یــــــــــــــــــــــــــــــــــم  دنیا شوه منوره زما له کوهســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــتانــــــه  نړۍ شوه بهروره له دی باغ و بســــــــــــــــــــــــــــــتا نــــــه  اوچت له ټولی ځمګې په بام ددی جهان یـــــــــــــــــــــــــــــــم  افغان یمه افغان یم ، افغان یمه افغان یــــــــــــــــــــــــــــــــــم  قومونه ددنیا ټول بدل اورا بد ل شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــول  په ژرنده کښی د دهر میده میده او دل شـــــــــــــــــــــــــــول  دازه یم چی عمرونه ژوندی په یوه شــــــــــــــــــــان یــــــــــم  افغان یمه افغان یــــم ، افغان یمه افغان یـــــــــــــــــــــــــــــــم  Babol Madanyat 28 بابل او نینـــــوا ته زمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــا اورونه لاړل  آتن ځینی روما ته زما فــــــــــــــــــــکرونــــــــــــه لاړل  تبلیغ دسړیتوب ته ورغلی ترجاپان یــــــــــــــــــــــــــــــــــــم  افغان یمه افغان یم ، افغان یمه افغا ن یـــــــــــــــــــــــــــــــم  دفکر انقلاب مـــــا راوړی دی جهان تـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه  بریښنا دسپینې تورې مې وښوده اسمـــــــــــــان تـــــــــــــــــه  دهر ظلم په مخ کښی دعدل نګهـــــــــــــــــــــبان یــــــــــــــــم  افغان یمه افغان یم ، افغان یمه افغان یـــــــــــــــــــــــــــــــــــم  راسخ می ملیت دی محکم می قومیـــــــــــــــــــــــــت دی  دښمن می تل شړلی لــــه خــــــــاورې په غـــــــــیرت دی  ثابت په یوه حال یم زه قطب د آسمان یـــــــــــــــــــــــــــــــم  افغان یمه افغان یم ، افغان یمه افغان یــــــــــــــــــــــــــــــــــم  ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کابل پنځم د سنبلې ۱۳۳۹  ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دپورته نظم ټایپ او ترتیب : داکترثریا خادم  نیټه پنځم د سنبلې ۱۳۹۴/ داګست ۲۷ کال ۲۰۱۵  ټورنټو ـ آنتاریو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا